شکر ناروغي

د شکرې د ناروغانو زخمونه

د شکرې د ناروغانو زخمونه(Diabetic Ulcers)

دشکرې د ناروغانو زخمونه،خاصتا هغه زخمونه چې په پښو کې رامنځ ته کیږي،په طبابت کې یوی لوی او جنجالي بحث دی.

عوامل:

د شکرې د ناروغانو زخمونه(دا زخمونه معمولا په ی نو ځکه به د پښو په زخمونو بحث وشي) د لاندنیو عواملو پر بنسټ را منځ ته او د هغو درملنه هم ګرانه ده:
۱- دشکرې د ناروغانو دوینې کوچني رګونه تنګوالی او بندش پیدا کوي.پدې توګه ددې ناروغانو د پښو رګونه و پښو ته کافی وینه رسولی نشي.
ښکاره ده چې د وینې د نه رسیدو په وجه،د پښو انساجو ته اکسیجن او د ضرورت وړ خواړه، په ښه وجه رسیدلی نشي. چې اکسیجن او خواړه ناکافی وي،زخم نه جوړیږي.

په عام ډول د شکرې په ناروغانو کې تر زنګانه کښته د وینې جریان متاثر کیږي.

نو ددې لپاره چې د وینې جریان بهبود پیدا کړي،لازمه ده چې د وینې د رګونو بندش اصلاح شي.
خو متاسفانه په افغانستان او ورته هیواونو کې د معلومداره عواملو له سببه،د بند او تنګ شریان خلاصول،تقریبا ناممکن دی.
حتي په غربي پرمختللو ټولنو کې هم ددې مشکل درملنه خورا ګرانه ده.دا ځکه چې لمړی باید په یو مجهز طبي مرکز کې د شریانونو تصویر تر لاسه شي او د بند یا تنګ شریان د خلاصون تلاش وشي(angiography and angioplasty ).دا یو ډیر ګران او مشکل کار دی او ګڼ شمیر متخصصینو او وسایلو ته اړتیا لري.

ددې لپاره چې د ویني د رګونو د تنګوالي مخنیوی وشی باید:
– د ناروغ شکره باید تر کنترول لاندې وي: ددې کار لپاره مناسبه غذا،ورزش او دواګانو ته اړتیا لیدل کیږي.
– د ناروغ د وینې غوړ باید لږ کړی شي.دا عمل بیاهم مناسبو خواړو،ورزش او دوا ته اړتیا لري.

– د ناروغ د وینې فشار،سترګې،زړه،بډودي او نور غړي باید سالم وساتل شي.

** که پښو ته د ویني جریان خورا لږ او ضعیف وي،لازمه ده چې په یوه مجهز مرکز کې درګونو د خلاصون هڅه وشي.د هغي نه بغیر،د زخمونو ښه والی تقریبا ناشونی دی.

۲- دشکرې د ناروغانو عصبي رشتې،خاصتا په پښو کې خپله وطیفه په سم ډول تر سره کولی نشی.
* د اعصبي رشتې و هغو ته د وینې د رسونکو رګونو د تنګوالې،بندش او دغه راز په وینه کې د ډیرې شکرې د شتون په وجه صدمه مومي.
– کله چې حرکي رشتې متضضرې شي، د پښو غضلات او لګمنټونه(هغه ریښې چې هډوکي سره مښلوي او د هغو په حرکت کې نقش لري) خپل کار په سمه توګه اجرا کولی نشي.نتیجه دا چي د پښو هډوکي خپل طبیعی اناتومیک موقعیت ساتلی نشي.پایله ئي داچې پښې او د هغو ګوتې کږې وږي او برجستګي ګانې پیدا کړي(شکل).

له بلې خوا د شکرې د ناروغانو د پښو د اعصابو د حسیت هم متاثر کیږي.پایله ئي دا چې ناروغ د درد (خوږ) احساس له لاسه ورکوي.پدې توګه د پښو د زخمونو نه بیخبره پاتې کیږي او د هغو مخنیوی او درملنه په مناسب وخت کې نه تر سره کیږي.

دغه راز د شکرې د ناروغانو د موقعیت د احساس(proprioception) عصبي رشتې هم خپل کار په سمه توګه تر سره کولی نشی.پایله داچې د پورتنیو عصبي ریشتو د ناسم کار تر څنګ،د موقعیت د حساس د عصبي رشتو د مصدومیت په وجه،ناروغ دلارې تګ موازنه ساتلی نشي او د پښو په برجسته ټکو ډیر فشار واردیږي.دا پخپل نوبت د زخمونو په را منځ ته کولو کې ستر نقش لوبولی شي.

د شکري د ناروغانوخود کاره عصبي رشتې(autonomic nerves) هم سم کار نکوی.پایله ئی د رګونو د ارتوالي،خولې ( عرق) او تودوخې (حرارت) بینظمي ده.

متاسفانه،کله چې عصبي رشتو ته صدمه ورسیږي،د هغو درملنه تقریبا نا ممکنه ده.

۳- د شکري په ناروغانو کې د بدن د ټولو انساجو تغذی متاثره کیږي.د شکرې د ناروغانو د معافیت سیستم(ّImmune system) سم کار کولی نشي.نتیجه: دزخمونو رامنځ ته کیدل،د هغو د ترمیم مشکلات او د میکروبونو په مقابل کې د بدن د دفاعي سیستم ضعیفي او بیکارګي.دغه راز،کله چې د وینې شکره لوړه وي،د لوړ اسموتیک فشار په وسیله انساج تورم پیدا کوی،خاصتا د عصبي رشتو پوښ،پړسیږي چي دا پخپله یو بل مشکل دی.
دشکرې په ناروغانو کې د زړه (قلب)،بدوډي(ګرده) او نور امراض هم ډیر واقع کیږي چې دا پخپل نوبت د زخمونو د رامنځ ته کیده او درملنه کې منفی نقش لوبوي.

مخنیوی( وقایه):

لازمه ده چې د شکرې ناروغان پدې و پوهول شي چې ددوي د پښود زخمونو(او نورو مشکلاتو) درملنه خورا ګران کار دی او په یو شمیر واقایعو کې د پښې د تر لاسه ورکولو(Amputation) سبب کیدی شی. نو:

* شکره مو د خوړو،ورزش او دوا په مرسته کنترول کړی.
* د وینې غوړ مو هم د غذاېي رژیم،ورزش او دوا په مرسته کښته وساتۍ.
* سګرټ مه څکوي.د سګرټ،چلم او ورته وسایلو استعمال،د رګونو په تنګوالي،د عصبي ریښو په مصدومیت،د زخمونو په نه روغیدو،د فشار په جګوالي د زړه د حملې،سرطان او ورته نورو نارغیو په را منځ ته کولو کې ستر نقش لرلی شي.
* د فشار درملنه مو وکړئ.
* د سترګو،زړه،بډوډو او نورد غړو روغتیا مو په کلکه مراعات کړئ.

** د زخمونو د مخنیوی لارې چارې:
– که سترګې مو ضعیفه وي،چشمې(عینکې) استعمال کړئ.
– جورابې مه هیروئ.
– بوټونه مو باید نرم،آزاده او مسترح وي.که د پښو شکل مو تغیر کړی وی،د امکان په صورت کې د پښو د متخصص(podiatrist) په مرسته مناسب بوټونه تر لاسه کړئ.
بوټونه مو یواځي د خوب په وخت کې وکاږئ.
– په کورکې مو باید نرم فرش موجود وي.
– پښي مو باید په منظم ډول د ډاکتر،تکړه نرس، او د امکان په صورت کې د پښو د متخصص په وسیله وکتل شي.که زخم یا زخمونه موجود وی،دهغو درملنه وشي اوسبب ئي اصلاح شي(که امکان ولري).
ـ د پښو نوکان مو باید په ډیر احتیاط سره پرې کړی شي.(د امکان په صورت کې د پښو د متخصص نه مرسته و غواړئ).
– پښې مو هره ورځ په دقیق ډول ومینځئ، په نرمه تکه وچې او معاینه ئي کړئ.
– هیڅکله هم د پښو د برجسته ګیو او زخو درملنه پخپله یا د غیر مسلکي شخص په واسطه ونکړئ.
– پښې مو د ډاکتر په مشوره په مناسب کریم غوړې کړئ.(ِغوړول ئی ډیر مهم ندی خو ګټه لرلی شي).
– د ضرورت په وخت کې امسا(لکړه) ولګوئ.

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: