دسترګو د شاوخوا پوست توروالی؛ سبب او درملنه

د سترګو پر شاوخوا د رنګ و تاریکي یا هم و نصواري کړۍ ته وایی چی د ښکلا د ستونزو سبب کیږي، او ډیری ښځي د هغه څه ځوریږي، ددې ناورغۍ پیښي یې په نارینو کي هم وجود لري.

ولي د سترګو پر شاوخوا توروالی منځ ته راځي؟

د سترګو د شاوخوا توروالی د اجفانو (پشتان) د پوستکي د ساحې د رګونو دټینګوالي له امله منځ ته راځي چي د پوستکي تر ټولو نازکه برخه ده، چي 0.5 ملی متره (د پوستکي د نورو برخو په پرتله چي په منځني ډول ۲ملی متره) پنډوالی لري، د ویني رګونه کولای سي په اسانۍ سره په دغه ناحیه کي رنګه تغیرات راولي یا هم Pigmentary Demarcation lines پراخه کړي چي په عادي حالت کي دغه لیکي د اجفانو ( پشتان) پر څنګ شتون لري منځ ته راسي.

د سترګو د شاوخوا توروالی سببونه:

. دا ناروغي په یو شمیر کسانو کي په ارثی یا کورني ډول منځ ته راځي.
• وروسته د ضربې څه یا د یو شي ټکر د سترګي پر شاوخوا .
• د ځینو دواو استعمال لکه Minocycline او Chloroquine.
• د کیمیاوي موادو سره اړیکه لکه د نقرې مرکبات او داسي نور…
• د همهغه ناحیې د پوستکي د التهابي ناروغیو څه وروسته لکه اتوپیک درماتیت او د سترګي پر شاوخوا حساسیتونه.
• د شدیدو ناروغیو څه وروسته لکه هیپاتیت ملاریا، محرقه او داسی نور.
• د ینې ناروغي او د سترګي د شاوخوا د عضلاتو شدیده او اوږدمهاله ستومانتیا د ډیري مطالعې ، تلویزیون، کمپیوټراو داسی نورو شیانو ته د کتلو پرمهال.
• دوامداره کم خوابي او نارامه خواب.
• د بدن عمومي کمزوري
• سینوزیت
• رواني تنشنونه او اضطراب.
• دوامداره او شدیده سردردي.

څنګه کولای سو د سترګو د شاوخوا د توروالي مخنیوی او درملنه وکړو؟

• د هغه فکتورنو څه مخنیوی چي د ناروغۍ د ډیریدوسبب کیږي.
• پوره خوب کول ( په ۲۴ ساعتونو کي لږ ترلږه ۷ تر ۸ ساعتو پوري )
• د لمر و وړانګو ته د مخامخ کیدو پر مهال د لمر ضد عینکي په سترګو کول.
• که مو پوستکی وچ وي د نرم کونکو کریمونو څه ګټه اخستل.
• و غذا ته مو متوجه و اوسی او د بیلابیلو غذاو څه چي د بدن ټولي اړتیاوي مو پوره کړي ګټه واخلی.
• په یخچال کي د یخ سویو پټاټو او بادرنګو استعمال، د پوستکي پر همهغه ساحه باندي چي د رګونو د تقبض یا تنګيدو او د سترګي د شاوخوا د عضلو سستي له منځه وړي او کیدای سي د لنډ وخت لپاره د سترګي د شاوخوا توروالی کم کړي.
• هغه دوا چي د پوستکي د متخصص لخوا تاسي ته ښودل سوېده، د لارښووني سره سم او په منظمه توګه استعمال کړی.

ډاکتر عبدالولي اعتماد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب