الحمدلله علی کل حال

له زندان نه د خپلو زامنو په نوم ليك:

ليكنه: شيخ احمد السرهندي
ژباړه: شکرالله مخلص.

په خوښۍ، غم، تنګدستۍ، نعمت، نقمت، رحمت، زحمت، سختۍ، نرمۍ، په هر حال کې ټول په ټول تعريفونه او صفتونه يوازې او يوازې الله رب العالمين لره دي، درود او سلام دې وي په هغه نبي چې د هغه په څير تکليفونه بل نبي نه دي ګاللي او د هغه په څير امتحان په بل نبي نه دی راغلې او همدا وجه ده چې هغه د ټول عالم لپاره رحمت او د وړاندنيو او راتلونکي امت سردار ګڼل کيږي.

ګرانو بچو!
كه څه هم د مصيبت وخت تريخ او بې مزی وي ليکن فرصت لوی غنيمت وګڼۍ، اوس چې تاسو کوم فرصت لرﺉ دا به تل نه وي، د الله تعالی حمد او ثناء پر ځای کړﺉ خپلو کارونو ته پام وکړﺉ د ژوند هره لمحه او لحظه اوزګاره مه تيروﺉ او بايد چې خپل اوزګار وختونه د دريو شيانونه په يو کې خامخا صرف كړئ
۱- د قرانکريم تلاوت
۲- له اوږده قرائت سره لمونځ
۳- تهليل ويل يعنی د کليمی تکرار

بايد د (لا) د کليمی سره د خپل نفس د غوښتنو نفي وکړو خپل خواهشات پريږدو ځکه د الله تعالی د حکم مقابل کې د نفس د غوښتنو منل د خپل الوهيت دعوه ده.
بايد خپلې سينې د خپلو خواهشاتونه پاکې کړو هيڅ داسې هوا، هوس، او فکر ته په کې ځای ورنکړو چې دالله د حکم مخالف وي ترڅود الله د بندګۍ حقيقت ثابت شي ځکه د خپل نفس د حکم منلونه د آقا د حکم رد کول لازميږي او دا د الله تعالی نفی کول او د خپلې خدايی اثبات دی.ددی خبرې په قباحت باندې ځان ښه پوه کړﺉ، د خپل نفس د الوهيت نفی وکړﺉ تر څو د خپلوخواهشاتواوهوسونونه پاک د خپل مالک د غوښتنو سره سم ژوند مونصيب شي.
زه په دې خبره د الله تعالی نه اميد لرم چې د مصيبت په سختو ورځواو د امتحان په سختو شيبو کې به اسانی راولي، فرصت غنيمت وګڼئ ځکه د فتنوپه زمانه کې لږ خدمت هم په ډير څه قبليږي خوپه عامو ورځوکې بيا مجاهدی، قربانۍ اورياضت ته اړتيا ده.
الله عالم دی چې بيا به زمونږ ليدل وشي اوکه نه خو زما نصيحت تاسو ته دادی چې خپلو سينو کې د نفس غوښتنوته ځای مه ورکوﺉ.
خپله مور هم په دی خبره پوه کړﺉ او لارښونه يې وکړﺉ، پاتې شوه ددی دنيا معامله دا تيريدونکې او فاني ده بيان ته يې اړتيا نشته. په کشرانو شفقت کوﺉ او زده کړی ته يې تشويق کړﺉ .دکومو خلکوچې په ماحق دی هغوی زما له لوری راضې کړﺉ او زه ورته د ايمان او سلامتيا دعا کوم.
په تاکيد سره مکرر بيا درته ليکم چې خپل وختونه بې هوده او عبث مه تيروﺉ ، د الله تعالی د ياد نه هيڅکله مه غافله کيږﺉ، د کتابونو مطالعه کوﺉ او د طالبانو سره د درسونوتكراركوئ.د نفس د غوښتنو باطل معبودان د (لا) د نفې لاندې راولئ تر څوتقوی در کې پيدا شي اوپه سينه کې مو د نفس غوښتنه پاتې نه شي.
زه پوهيږم چې زما د زندان نه خلاصيدل به ستاسو لوی ارمان وي خودا خپل مقصد او هدف مه جوړوﺉ دالله تعالی په اراده او حکم راضي اوسئ اود هغه د رضا سره سم ژوند تيروﺉ.
دکور، باغ، کوهی، سرای، او نورو مادې شيانو غم اسان شی دی، دا شيان دې ستاسې د وخت نه په ګټه پورته کولو کې مانع نه شې د الله تعالی د رضا او غوښتنې نه پرته بله غوښتنه مه لرﺉ، که مونږ مړه شو دا ټول شيان مو له لاسه اوځې نو که زمونږ په ژوند مو له لاسه ووځې هم څه دفکر خبره نه ده، دالله تعالی خاصو بندګانو دا شيان په خپله خوښه ترک کړی ؤ مونږ يې د الله په خوښه پريږدو او د الله شکرادا کوو، دهغه نه اميد لرو چې مونږ به هم په خپلو مخلصو بندګانوکې شمار کړی.
په کوم ځای کې چې تاسي اوسيږﺉ هغه خپل وطن وګڼئ څو ورځې ژوند دی هر چيرې چې يې تيروﺉ د الله تعالی په ياد کې يې تيرکړﺉ، ددنيا خبری اسانې دي اخرت لوری ته پام وګرځوﺉ چې سخت پړاوونه لري، خپلې مور ته تسلي ورکړﺉ اواخرت لوری ته يې متوجه کړﺉ، که الله ته منظوره وي ليدل به مو وشي او که نه د الله په تقدير راضي يو، دعا کوم چې الله مو په جنت کې يوځای کړي او په خپل فضل اوکرم سره ددنيا د جدايی تلافې په اخرت کې راکړې.

الحمدلله علی کل حال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب