په افغانستان کې د فقر کمولو لارې چارې

دا چی په افغانستان  د فقر او بدبختیو سره لاس په ګریوان یو چی ددی د وجهه زمونږ ځوانان او خلک  د مختلقو لارو چارو په استفادی سره په مختلفو جنایی جرمونو باندی لاس پوری کوی چی د غو پورتنیو لاملونو او اصل ته په کتو سره باید د فقر د ټغر د راټولولو او یا ددی د کچی د ټیټیدو لپاره لاندی څو ټکوته باید خاص تمرکز و شی چه عبارت دی له:

۱-انسانی منابع باندی سرمایه ګذاری:

دا چی په افغانستان کی د سواد ګچه په ټیټه اندازه ده نو باید چی په انسانی منابع باندی دقیق او په کافی اندازه سرمایه ګذاری وشی یعنی د هیواد دننه معارف او د لوړو زده کړو وزات ته خاص بودیجه تخصیص شی چی د افغان کهول لپاره د زده کړو لپاره زمینه برابر شی تر سو وکولی شی چی د تر دوکتورا تر ګچی پوری خپل  تعلیم او تحصیل ته ادامه ورکړی او دوی ته  بهرنی سکالرشیپونو سهولتونه باید هم امده شی چی افغان نسل د نورو مملکتونو کی تحصیل وکړی چی د نورو ماحول په لیدو سره د وطن دوستی، اخلاص، صاداقت ، مینه دووی په زړونو او زهنونو کی راژوندی شی چی ددی ځوان کدرونو څخه د اففانستان په دولت کی استقاده به مونږ د شته ستونزو د هواری په موخه او د فقر د لری کولو او د هغی د کچی د ټیټولو په منظور او د یوی قوی اقتصاد په درلودلو په برخه کی به په ډیر پیمانه کمک او ټول نړی به شاهدان وګرځی.

۲- پانګه اچونه :

یواځنی لار چی د اقتصادی ودی او  پرمختیګ ته لاره هواره کوی او ډیر مهم اصل یی

پانګه اچونه دی چی که هغه د داخلی پانګه وال او یا خارجی پانګه وال له خوا ترسره شی په افغانستان کی په مختلفو سکتورونو کی  دا به له یوی خوا افغانستان به د وارداتی  هیواد نه په صادراتی هیواد تبدیل کوی او په ضمن کی دولت ته به عاید راشی ، کاری فرصتونه به خلکو ته مهیا شی چی د یوی خوا نه به په نرخونو کی د پام وړ توازن رامنځته شی او د بیکاری کچه به ټیت شی چی د اقتصادی بهران مخه د ډیر کچه کنټرول کوی چی په کولی شکل به د غربت او فقر څخه اففانان خلاص شی او یا که وی هغه هم په ډیر ټیټ فیصدی تر یو لنډی مودی پوری.

۳- زراعت بخش کی قوی تغیرات :

که د افغانستان زراعت ته په ښه او دروست شکل ځیر شو او نړی ته ځیر شو نو زمونږ ذهن به دا ووایی چی په واقعیت مونږ د قرن اوستا سیسټم تعقیب کوو ځکه چی پدی سیسټم مونږ تولیدات نه لرو پدی چی همدا اوس د افغانستان شته خوراکی ضروریات  نه شی پوره کولی سره له دی چی د افغانستان ۵۵٪ خلک په دی برخه کی بوخت دی خو باید دلته د نویو ابتکاراتو او پرمختګونو شایدان باید و اوسو او د نویو ،خورا کافی او اصلاح شویو تخمونو، نیالګیو، نویو نباتاتو سره اشنایت چی په کم وخت کی ډیره حاصل وکړی په کینولو او روزلو کی باید په عملی بڼه باندی کاروشی چی د یوی خوا نه به دولت ته کافی اندازه عاید راشی او د بلی خوا نه خلکو ته پوره د کار زمینه او په ضمن کی زراعتی محصلاتو په نرخونو کی هم توازن رامنځته کیږی.

۴-ښه حکومتداری :

ښه حکومتداری هر هغه څیزونه دی چی که په یو هیواد کی صورت ونیسی نو د هغی هیواد خلکو به د خدای (ج) د هریو نعمت نه به برخمن شی او ددی ترڅنک به همغه هیواد به د قوی  اقتصاد او سیاست خاوندان واوسی چی داټول په هغه صورت شونی دی چی ددی په راس کی یو قوی رهبر او ځان سره خبل ټیم په درلودلو سره چی هر څه نه ورته ملی ګټی مهم وی شونی دی نه چی غل،رازن ،غلام ،خاین، او د پردیو هیوادونو لپاره د نظام په دننه کاروکړی او د هغوی د اهدافو د ترلاسه کولو په منظور کار وکړی د خپل شخصی منافعو په غرض باندی چی البته ددی شاهدان دی ټول افغانان په افغانستانه کی ځکه چی یوکس که مقرر کیږی هغه په روابطو باندی چی د سره پکی لیافت ،د وطن د مینی او د ملی منافعو احساس ورسره هم نه وی نو دغه اصل ته په کتو سره ددغه اشخاصو ګمارل چی د افغانستان په تاریخ باندی ملنډی ووهی دا به څنګه او به چیرته ښه حکومتولی وی، نو باید چی په دغو ټکو باندی ډیر زیات پام وشی تر څو په افغانستان کی د ټولو اقوامو په منځګړیتوب او د ښواو وړ  کدرونو ټولول او ګمارل دا د یو ښه رهبر کار دی چی ددغو کدرونو د ګمارنی پراساس باندی شته ستونزو ته به د پای ټکی کیښودل شی چی په نتیجه کی یو ازاد او د اسلامی نورمونو سره برابر به یوه نظام ولرو چی د هر چا حق به حق دار ته ورسیږی او د غربت د کرښی نه هر یو افغان به پورته ژوند وکړی.

ومن الله توفیق

د یو اباد او سوکاله افغانستان په هیله

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب