اخلاق

د رښتينولۍ او صداقت محور

رښتينولي او رښتينتوب يو اخلاقي ارزش دى چې هيڅوک او هېڅ ډله د هغه په اصالت کې شکمن کيږي نه. رښتينولي د يوه سيا ستمدار له هرڅه څخه اوچته ده .

 

په خلفاو کې د حضرت علي کرم الله وجهه د ځواني څخه تر شهادت پورې صدق، صفا، رښتيا ويل او رښتينۍ ويناوڅخه شمېرل کېدې.نو له دې کبله رسول اکرم (ص) د \”صديق اکبر \” لقب ور کړى وه.
رسول اکرم (ص) وفرمايل چې حضرت علي کرم الله وجهه لومړى سړى وه چې پر مايي ايمان راووړ.او لومړى شخص به وي چې د وروستۍ قيام په وخت به ماته لاس راکوي.او هغه صديق اکبر دى او فاروق د امت.حق اوباطل سره جلا کوي.
. [ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد: ج 257 و 3، اسدالغابه، ج 5، ص 287. ]

حضرت علي کرم الله وجهه دغه اصل له لومړۍ ورځې د خپل سياسي ژوند څخه تر شهادت پورې رعايت کړ. او کله به ېې په همدې رښتينولي قيمت سره د خلافت ظاهري بڼه له مشکل سره مخامخ کوله.

دا به کافي وي چې پوه شو ددوم خليفه له مړينې وروسته يو شپږ نفري شورا چې د هغې غړي پخوانيو خلفاوو ټاکلي وه. د ځاى ناستي لپاره وټاکل شول چې غړي ېې عبارت دى له : حضرت علي کرم الله وجهه بن ابي طالب،عثمان بن عفان، سعد بن ابي وقاص،زبير بن عوام، طلحه بن عبيدالله. طلحه د عثمان په ګته زبير د علي کرم الله وجهه په ګټه. وقاص د عبدالرحمن په ګټه.ووتل او په پاى کې د شورا غړي درې کسه پاتې شول چې هر يوه ته دوه رايي وي او برياليتوب دهغه چا په برخه وه چه ددريو راېو خاوند وه. په دې وخت کې عبدالرحمن حضرت علي کرم الله او عثمان (رض) ته مخ راواړاوه او وويل کوم يو ستا سوڅخه حاضر دى چې خپله د راېې حق بل ته ورکړي او د بل په ګټه تيرشي؟ دواړه غلي پاتې شول او څه ېې ونه ويل عبدالرحمن ادامه ورکړه : زه تاسې دواړه شاهد نيسم چې زه د خلافت له سيمې او برخې نه تېرېږم تر څو يو له تاسو څخه وټاکم. حضرت علي کرم الله وجهه ته ېې مخ کړ چې زه تاته بيعت کوم چې د الله په کلام او دهغه د رسول په سنتو عمل کوې. او د شيخانو د عمل څخه پيروې کوي. حضرت علي کرم الله وجهه ې اخري شرط ومانه او ورته ېې وويل چې زه ستا بيعت منم په دې شرط چې زه د الله په کتاب او د رسول اکرم (ص) پر سنتو د اجتهاد او پيژندګلوي باندې عمل وکړم.

کله چې عبدالرحمن له حضرت علي کرم الله وجهه څخه منفي جواب تر لاسه کړ او عثمان همغه خبره تکراروله عثمان فورا وويل:
هو! يعني ومې منله او خلافت د عثمان په نوم پاى ته ورسيد.
دلته کافي وه چې حضرت علي کرم الله وجهه په صوري ډول دغه نوموړى شرط ومني او وروسته بيا ډبره ور باندې کښيږدي او همدارنګه چې عثمان وکړل او هيڅکله ېې د شيخانو په سيره کار ونه کړ او خپل خپلوان ېې پر مسلمانو باندې مسلط کړل.

سره ددې ستونزو ، شرطونو، تګلارې دحضرت څخه تير شو ددې له امله چې دغه شرط کاملا بې ارزښته وه او د سنيانو د يوه عالم په قول يعني حسن فرحان مالکي که د شيخانو سيره د کتاب او سنتو مطابق وي طبعا زايد شرط به وي او بې له دې بې ارزښته دى ولې په عين وخت کې حضرت علي کرم الله وجهه دومره په خپله وينا کلک وه چې په دې هکله ېې هم د رښتينولۍ او صداقت په خلاف ګام پورته نه کړ.
کله چې ولس د شورا او ولس مشر د ټاکلو لپاره تصميم نيسې او يا دحکومت مشر خپل وزيران ټاکي. بې له سياسته دغه مسول شخص کوم ډول اوصاف بايد ولري؟ ددوى په وړاندې سمه لاره، ملي منافع، دولس سوکالي اوپر مختګ څه معنا او مفهوم لري؟ګو ستا و لوبون وايي چې داخبره رښتيا ده چې په خلکو باندې حکومت کول دومره ګران کار نه دى لکه چې په خلکو کې د لايقو ، پوهو کسان پېژندل او ټا کل مشکل کاردى.، زما ملګرى دا يوه لويه اشتباه ګڼي، چې د ټولنې مستقبل داسې کسانو ته وسپارل شي.چې هغوى همدا اوس د کوږ بار ملګري دي او طبيعى خبره ده چې کوږ بار مزل ته نه رسيږي.

د کوږ بار په وړاندې زمونږ ولس بايد بيدار او هوښيار اوسي چې يو تاريخي مسوليت دى او زمونږ ټولنه سولې او ورورولي ته ضرورت لري په اختلاف او نفاق کې زمونږ هېڅ ګټه نه شته.

ژباړه: ع . شريف زاد

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close