په اسلام کې د ښو اخلاقو ارزښت

عن ابي هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:اکمل المؤمنين ايمانااحسنهم خلقاوخيارکم خيارکم لنساءهم (رواه احمد)
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:په ټولومؤمنانوکې دکامل اوپوره ايمان والاهغه دی ،چې اخلاق يې ښه وي اوپه تاسوکې غوره هغه دی ،چې دخپلوښځولپاره ښه وي.
تشريح :
په دې  حديث کې يې دايمان دکمال معيارښه اخلاق گرزولي دي،اودغوره والي لپاره يې دامعيارگرزولی ،چې څوک دخپل کورلپاره ښه وي نوهغه په تاسوکې غوره اوبهتردی  ځکه  دنوروخلگوسره که انسان ملاقات کوي نولږساعت ورسره تيروي،نوښه اخلاق چلولی شي خوپه کورکې ،چې انسان ډېروخت تېروي که په هغه وخت کی انسان ښه ژوندتېرکړي نوداانسان به رښتياهم غوره اوبهترسړی وي .
د ښو اخلاقو د فضيلت او ارزښت په هکله  ډيرآياتونه اواحاديث  راغلي ،چې يوڅه يې  دلته ليکو:
الله پاک فرمائلي دي :وانک لعلی خلق عظيم. (القلم : ٤) اې نبي(عليه السلام)بيشکه ته په لويواخلاقوباندي يې .
په دې  ايت کې الله پاک دخپل نبي صلی الله عليه وسلم يولوی صفت بيان کړی، هغه دا،چې رسول الله صلی الله  عليه وسلم دلويواخلاقوڅښتن دی .
نوڅوک ،چې په دې  صفت کې دنبي عليه السلام تابعداري وکړي هغه ته به هم ددې  صفت فائده  په دُنيااوآخرت کې په لاس ورشي .
په بل ايت کې فرمايې:خذالعفووامربالعرف واعرض عن الجاهلين :
معافي واخله،په ښوکارونوحکم کوه اوله جاهلانومخ اړوه .امام قرطبي رحمه الله فرمايې :داآيت دښواخلاقو ډيرښه جمع کوونکی دی .
عائشه رضی الله عنهافرمايې :کان خلقه القرآن (رواه مسلم)
درسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قرآن وو.يعني دکومو کارو او اخلاقوپه هکله ،چې قرآن څه فرمائلي دي دهغوعملي بڼه په رسول  الله صلی الله عليه وسلم کې موجوده وه .په يوه حديث کې راغلي دي:انمابعثت لاتمم مکارم الاخلاق .
زه ددې لپاره راليږل شوی يم ،چې ښه اخلاق پوره کړم .
نوله دې حديث نه داخلاقودښه والي اهميت ډېرښه جوتېږي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي ،چې زمادبعثت لوی غرض دادی ،چې ښه اخلاق په دُنياکې راولم اوپوره يې کړم، داکاريې بېشکه ،چې په بشپړه توگه سرته ورسوي، که اوس څوک غواړي ،چې زه څنگه خپل اخلاق سم کړم هغه دي درسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق اوعادات مطالعه کړي اودهغومطابق دي خپل اخلاق اوعادات جوړکړي نوپه يقين سره  به داسړى ددې فضائلوحاصلوونکی اودښواخلاقو څښتن وي .له عائشه رضی الله عنه څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي:بيشکه الله پاک مهربان دی اومهرباني اونرمي خوښوي،اوپه نرمۍ سره هغه څه ورکوي ،چې هغه په سختۍ سره  نه ورکوي،او،چې کوم شی په نرمۍ اومهربانۍ سره ورکوي هغه له نرمۍ پرته په بل څه نه ورکوي.(مسلم)
ددې حديث مطلب داسې دی ،چې الله پاک پخپله مهربان دی لدې لامله خپل مخلوق ته ډول ډول نعمتونه ورکوي،نوتاسوهم په يوه اوبل مهرباني کوئ نوالله پاک به پر تاسومهرباني وکړي اوله تاسوسره به نرمي وکړي.
په يوه بل حديث کې له عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي:چاله ،چې له نرمۍ څخه برخه ورکړل شوه،نو ددنيااوآخرت له خيره  برخه ورکړل شوه،څوک ،چې دنرمۍ له برخي محروم کړل شونوددنيااوآخرت له خيره محروم کړل شو.(شرح السنه)
له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:،چې په تاسوکې هغه څوک ماته ډيرمحبوب دی ،چې اخلاق يې ښه وي(بخاري)
له همدغه صحابي رضی الله عنه  څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:په تاسوکې غوره هغه دی ،چې اخلاق يې ښه و ي(بخاري،مسلم)
دمزينه قبيلې له يوه سړي څخه روايت دی ،چې په صحابۀ کرامورضی الله عنهم کې چاله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه :،چې په هغوټولونعمتونوکې ،چې الله پاک انسان ته ورکړي کوم غوره اوبهتردی؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:ښه اخلاق(بيهقي)
له ابوالدرداءرضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:دقيامت په ورځ به دمؤمن دنيکواعمالوپه تله کې ترټولودروندشى ښه اخلاق وي،اوالله پاک دبې حياء اوعبث خبروکوونکو سره مينه نلري(ترمذي)
له عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:،چې مؤمن په ښواخلاقوسره دشپي دعبادت کوونکي اودورځي دروژه نيوونکي درجي ته رسيږي(ابوداؤد)
صحابۀ کراموبه درسول الله صلی الله عليه وسلم داودس اوبه په ځانوپوري مږلي،رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:تاسو دې کار ته څه شي هڅولي  ياست؟
صحابۀ کرامورضی الله عنهم وفرمايل :ستاسره دمحبت له لامله داکارکوواوکېديشي الله زمونږسره محبت وکړي اى دالله رسوله ؛
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که تاسوغواړئ ،چې ستاسوسره الله اودهغه رسول محبت وکړي نوددريوخويونوپابندي وکړئ :رښتيني وينا،دامانت اداکول اوښه همسايه توب،ځکه همسايه اوگاونډي ته تکليف ورکول نيکئ داسي ختموي لکه لمر، چې يخی ختموي. (رواه الطبراني في الاوسط باسنادصحيح)
له عبدالله بن مسعودرضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم
وفرمايل :زه تاسوته هغه څوک دروښيم ،چې ددوزخ په اورحرام دی اوهغه څوک ،چې  ددوزخ اورپه ده حرام دی،هرهغه څوک ،چې نرم مزاجه،نرم خويه او خلگوته نزدې وي. .(احمد،ترمذي)
په دې حديث کې زېری دی هغه چاته ،چې اخلاق يې ښه وي ،چې دابه بريالی وي  او دده برخليک به جنت وي  عائشه رضی الله عنهاته رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي وو:ارفقى فان الرفق لايکون في شئ قط الازانه ولانزع من شئ قط الاشانه (رواه ابوداؤدباسنادصحيح)
نرمي کوه ځکه کله ،چې په يوشي کې نرمي موجوده شي،هغه شی ښائسته کوي او،چې کله له يوه شي نرمي وايستل شوه هغه بدرنگه کېږي. په يوه حديث کې راغلي دي:،چې دکوم کوروالاته نرمي ورکړل شوه نوخامخادوی ته فائده کوي اودکوم کوروالا،چې نرمي نکوي خامخابه هغوی ته تاوان کوي.(طبراني)
په يوه حديث کې راغلي دي:لاخيرفي من لايضيف په هغه چاکې هيڅ خيرنشته څوک ،چې ميلمستيانکوي .(صحيح)
يعني څوک ،چې ميلمستيانکوي له خيره عاري اوخلاص  دي،داهم دښه اخلاق يوه نښه ده ،چې  څوک  ميلمستياوې کوي،که په چاکې دميلمستياصفت نه وي  نودده لپاره په دې حديث کې ډيرلوی وعيدذکرشوی،که څوک فکرولري .

 ښه اخلاق څه ته ويل کېږي؟

د کومو کارونو په اختيارولوسره انسان  خوش اخلاقه کېږي،دا گڼ شمېرکارونه دي، که داعادات په انسان کې راغلل نوهغه انسان خوش اخلاقه دی هغه دادي :
1- دالله بندگانوته فائدې رسول .
٢-چاته تکليف نه رسول،بايدخلگ دده دلاس اوژبي له ضرره خوندي و اوسي.
3-دهرمؤمن مسلمان سره په پراخ تندي ملاقات کول
4-دچاپه تکليف صبراوبرداشت کول .
5-دايمان شعبې اوڅانگي په ځان کې راوستل لکه شکر،صبر،احسان،عبادت،عاجزي اوداسي نور .
6-داټول کارونه به درياء اوښودنې لپاره نه بلکې دالله جل جلاله درضالپاره کوي .
که داصفات ټول په چاکې راغلل نوهغه انسان دښواخلاقوخاونددی.
دښواخلاقودشتون علامه داده ،چې کله ته له خلگوغائب شې يابلې علاقې ته ولاړشې نودوی دې ارمان کوي .
بله علامه يې داده ،چې پرهيچابه عيب نه لگوي مگردهغه دخيرخواهۍ لپاره اودچاسره به حسداوبغض نه کوي،يوازي دالله لپاره به دانسان دوستي اودښمني وي اوچاته به په سپکه سترگه  نه گوري  نورې يې هم گڼي علامې شته ،چې هرچاته معلوميږي .

 څنگه يوانسان کولی شي په ځان کې ښه اخلاق راولي

ددې لپاره داکارونه کول پکاردي :

1- کوشش کول ،چې په ځان کې هغه  صفتونه راولي ،چې هغه دښه اخلاق صفتونه دي .
2 – دزړه نرمي:په ځان کې هغه صفتونه راوستل ،چې په هغوسره دانسان زړه نرميږي .
3-يوه لويه اومؤثره طريقه داده
،چې درسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري انسان په هرحالت کې وکړي ځکه دانسان داخلاقولپاره  دالويه ترازوده .
4- دُعاءکول ددې لپاره ،چې الله پاک په انسان کې داښه صفت پيداکړي .
5-بله طريقه داده ،چې له انسانه څوک خفه نشي ،چې دچاسره دې دستړيا،غم اوغصې په حالت کې ملاقات نکوي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب