اوښان ولې د الله جل جلاله عجيبه مخلوق دي؟

(أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ؟) [الغاشية: 17].

ژباړه: (ايا دوى اوښانو ته نه ګوري چې څه ډول پيدا شوي ؟)

الله تعالى موږ ته امرکوي چې د هغه جل جلاله په مخلوقاتو کې سوچ او فکر وکړو ترڅو د الله تعالى ستره خدايې په واضحو د لائلو و پيژنو. په دې ايت کې الله تعالى د اوښ ځانګړتياوو ته اشاره کوي، عربو به اوښان ډېر ساتل ، سفرونه به يې ورباندې کول ، بارونه به يې ورباندې وړل او زياتره به يې د هغوى شېدې څښلې ، او نورې ګټې به يې هم ترې اخيستلې،  الله تعالى ورته وايي تاسو نه ګورئ چې اوښان څه ډول پيداشوي اوکومې ځانګړتياوې او څه ډول خويونه لري .

اوښ د الله تعالى په مخلوقاتو کې يو حيرانونکى مخلوق دى، د داسې ځانګړتياوو برخمن دى چې په نورو ژويو کې نشته، ده ته الله تعالى داسې دفاعي او بار وړنکى قوت ور کړى چې نور ژوې يې نه لري، اوښ په ځانګړي ډول کولى شي تر ډېره وخته اوبه د ځان سره وساتي، ، په شېدو کې يې ډېرې زياتې ګټې دي او دتجربو له مخې بولې يې هم د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوري دي.پيغمبر عليه السلام يې خپل امت ته ډېرې ګټې بيان کړې دي.

عن أنس بن مالك أن ناساً من عرينة قدموا على رسول الله صلى الله عليه وسلم المدينة فاجتووها فقال لهم رسول الله: “إن شئتم أن تخرجوا إلى إبل الصدقة فتشربوا من ألبانها وأبوالها” ففعلوا فصحوا ثم مالوا على الرعاة فقتلوهم وارتدوا عن الإسلام وساقوا ذود رسول الله صلى الله عليه وسلم، فبلغه ذلك فبعث في أثرهم فأُتي بهم، “فقطع أيديهم وأرجلهم وسمل أعينهم وتركهم في الحرة حتى ماتوا” (رواه مسلم).

 له انس بن مالک رضى الله عنه څخه روايت دى چې ځيني خلک د پيغمبر عليه السلام ليدولپاره  مدينې ته را غلل؛ نو د مدينې هوا پرې ښه ونه لګېدله او ناروغه شول، د دې لپاره چې درملنه يې وشي پيغمبر عليه السلام ورته وويل: که خوښه مو وې د بيت المال اوښانو ته ورشئ شېدې او بولې يې وخورئ، راوي وايي: دوى د مدينې نه بهر د بيت المال اوښانوڅړځاى ته ولاړل، څه چې ورته ويل شوې ول هغه يې وکړل او روغ شول، بيا يې شپانه ووژل او مرتد شول، پيغمبر عليه السلام ته خبر راغى، خلک يې ورپسې وليږل او را يې ويستل، نو د هغوى لاسونه او پښې يې پرې کړل او سترګې يې ور ړندې کړې لمر ته يې پرېښودل تر دې چې مړه شول، (همداسې دوى د شپانه سره کړې ول).

ابن حجر رحمه الله وايي: دوى د راتلو پروخت ناروغه ول، چې مدينې ته را غلل د دې ښار هوا هم پرې سمه و نه لګيده؛ ځکه پيغمبر عليه السلام ورته امر وکړ چې و لاړشئ او د بيت المال د اوښانو شېدې او بولې و څښئ.

اوس د نوي څېړنو او تحقيق وروسته ډاکټرانو معلومه کړې  ده چې د اوښانو شيدې په نورو موادو سر بېره ويټامن سې هم لري اود سرطان مخنيوى کوي ، دغه راز د انسان کولموپاړسوب مخه هم نيسي او د ډېرو نورو ناروغيو له پاره درمل دي، د اوښانو شېدې د نورو حيواناتو په پرتله غوړ کم لري، د اوښې شېدې 2,9% غوړي لري، د مېښې 7,6% ، د مېږې 5,5% ، د غواوو شېدې ٤،٩% او د وزې شېدې 3,8%، غوړي لري؛ نو له دې امله چې داوښانو شېدې کم غوړي لري  ډېرې ګټوري دي په تېره بيا د وينو کولسټرول ته ډېر ې ګټوري دي،ځيني کارخانې د اوښانو بولې د شامپو سره کاروي چې ويښتانو ته ګټه رسوي،  په دې وروستيو کې د امريکا يوې علمې ورځپاڼې ثابته کړه چې د اوښانو شيدې په سرطان سربېره، دکولمو، او سږې د ناروغيو مخنيوى کوي.

[irp][irp][irp]

که موږ د اوښ پرځانګړتياوو غور وکړو الله تعالى په دې ژويې کې ډېرې په زړه پوري نښې نښانې ايښي دي. اوښ کولاى شي په ٧٠ درجې تودوښه کې ژوند وکړي ، دزياتې ګرمي پروخت اوښ نه خولې کيږي بلګې خولې يې لاندې بدن ته ځي او له هغې نه اوبه جوړيږي ، دغه  راز کولاى  شي په صفر ٤٠ سړوخه  درجه کې ژوندى پاتي شي، د تندي پروخت خوږې او مالګيني اوبه دواړه څښلاى شي، که اوبه نه وي تر يوې مياشتې زيات وخت تېرولاى شي ځکه اوښ داسې شيان خوړلى شي چې نور ژوې يې نه شي خوړلى ،کولى شي ازغي وخوري، وچې پاڼې وخوري او آن هډوکې هم خوړلى شي ، چې کله تږى شي او اوبه نه وي واښه او نباتات خوري او د هغو په اوبو خپله تنده ماته کړي، بولې په راونه توګه کوي او پچې يې د کولو پروخت دومره  وچې وي چې آن کله خو دسونګ وړ وي، دا راز کولى شي د پوزې نه راتلونکې اوبه په سوږمو کې وساتي ، بندې يې کړې او بېرته يې بدن ته وليږي، اوږدې وريځي يې سترګې د لمر له شعاوو څخه ژغوري  او په سحراء کې چې هر ډول باران ، ګرد او طوفانونه يا ګرمې وي ژوند کولاى شي. چې کله ډېره ګرمي شي او د ځمکې پر مخ اوسيدل ناشونې شي اوښ کولى شي تر څلورو ورځو يا يوې اونې پوري له اوبوڅښلو پرته ژوند وکړي او په عادې حالاتو کې چې کار نه کوي اوپه بدن کې يې اوبه وي کولى شي تر لسو مياشتو هم اوبه ونه څښي ، دبدن وېښتان يې کولى شي دى د بيديا له ګرمي څخه و ژغوري ، الله تعالى ورته د ګرځېدلو لپاره داسې الې ورکړې چې تر نورو ژويو ډېر توپير لري، دى په يو وخت د بدن هر برخه بېله بېله ښوروي او په شګه کې داسې مزل کوي چې نور يې نه شي کولى ، لويه خوله لري او په زامو کې ٣٤ ډېرش تېره غاښونه لري چې کولى شي د ځنګل ځناورو څخه د ځان دفاع وکړي.  سبحان الله ! دا هرڅه د الله تعالى ستره خدايي څرګندوي .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب