وزګارخېل

زموږ د ټولنې یو له لویو مصیبتونو څخه وزګاري ده. دلته وزګاري عامه او وزګارخېل

ښه پرېمانه دي. په کلو ، ښارونو ، سړکونو ، د کورونو مخو ته او حتي پوهنتون او
انټرنټ ته هم وزګاري ننوتې او ډېر مصروف خلک یې له ځانه سره له کاره ویستي.

زموږ په ټولنه کې حتی لوستي خلک هم د وګارۍ په بلا اخته دي او د خپل ژوند قیمتي برخه یې ورته ډالۍ کړې، په داسې حال کې چې د هغوی ډېر لږ وخت د ټولنې لپاره ډېره د استفادې وړ ده او ګټه ترېنه پورته کېدی شي. مثلا که څوک په کوم مکتب کې استاذ او یا هم چېرته مامور یا کومه بله داسې وظیفه چې نیمه ورځ پکې کار کوي، ولري، هم هغه خپله پاتې ورځ په داسې څه له دې وزګارخېلو سره تېروي چې استفاده او ګټه خو پرېږده چې د ټولنې لپاره مضر تمامیږي.

د دغو وزګارخېلو له مهمو ځانګړتیاو څخه د ټولنې جریاناتو په اړه ورځنۍ تبصره ده
او دا تبصره عموما له منفي نظر نه څېړل کیږي او هرکار ته بد ویل کیږي. دا
وزګارخېل چې خپله د ټولنې لپاره د مصیبتونو په رامنځته کولو کې د کمپنۍ حیثیت
لري، هرکله د خلکو په فعالیتونو او ټولنې ته په خدمتونو نیوکه کوي او د هېڅ چا
ښو ته هم ښه نه وايي، ځکه چې دوی نه شي کولی د نورو ښه او ټولنې ته خدمت وویني، دوی داسې فکر کوي چې هریو باید د دوی په څېر بې له بېځایه تبصرو نور څه ونه لري.

داسې هم نده چې ووایو؛ دغه وزګارخېل دې خپل وخت په بېځایه تبصرو نیسي، موږ د دغو وزګارخېلو خبرو ته غوږ نه نیسو او خپل کار مخ په وړاندې بیایو. په داسې حال کې چې، دوی په خپلو پوچو خبرو د ټولنې ډېری ځوانان له کاره منع کړي او له خپلې فعالې ټولنې څخه یې لرې ساتلي. یو لوی شمېر ځوانان شته چې د دغو وزګارخېلو دخبرو تر تاثیر لاندې او د لویو کارونو له کولو څخه یې په داسې حال کې منع کړي چې دوی یې په کولو قادر دي.

په هره ټولنه کې هرډول وزګارخېل شته، مثلا؛ په علمي چاپېریال کې ځانته، په کلو
کې ځانته، په ښارونو کې ځانته او حتی اوس نوی نوی دغو وزګارخېلو د انټرنټ نړۍ
ته هم د ننوتو لاره موندې او د ټولنیزو شبکو له لارې خپل عادت پرمخ بیايي. راځﺉ
د وزګارخېلو ډرې مهمې طبقې وپېژنو:

د کلو وزګارخېل:

په کلو کې وزګارخېل ځانته ځنې ځانګړې ځایونه لري او په ځانګړو وختونو کې مختلف کسان تبصرې کوي، د دوی تبصرې عبارت دي له همغو کلیوالو خبرو څخه چې عموما په کلو کې پرې بحثونه کیږي، مثلا؛ که څوک هرلمانځه ته ځي او په خشوع او خضوع سره لمونځ کوي، وايي دی ریا کار دی! که څوک له دوی سره د خپل وخت د ساتنې لپاره ناسته پاسته نه کوي او حتی د دوی له خبرو هم ځان ژغوري، وايي؛ پوک (کبرجن) دی.
همدا ډول په هر کار مقایسه کیږي. دوی د ډېرو ځوانانو لیاقتونه له خاورو سره
خاورې کړي مګر هغه څوک چې خدای پرې رحمېدلی وي او د دوی له دام نه یې وژغوري.

د پوهنتون (علمي ماحول) وزګارخېل:

دا وزګار خېل هم د کلو د وزګارخېلو په څېر په ځانګړو وختو کې په ځانګړو ځایونو
کې راټولیږي او خپلې تبصرې کوي. د دوی تبصرې عموما په دې وي چې که څوک ووايي؛
فلانی ښه درس وايي، دوی وايي؛ هسې خپل ماغزه خوری، هرڅه اندازه لري. که څوک ووايي چې فلانی د اسلامي حرکت فکر لري او غواړي په راتلونکي کې له دې لارې مسلمانانو ته خدمت وکړي، دوی وايي؛ دی له ځانه د فتحی یکن او سیدقطب په څېر شخصیت جوړول غواړي او دا کار یې … هم نه شی کولی. همدا ډول نورې تبصرې چې دوی پرې خپل وخت ضایع کوي او د ټولنې د فساد عامل کیږي. خو د دوی او د کلیوالو وزګارخېلو ترمنځ دومره فرق دی چې دوی نه شي کولی د ډېرو خلکو روحیې ماتې کړي او په خلکو منفی تاثیر وکړي، ځکه چې دوی د خلکو لپاره نمونې وي او په درسونو کې ترټولو شاته پاتې وي.

د انټرنټ وزګارخېل:

دا هغه ډله خلک دي چې خپل وخت په فېسبوک او امثالهم په داسې څیزونو تېروي چې هېڅ مفید نه وي. دوی په فېسبوک کې په څو څو نومونو اکاونټونه لري، بې له دېنه چې خلک وزوروي او تشویش ورته پیدا کړي نور څه نه لري. په داسې حال کې چې له همدغو ټولنیزو شبکو څخه ډېری خلک د دعوت او تبلیغ لپاره ډېره استفاده کوي، حتی د انقلابونو په راوستو کې لوی رول لوبوي خو دوی یې د خپل وخت د ضایع کولو او نورو ته د تشویش د پیدا کولو لپاره استعمالوي چې هم دوی ته او هم ټولنې ته مضر دي، خو یوه خبره ده چې د دوی ضرر بیا له دوو نورو ډلو څخه لږ وي، ځکه څوک ورته ډېر اهمیت نه ورکوي او دوی صرف خپل وخت ضایع کوي او بس.

وزګارخېلو!

وزګارخېلو! تاسو د ټولنې لپاره یو ناسو پرهار یاستﺉ. په ټولنه کې خپل حالت درک
کړي، چې ځانته مو څومره ضرر رسولی او خلکو ته مو څومره!

په ټولنه کې ستاسو حالت ترټولو بد دی، علمي سویه مو له ټولو ټیټه ده. همدارنګه کله چې له پوهنتون او یا نورو علمي کانونو څخه خلاصیږﺉ او ټولنې ته وړاندې کېږﺉ، هغه وخت کې د ډېرو په څېر په خپلو ناوړه کارونو پوهېږﺉ خو بیا هېڅ دافسوس وخت نه وي.

بله دا چې دا لوی ضرر مو ترځانه ندی منحصر، په دې جال کې مو ډېر تنکي ځوانان
رانیولي، په داسې حال کې چې هغوی د ټولنې لپاره ډېر څه کوی شي خو یواځې تاسو یې د لارې خنډ یاستﺉ او داسې یوه اخروي ګناه ځانته کسب کوﺉ. نور مو هم بې شمېره ضررونه لرﺉ چې خپله یې باید درک کړﺉ او له دې حالت نه د ځان ژغورلو په فکر کې شﺉ.

له وزګارۍ نه د اصلاح په لور

راځﺉ دا هرڅه هېر کړو او د یو نوي داسې ژوند چې په هغه کې مو اسلام او ملت ته ګټه رسیږي پیل کړو.

راځﺉ نور دا هرڅه هېر کړو او د فساد نه د اصلاح په لور وخوځیږو او خپله په شله
ټولنه په پښو ودروو.

راځﺉ د خلکو لپاره قدوې شو او دا ښکاره کړو چې موږ دومره همت هم لرو چې خپل داسې دايمي عادتونه پرېښودی شو او د ټولنې د جوړولو مصدر هم ګرځېدی شو.

دا هم نن ورځ داسې یو سوال جوړ شوی چې څه وکړو او په چا پسې ولاړ شو؛ زما په نظر باید د اسلام په تله هرڅوک وتلو او ورپسې ولاړ شو، داسې یې وتلو چې هلته هیڅ ډول، ژبني، تنظیمي او سمتي تعصب نه وي، یواځنی اساس پکې اسلام وي.

چې اوس نه نو کله؟! چې موږ نه نو څوک؟!

ډېر خلک وايي چې پر موږ وخت تېر دی او یا موږ د دې کار د کولو وس نه لرو. دا د
شکسته نفسۍ خبرې دي.

راځﺉ نور دا خبرې هېرې کړو او د ټولنې د جوړولو په لور روان شو.

راځﺉ همدا اوس عزم وکړو چې دا کار به موږ کوو او دا احساس په ځان کې پیدا کړو چې دا زموږ لمړۍ او وروستۍ وظیفه ده او د دې لپاره له ځان سره قوي عزم او کلک تصمیم ونیسو، داسې عزم چې ماته نه قبلوي.

بیا له الله تعالی څخه په دې لاره کې مرسته وغواړو، له هغه زات څخه چې هېڅ کله هم خپل بنده یواځې نه پرېږدي او د هغوی غوښتنې لبیک کوي.

دا هرڅه آسانه او ممکن دي، یو څه ته ضرورت لري چې هغه عزم دی راځﺉ کلک تصمیم ونیسو او د بریا لورته روان شو.

په همدې هیله

لیکوال: زاهد جلالي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب