روژه

د روژې مسایل او احکام – دويمه برخه

په ښکاره روژه خوړل

په دې خبره د ټولو علماوو اتفاق دی چې که څوک روژه نه نيسي او له فرضيت څخه يې هم انکار کوي، هغه له اسلامه   وتلی دی، او که څوک له کوم عذر پرته د رمضان روژه وخوري؛ خو له فرضيت څخه يې انکار نه کوي، هغه مسلمان دی؛ خوسخت ګناهګار دی.

او که څوک له کوم عذر پرته په ښکاره روژه خوري او د ديني شعائرو سپکاوی کوي، هغه فاسق دی، مسلمان خليفه بايد داسې سړی ووژني ترڅو نور خلک په ښکاره روژو خوړلو جرئت ونه کړي. ([1])

 د رمضان روژه پرچا فرض ده ؟

د رمضان روژه په لاندې يادو خلکو باندې فرض ده:

۱-مسلمان .

۲- عاقل .

۳- بالغ .

۴- مقيم.

۴- چې د روژې نيولو ځواک ولري.

۵- چې له موانعو څخه خالي وي (لکه حيض او نفاس).

د روژې شرطونه او ارکان

۱- نيت کول

د هر نېک کار د قبلېدو له پاره نيت کول اړين دی، له همدې امله د احاديثو ډېری کتابونه د نيت په حديث پيل شوي دي، او داچې روژه هم يو عبادت دی؛ نو دې ته هم نيت ضرور دی، که يو څوک ټوله ورځ خوراک او څښاک ونه کړي خوچې نيت يې نه وي کړی روژه يې نه سهي کيږي، البته نيت په دوه ډوله دی: يو دا چې په خوله ووايي او بل دا چې په زړه کې نيت وکړي؛ نو په خوله نيت کول اړين نه دی بلکې که څوک له شپې څخه په زړه کې نيت وکړي چې سبا به روژه نيسم، يا پېشمني ته را ولاړ شي، دا هم نيت دی؛ خو که په ژبه نيت وکړي ډېره غوره ده.

بله دا چې که په رمضان کې څوک د قضايي روژې نيت وکړي او ووايي چې سبا به قضايي يا نفلي روژه نيسم او بيا به د همدې ورځې قضايي بل وخت را وګرځوم، نو سره له دې نيت يې دا ورځ قضايي نه؛ بلکې فرضي روژه ګرځي ځکه چې دا مياشت خدای پاک يوازې د فرضي روژو لپاره ټاکلې ده.

او که چا د شپې له خوا د روژې نيت نه و کړی، نه پېشلمي ته را ولاړ شوی و، او  سهار فکر ورغی چې دا خو نا روا کار دی چې روژه خورم؛ نو کولای شي چې له غرمې نه تر يو ساعت وړاندې پورې نيت وکړي؛ خو په دې شرط چې تر دې وخته پورې به يې داسې کار نه وي کړی چې روژه پرې ماتيږي. ([2])

دغه راز د روژې هرې ورځې ته بايد جلا نيت وشي. ([3])

۲- له خوراک، څښاک او جماع څخه ځان ژغورل.

الله پاک فرمايي: ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّيَامَ اِلَى الَّيْلِ. [البقرة: ۱۸۷]

ژباړه : بيا مو ان تر شپې (ماښام) پورې روژه پوره کړئ.

او د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا وينا چې له خپل رب جل جلاله څخه يې روايت کوي :”. . . زما بنده زما(د امر) له امله خوراک، څښاک او شهوت پرېږدي ” . ([4])

هغه کارونه چې روژه نيونکي ته روا دي

۱- د شپې له خوا خوراک، څښاک او جماع

د الله پاک ددې فرمان له امله: اُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ اِلٰى نِسَاۗىِٕكُمْ. . .  وَكُلُوْا وَاشْرَبُوْا حَتّٰى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْاَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْاَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ. [البقرة: ۱۸۷]

ژباړه: د روژې په شپه له خپلو ښځو سره نژدېوالی (کوروالی) درته حلال شوی . . . او خورئ څښئ ترهغو چې د سبا سپينه کرښه له توري کرښې درته راڅرګنده شي.

۲- د سهار تر اول وخته د پېشمني وروسته کول.

تېر ايت ، او د سهل بن سعد رضي الله عنه دا وينا چې وايي: ما به په کور کې پېشلمی کاوه او بيا به په تلوار نبوي جومات ته تللم چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ وکړم.([5])

له دې حديث څخه دا هم معلومه شوه چې صحابه کرامو به په پېشنمي کې تاخير کاوه او په روژه کې به يې د سهار لمونځ وختي کاوه.

۳- که د ورځې معلومه شي چې رمضان دی، د ورځې نيت کولای شي.

حضرت سلمه بن الاکوع رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشورا په ورځ يو سړی ولېږه چې په خلکو کې اعلان وکړي چې که چا خوراک کړی وي هغه دې روژه پوره کړي او که چا خوراک نه وي کړی هغه دې په خپل حال پاتې شي او خوراک دې نه کوي” ([6])

په ابتدا کې پر مسلمانانو د عاشورا د ورځې روژه فرض وه؛ له دې حديث څخه  دا معلومه شوه چې که چا د شپې له خوا د روژې نيت نه وي کړی او د ورځې څرګنده شي چې دا ورځ د رمضان لومړۍ ده؛ نو له ورځې څخه يې نيت کولای شي.

خو دا په دې صورت کې چې تر هغه وخته يې خوراک، ياڅښاک، يا جماع نه وي کړي او که يې کړي و، بيا هم پرې لازمه ده چې په همدې ورځ تر ماښامه داسې کار ونه کړي چې روژه پرې ماتيږي او بيا به له رمضان وروسته  د همدې ورځې قضايي راګرځوي. ([7])

۴- هغه چې پر ځان کابو لري، له مېرمنې سره لوبي کولای شي.

حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: “رسول الله صلی الله عليه وسلم به په روژه کې له خپلو مېرمنو سره مباشرت (له جماع پرته ساتيری) کاوه او هغه تر هر چا په خپل شهوت کابو درلودی”. ([8])

۵- په سفر کې د روژې خوړل.

حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: حضرت حمزه بن عمرو اسلمي رضي الله عنه به ډېرې روژې نيولې، يوه ورځ يې پيغمبرصلی الله عليه وسلم نه پوښته وکړه ويې ويل يارسول الله ! په سفر کې روژه ونيسم که نه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ” که خوښه دې وي ويې نيسه او که نه, ويې خوره “. ([9])

۶- پوره اودس کول؛ خو په مضمضه او استنشاق کې احتياط کول.

عاصم بن لقيط بن صبره رحمه الله د خپل پلار له خولې په يو حديث کې وايي چې ما يوه ورځ له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه: يارسول الله ! د اوداسه په اړه که معلومات راکړې ! راته يې وفرمايل: پوره اودس کوه، ګوتې خلال کوه او له روژې پرته په نورو وختونو کې په مضمضه او استنشاق (خولې او پوزې مينځلو) کې ښه کوشش کوه” ([10])

د روژې ماتوونکي

هغه شيان چې کفاره او قضا دواړه لازموي

۱- خوراک او څښاک.

د قرآنکريم دا ايت چې وړاندې هم تېرشو: ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّيَامَ اِلَى الَّيْلِ.

او هغه حديث چې يوازې له هېرونکي څخه د خوراک او څښاک وبال پورته شوی و.

۲- جماع.

که چا له سپېدو وروسته له مېرمنې سره د روژې په حال کې کوروالی وکړ، نو که انزال يې شوی وي او که نه وي شوی، روژه يې ماته شوه، قضا به هم راګرځوي او کفاره به هم ورکوي. ([11])

هغه شيان چې روژه پرې ماتېږي او يوازې قضا يې لازميږي

۱- قصداً په ډکه خوله قی کول.

ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : ” چاته چې قی ورپېښ شي او کابو پرې را نه ولي پر هغه قضا نشته او که څوک قصدا او په لوی لاس قی وکړي هغه دې قضا راوړي” ([12])

او که چاته په ډکه خوله قی پېښ شو او د يوه نخود د دانې په اندازه قی يې بېرته تېر کړ، روژه يې ماتيږي. ([13])

۲- حيض او نفاس.

په دې کې فرق نشته چې که د حيض يا نفاس وينه د ورځې په سر کې راشي او که په پای کې، اګر که له ماښام نه يو څو شيبې وړاندې هم راشي روژه يې ماتيږي.

حضرت ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د لوی اختر يا کوچني اختر په ورځ عيدګاه ته روان و پر لاره يې څو مېرمنې وليدلې؛ نو ورته ويې ويل: ايا داسې نه ده چې مېرمن کله حايضه شي؛ نه لمونځ کوي او نه روژه نيسي؟ هغوی وويل: هو همداسې ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: همدا يې ددين نقصان دی.([14])

۳- په زوره پر چا روژه ماتول

که څوک په زور روژې ماتولو ته اړيستل شو، روژه يې ماتيږي؛ خو کفاره پرې نشته يوازې قضا به يې راګرځوي، دغه راز په ډنډ کې د لمبېدو پر مهال که د چا ستوني ته اوبه تيري شي روژه پرې ماتيږي اګر که بل څوک يې په زوره غوپه کړي. ([15])

۴- په لوی لاس (په قصد سره) دود تېرول.

که څوک په قصد سره حلق ته دود ننباسي، روژه يې ماتيږي.([16])

۵- سګريټ يا چلم څکول.

په سګريټ يا چلم څکولو سره هم روژه ماتيږي. ([17])

۶- د پېشمني په وخت کې تېروتل.

که چا په دې شک پېشمنی يوه يا دوه دقيقې وروسته کړ چې ښايي لا به سهار شوی نه وي او وروسته څرګنده شوه چې سهار را ختلی و، هغه دې دا روژه پوره کړي او په بدل کې دې له رمضان وروسته يوه بله روژه ونيسي او کفاره پرې نشته. ([18])

۷- د روژه ماتي په وخت کې تېروتل

که يو چا په دې فکر روژه ماته کړه چې ښايي لمر لوېدلی وي؛ خو وروسته څرګنده شوه چې لمر نه دی لوېدلی، روژه يې ماته شوه، قضا به يې راګرځوي، کفاره پرې نشته. ([19])

دغه راز په لاندې يادو کارونو سره هم روژه ماتيږي:

۸- د غړغړې پر وخت حلق ته اوبه تېرېدل.

۹- مېرمنې سره د لوبو ياښکولولو پر وخت انزال کېدل.

۱۰- يو داسې شی ستوني ته تېرېدل چې په عادتي ډول نه خوړل کيږي، لکه د لرګي ډکی، د اوسپنې ټوټه او داسې نور.

۱۱- په هيره يو شی خوړل او بيا په دې فکر قصدا خوراک کول چې کيدای شي روژه يې ماته شوې وي، په دې سره هم روژه ماتيږي او قضا به يې راګرځوي.([20])

۱۲- په وينټولين يا د سالنډۍ سپرې کارولو سره هم روژه ماتيږي، (وينټولين يو ډول درمل دي چې د سابندۍ ناروغان يې د خولې له لارې د يو ډول فشاري سپرې په مټ کاروي)؛ نو که کوم ناروغ له دې درملو پرته روژه نه شوه نېولای هغه دې روژه وخوري او بيا دې قضا را وګرځوي. ([21])

هغه شيان چې روژه پرې نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي.

۱- غسل کول

د ګرمۍ له امله روژه کې په خوله يا پوزه يخې اوبه ګرځول، لمبېدل او يا پر سر يا بدن لوند ټوکر اچولو سره روژه نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي.([22])

۲- مسواک کارول

د مسواک په کارولو روژه نه ماتيږي.

۳- سرغوړول

که په روژه کې څوک سر غوړ کړي روژه يې نه ماتيږي. ([23])

۴- احتلام

که څوک په خوب کې احتلام شي روژه يې نه ماتيږي. ([24])

۵- خوشبويي کارول

د عطرو په کارولو سره روژه نه ماتيږي. ([25])

۶- د اړتيا پر وخت د خوړو خوند کتل

ابن عباس رضي الله عنهما وايي: که څوک سرکه يا بل کتغ وڅکي؛ نو که ستوني ته يې رسېدلی نه وي، پروا نه کوي.([26])

خو دا په هغه صورت کې چې ډېره اړتيا وي، لکه د يوې مېرمنې خاوند په طبعيت کې تريخ دی، هغې ته روا دي چې دکتغ خوند يوازې په ژبه وګوري. او همدا حکم  نانبای  (ډوډۍ پخوونکی ) ته هم دی.

دغه راز مېرمن کولای شي خپل بچي ته په خپله خوله کې خواړه وژويي داسې چې ستوني ته يې خوند تېر نه شي؛ خو دا په داسې وخت کې چې هلته بل داسې څوک نه وي چې روژه يې نه وي نيولې. ([27])

۷- د سترګو درمل کارول

په سترګو کې درمل اچولو سره روژه نه ماتيږي اګر که په حلق کې يې خوند محسوس شي. دغه راز په سترګو تورولو هم روژه نه ماتيږي. ([28])

۸- د مار يا لړم چيچل

د مار يا لړم په چيچلو روژه نه ماتيږي. ([29])

۹- په هېره سره خوراک يا څښاک کول

حضرت ابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه له مبارکې خولې په يوه وينا کې وايي: که څوک په هېره سره خوراک يا څښاک وکړي؛ نو روژه دې پوره کړي؛ ځکه چې په هېره خوراک يا څښاک د الله پاک له لوري (مېلمستيا) وي” ([30])

دا حکم فرضي او نفلي دواړو روژو ته شامل دی.

دغه راز په څو نورو شيانو هم روژه نه ماتيږي:

۱۰- بې اختياره ستوني ته دود، ګرد يا چينجی ننوتل.

۱۱- بې اختياره قی کول.

۱۲- پېچکاري لګول.([31])

۱۳- غاښونه وينې کېدل خو په دې شرط چې وينه ستوني ته ولاړه نه شي.([32])

هغه شيان چې روژه پرې مکروه کيږي

۱- په روژه کې له مېرمنې سره لوبې کولو، او مچو کولو سره روژه نه ماتيږي؛ خو په روژه کې داسې کول مکروه دي، اوکه په دغه وخت کې انزال شي، روژه يې ماتيږي. ([33])

۲- له عذر پرته د خوړو خوند څکل.

۳- په خوله کې ناړي راټولول او بيايې تېرول.

۴- له ډېرې اړتيا پرته په غاښ کې دوا کېښودل.

۵- د روژې په شپه تر سهاره په جنابت کې پاتې کېدل خلاف اولی دي، ښه داده چې په شپه کې غسل وکړل شي.

۶- رګ وهل (حجامت) په رګ وهلو سره د رګ وهونکي روژه مکروه کيږي.

۶- د غاښونو دوا کارول؛ خو که دوا حلق ته تېره شي بيا روژه فاسديږي.

۸- په غاښونو کې د خوراک ذرې (ميده برخې) پرېښودل.([34])

۹- دغه راز په روژه کې درواغ ويل، په درواغو شاهدي ويل، غيبت کول، چغلخوري، ټګي کول، جګړې کول، په دراغو قسمونه خوړل، فاحش حرکات کول، سپکې خبرې کول، ظلم کول، نامحرمه مېرمنو سره خبرې کول او ورته کتل، سينما ته تلل، دا هغه څه دي چې روژه ورسره مکروه کيږي، ښايي روژه نيونکي په روژه کې په ځانګړي ډول له دې کارونو څخه هم ځانونه وساتي.

 هغه عذرونه چې له امله يې روژه ماتول روا دي

۱- د ناروغۍ د زياتېدا وېره

که يو څوک له روژې نيولو وروسته د ورځې په لړ کې ناروغ شو؛ نو که د روژې له امله يې ناروغي زياتېده يا اوږدېدله، کولای شي روژه ماته کړي او بيا به يې قضا را ګرځوي کفاره پرې نشته، او که په پېچکاري يې درملنه کېدله، بيا دې روژه نه ماتوي. ([35])

۲- د مور يا ماشوم ژوند ته ګواښ

حاملې مېرمنې ته که داسې څه ورپېښ شول چې د هغې يا يې د ماشوم ژوند ته ګواښ و، هغې ته روژه ماتول غوره دي. ([36])

۳- مرګونې تنده رامنځته کېدل

د خوړو پخولو يا بل کوم اړين کار کولو له امله څوک دومره تږی شو چې مرګ ته نږدې شو، هغه دې روژه ماته کړي. ([37])


([1]) الفتاوی الشامي ۲/۱۵۱

([2]) البحرالرائق ۲/۴۵۲، كتاب الصوم، ط: رشيديه

([3])  تبيين الحقائق ۲/۱۴۸

([4]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب فضل الصوم، حديث رقم (1894).

([5]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب تأخير السحور، حديث رقم (1920).

([6])  صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب: إذا نوى بالنهار صوما، حديث رقم (1924).

([7]) مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه.

([8]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب المباشرة للصائم، حديث رقم (1927).

([9]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب الصوم في السفر، حديث رقم (1943).

([10]) سنن أبي داود، كتاب الطهارة، باب: في الاستنثار، حديث رقم (142).

([11]) الفتاوي الهنديه ۱/۲۰۵

([12]) جامع الترمذي، أبواب الصوم، باب: في من استقاء عمدا، حديث رقم (720).

([13]) ردالمحتار علي الدرالمختار ۳/۴۵۰ كتاب الصوم، مطلب في الكفارة.

([14]) صحيح البخاري، كتاب الحيض، باب ترك الحائض الصوم، حديث رقم (304).

([15]) الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۲۲، كتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد و ما لايفسد، ط: دارالكتب العلمية، بيروت.

([16]) ردالمحتار علي الدرالمختار، ۳/۴۲۱، وايضا في جواهر الفقه لمحمدشفيع رحمه الله۳/۵۱۸.

([17]) الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۲ ماخذه: فتاوى محموديه ۱۰/۱۳۸

[18] : مراقي الفلاح، ص: ۳۶۹ ط: قديمي كتب خانه

[19] : جواهرالفقه للشيخ محمدشفيع رحمه الله۳/۵۱۸

[20] : جواهرالفقه للشيخ محمدشفيع رحمه الله۳/۵۱۸

[21] : الدرالمختار ۲/۳۹۵ ط: سعيد

[22] : الفتاوی العالمكيرية ۱/۲۲۰

[23] : الدرالمختار: ۳/۴۲۱ كتاب الصوم، مطلب يكره السهر اذا خاف فوت الصبح، ط: دارالمعرفة، بيروت.

[24] : ايضا.

[25] : الفتاوى القاضيخان ۱/۲۰۸

[26] : مصنف ابن أبي شيبة، كتاب الصيام، في الصائم يتطعم بالشيئ، حديث رقم (9369).

[27] : البحرالرائق۲/۴۸۹، كتاب الصوم، باب ما يفسد و مالا يفسد، ط: رشيديه

[28] : الفتاوی العالمكيريه ۱/۲۲۴، كتاب الصوم ، باب ما يفسد و ما الايفسد.

[29] : ردالمحتار علي الدرالمختار ۳/۴۲۱،كتاب الصوم، ط: دارالمعرفة، بيروت

[30] : صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب الصائم إذا أكل أو شرب ناسيا، حديث رقم (1933).

[31] : رد المحتار۲/۳۹۵-۳۹۶، باب ما يفسد الصوم و مالايفسد، ط: سعيد، وكذافي فتاوی العالمكيريه: ۱/۲۰۳، الباب الرابع فيما يفسد و فيما لايفسد، ط: رشيديه.

[32] : جواهرالفقه ۳/۵۱۹

[33] : البحرالرائق۲/۴۷۶، كتاب الصوم، باب ما يفسد الصوم و ما لا يفسد، ط: رشيديه

[34] : مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه.

[35] : احسن الفتاوى ۴/۴۳۲ د فتاوى عالمګيري په حواله.

[36] : مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه

[37] : مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: