روژې بیان په قرآنکریم کې

په قرآنکریم کې روژه:

د روژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي دخلکولپاره هدایت دی او دهدایت لپاره روښانه دلایل او(دحق اوباطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نوستاسی څخه هرڅوک چي میاشت ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نوله ورپسې ورځوڅخه دی دخوړل شویوورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې داسانۍ اراده لری او پرتاسې دسختۍ اراده نه لری او ددې لپاره چي د روژې شمېرپوره کړئ اوله دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یاد کړی ښایی چي شکراوباسئ (البقره ۱۸۵)

بل ځای په قرانکریم کی راځی:

د روژې په شپوکښې ستاسې لپاره ستاسې دښځوسره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې اوتاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلوځانونوخیانت کوئ خوستاسې توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نو اوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقررکړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څوچي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تورتاره (شپې) څخه ښکاره شی بیاخپله روژه ترشپې پوری پوره کړئ۔۔۔ (البقره ۱۸۷)

د روژې میاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، او داتوری په قران عزیزکی یوځلی دسورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سرکی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولی د کایناتو پنځونکی لوی الله جل جلاله و دې میاشتې ته د رمضان میاشت وویل؟
رمضان د(رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یارمض هغو شګو ته ویل کیږی چي داسی ګرمې او تو دې وې چي پښې سوځی چي دا د ټولو د عربی ژبې د لغت پوهانو په نظر اتفاقی ده، د عربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شوی دی:
رمض النهار(ورځې ډېرګرمېدل)
رمض الشمس (په شګو اونورڅېزونولمرپرېوتل)
رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی دپښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په ډېرګرم ځای کی څرول)
رمض اللامر (دغصې اوقهرنه داورلمبه کېدل)
اوس به درته جوته شوې وې چي د روژې میاشتې ته په دې رمضان وایی چي دا ګناه سوځې او دا توری د جاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔

د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې میاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي دا ګناهونه سوځې او ختموې ئې۔
(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهری)
د همدې حدیث شریف په تائیدباندی شیخ بن حسن طبری او شیخ عبدالقادر جیلانی رحمة الله علیهما وایی چي د روژې میاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی د مسلمانو او شریفانو ګناهونه سوځې او له مینځه ځی۔
(تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)
روژې نیولو ته په قران عزیز کی (صوم) راغلی دی داتوری په قرانکریم کی په مختلفو صیغو سره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) د عربی ژبې د لغت پوهانو(د منجداولسان العرب) لیکوالانو په اند چي وامساک، منع اوبندېدوته وایی او دشرعی په اصطلاح کی (صوم) دسپېدوڅخه ترلمرلوېدو پوری دخوراک، څښاک، جماع اونوروهغولاروڅخه چي دانسان وبدن ته شی داخلیږی، ددې ټولوڅخه ځان منع کولو اوامساک ته (صوم) وایی۔
روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې پورته ذکرشو، اوروژه دهجری سپوږمیزکال نهمه میاشت ده

روژه تر اسلام مخکی هم په مختلفو دورو او مختلفو بڼو سره فرض وه، د بېلګې په ډول سره پر ځینو امتو د هرې میاشتې ایام البیض یاد روښانو شپو(دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم) روژې فرض وې، یهو دو او نصار او د محرم د لسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول او د قران عزیز په دې حکم سره چي روژه د رمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی او د هغو روژو نیولو حکم پر سنتیت باندی پاته شو؛ دا ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د محرم او روښانه شپو روژې نېولې
عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب