د پښتو پنځه یا ګانې (ی)
ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ.
پښتو هغه ژبه ده چې په خپل جوړښت کې پنځه (ی) ګانې لري او د هرې (ی) استعمال په خپل ځای کې خورا مهم دی، خو ځیني کسان بیا (ی) ګانې دومره جدي نه نیسي، چې دا کړنه یې په لیکنه کې لویه تیروتنه ګڼل کیدای شي، که چیرې غواړئ چې لیکنه مو خلک په ښه ډول سره ولولي او غوره مفهوم ترې واخلي، نو پښتو (ی) ګانې زده کړئ او په خپلو لیکنو کې یې وکاروئ:
لومړی: نرمه یا بې ټکو (ی)
دغه (ی) ته نرمه وایي ځیني کسان ورته بې ټکیو (یا) هم وایي دغه (ی) په حقیقت کې له دوو غږونو څخه جوړه شوې ده چې یو خپلواک غږ او بل نیمه خپلواک غږ دی.
دغه (ی) د نارینه مفردو نومونو لپاره کارول کیږي لکه :
سړی، منګی، بچی، زمری، نری، لالی، ختګی، کابلی، بریالی، هراتی ګلالی، ننګیالی، لوی، زلمی، منی، پسرلی، ننګرهاری، کندهاری او داسی نور…
دویم: څرګنده یا معروفه (ي)
دې ته څرګنده یا معروفه (ي) وایي دا یو خپلواک غږ دی د نارینه جمع نومونو لپاره کارول کیږي لکه:
سړي، منګي، لرګي، بچي، احمدي، صمدي، زمري، ختګي، طبي، دوستي، خپلوي، نرسري، جنګي، نیالګي، لښتي، پردي، نظامي، عسکري، وطني، کفري، ځنګلي، حاجي، لازمي، باراني، جنګي، زلمي، جنګیالي، کلتوري، اجتماعي، ابادي، اسلامي، اجتماعي، اخلاقي، سمدستي ، کلتوري، قاچاقي، اقتصادي، منطقي، قوي، تهاجمي او داسې نور…
دریمه: اوږده (ې)
دې ته اوږده (ې) وایي دا یو خپلواک غږ دی زیاتره هغه مفرد ښځینه نومونه چې په زور پای ته رسیدلي وي کاریږي لکه:
شیدې، مستې، پاڼې، پلوشې، خورې، پستې، خوږې، وړانګې، ادې، ډیوې، حملې، کرې، نږدې، پردې، ترخې، کږې، سرې، داسې، مخکې، خاورې، فسلفې، لارې، چې، ستونزې، مناقشې، جګړې، مناظرې، خبرې، ورځې، شنبې، یکشنبې، غونډې، معدې، اغېزې، مېرمنې، وړاندې، ترانې او داسې نور…
څلورم: لکۍ لرونکې یا زورکۍ والا (ۍ)
دې ته لکۍ لرونکي یا زورکی والا (یا) وایي دا هم له دوو غږونو څخه جوړه شوې، یو یې خپلواک واول او بل یې نیمه واک واول. دا (ۍ) په زیاترو مفردو ښځینه نومونو کې راځي لکه:
هګۍ، سپوږمۍ، ډوډۍ، نجلۍ، ګلالۍ، جلبۍ، خولۍ، زمرۍ، هیلۍ، نتکۍ، خورکۍ، دیموکراسۍ، کابلۍ، هراتۍ، نرۍ، توتکۍ، سلګۍ، المارۍ، څوکۍ، ابوظبۍ، ودانۍ، ژوندۍ، لومړۍ، ماڼۍ، زارۍ، افغانۍ، وروستۍ، څپلۍ، پیړۍ، نرۍ، ولسوالۍ، تبۍ او داسې نور…
پنځم: همزه لرونکې (ئ)
دغه (ئ) د امر کولو په وخت کې کاریږي لکه:
دا کار مه کوئ، راځئ، مه کوئ، ورځئ، ګورئ، ولاړئ، پدې لاره مه ځئ، هڅه کوئ ، ویې ګورئ، والوزئ، ولاړئ، حساب ور کوئ، حساب اخلئ، حساب مه منئ، اورئ، راغئ او داسې نور…
لیکنه: ګل ولي ځواک