د فطر صدقی ( سرسايی ) لنډ بيان

دفطر د صدقې معنی :

د فطر لغوی معنی ده روژه ماتول  او د فطر صدقی معنی ده د روژي ماتولو صدقه  اوپه اصطلاح کې دفطرله صدقی نه مراد هغه واجبه صدقه ده چې د روژی  دمبارکې مياشتې په ختميدو اوروژی ماتولو باندې ورکول کيږي .

دفطر دصدقی حکمت او ګټی :

اول داچه کله مسلمان د رمضان روژه ونيسي  نو دده په زړه کې  خوشحالی او د الله (ج) دشکر جذبه پيداشي چه شکر خدايه ستا په فضل مې د رمضان روژه ونيوله  نو دغه صدقه فطر به يوه شکرانه شي د غريبو اوبې وسو به امداد ورباندې وشي  .

دوهم داچه که په روژه کې له سړی څخه څه خطاګانی  شوی وي نو صدقه فطر به د هغه کفاره شي .
دحضرت عباس (رض) نه روايت دی  چه (( رسول الله (ص) دفطرصدقه ددی لپاره مقرره کړی ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو اودبې حيا لغزشونو څخه پاک کړي  او دغريبو بې وسو دخوراک څښاک څه چاره وشي ، نو څوک چه د اختر دلمانځه نه مخکې سرسايه ورکړي  هغه به د قبليدو غزت تر لاسه کړي او څوک يې چې د اختر تر لمانځه ورسته ورکړی هغه به د يوه عام خيرات اوصدقي په شان وي )) . (ابوداود، ابن ماجه )

د فطر صدقې حکم :

د فطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی ،ښځه  او نابالغ باندې واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونو علاوه دومره مال لرونکی وی چه دزکات نصاب ته ورسيږي  داچې پردغه مال باندی زکات واجبيږی او که نه  (مذهب امام  ابوحنيفه ).
د امام شافعی او امام مالک په مذهب  کې که څوک د يو شپی او ورځی د تيرولو توان ولری  صدقه فطر ورباندې واجبه ده .
درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : (( خبر اوسی ! دفطر صدقه پر هر مسلمان باندی واجب ده ،هغه نر وی که ښځه ،آزاد وی که مريی  بالغ وی که نابالغ )) . (ترمذی )

د فطر صدقی د ادا کيدو وخت :

دصدقه فطر دادا کولو وخت خو داختر دلمانځه نه مخکی دی ليکن غوره داده چه داختر څخه دوه څلور ورځې مخکې اداء شي دپاره ددی چه مستحقين په دې سره خپل ضروريات پوره کړي او د اختر لپاره به دوی هم څه برابر کړی وي .
خوضرور ده چه د اختر تر لمانځه مخکې ورکړ شي .

صدقه فطر دکومو خلکو د طرف نه ورکول واجب دي :
په کومو کسانو چه صدقه فطر واجب ده  هغه به د خپل ځان او خپل نابالغه اولاد صدقه فطر ورکوي .
په مور باندې د اولاد صدقه فطر  لازمه نده ، همدارنګه  دښځې او بالغ صدقه فطر پر سړی لازمه نده  که ښځه وس ولری که خپله صدقه پخپله ورکړی ثواب لري او که وس ونه لری نو بيا دهغه خاوند دخپلی بی بی صدقه فطر ورکوي  .

د فطر د صدقی اندازه :

د صدقه فطر اندازه نيم صاع غنم او يو صاع وربشی يا مميز  دی .
صاع د رسول الله ص  په دور کې د پيمانی يو لوښی ؤ ، ورسته چې دغه پيمانه په وزن اندازه شوي ده د فقهاؤ تر منځ يې په مقدار کې څه اختلاف شته .
مولانا شفيع محمد د ډيرو پلټنو او تحقيق ورسته  ثابته کړي چې نيم صاع  پاو کم دوه سيره کيږي
همدارنګه د هند د ندوة العلماء فاضل مولانا مجيب الله ندوي هم نيم صاع پاو کم دوسره بللی .
دغه پاو کم دوه سير د دارالعلوم ديوبندی لخوا څيړل شوي چې نوموړی مقدار له 1.666 کلو ګرام وزن سره سمون خوري
دافغانستان علماؤ له پخوا وختو څخه په مرکزی  مناطقو کې د فطر اندازه خورد کم يو چارک غنم ټاکلی دی چې پدی مناطقو کې رواجی من څلور چارکه او يو چارک ۸ خورده او همدا من له ۷ کلوګرام سره سمون خوری  چې پدې حساب د فطر د صدقی اندازه 1.650کلو ګرام  غنم کيږي .
نو اوس  په ډاډ سره ويلای شو چې د افغانستان ،پاکستان او هند د جيدو علماؤ څيولی مقدار تقريباً سره يو شان دي .
که دوی عشاری خانی يې حذف کړو 1.7 کلو به شي يعنی يو کلو او اوه سوه ګرامه .
چې بيا دغه مقدار د هری منطقی د غنمو په نرخ کې ور ضربيږي .
مثلاً د غنمو د کلوګرام نرخ 22 افغانی وي نو د سرسايې اندازه به 38 افغانی وي

دفطر صدقه چا ته ورکړل شي :

د زکات د مصرف چې کوم ځايونه دی په همغو ځايونو کې صدقه فطر هم ورکول کيږي .
د زکات د مصرف ځايونه

حمدالله شاکري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب