د بل پر ځای حج کول او ثواب بخښل؟

ایصال ثواب څه ته وايي؟

یو مسلمان کولای سي چي د خپلو صالحو عملونو ثوابونه بل ژوندي یا مړه مسلمان ته وبخښي ، د ثواب بخښلو ته ایصال ثواب وایي. د مالي عباداتو یعني صدقو او هم د حج ثواب بل ته بخښل زموږ د امامانو او هم د مالک ، شافعي او نورو امامانو په آند جاېز ګڼل کیږي ، البته د بدني عباداتو لکه لمونځ ، روژه  او د قولي عباداتو لکه د قران کریم تلاوت یا د اذکارو او تسبیحاتو په ایصال ثواب کي د علماوو تر منځ اختلاف دی ، زموږ (د حنفي مذهب) د امامانو په آند د بدني او قولي عبادتونو ثواب هم بل چا ته بخښل کېدلای سي .د بل پر ځای عبادت کول
عبادتونه پر درې ډوله دي یو ډول هغه عبادتونه دي چي په هغه کي هيڅکله نیابت یعني استازیتوب نه صحیح کیږي او بل ډول هغه عبادتونه دي چي په هغه کي هر مهال نیابت یا استازیتوب صحیح کیږي او دریم ډول هغه عبادات دي چي که څوک يې پخپله د اداء کولو څخه عاجزه سي نو بل څوک يې بیا دده په استازیتوب کولای سي .

بدني عبادات لکه لمونځ او روژه که څوک پخپله اداء نه کړي او یا يې پخپله د اداء کولو توان و نه لري بل څوک يې د چا پر ځای اداء  کولای نسي ، ځکه په بدني عبادت کي نیابت او استازیتوب هيڅکله نه صحیح کیږي، د بیلګي په ډول که د چا څخه لمونځونه قضاء سي یا د لمانځه د اداء کولو څخه عاجزه سي بل څوک يې پر ځای لمونځونه نسی کولای چي دده غاړي په خلاصي سي .

مالي عبادت لکه زکات یا اضحیه او نذري صدقه په هر مهال کي نیابت او استازیتوب قبلوي ، یو سړی کولای سي چي خپل زکات او صدقه پخپل لاس اداء کړي او یا يې د خپل نائب او استازي په ذریعه اداء کړي .

حج د دا ډول عبادتونو څخه دی چي هم په مال او هم په بدن اداء کیږي ، نو ځکه په حج کي هم نیابت او استازیتوب صحیح کیږي خو په هغه مهال کي چي څوک يې پخپله د اداء کولو څخه د ټول عمر لپاره عاجز پاته سي ، پر چا چي حج فرض سي نو دی به پخپله د حج فریضه اداء کوي ، داسي نسي کېدلای چي بل څوک خپل نائب او استازی وټاکي او هغه دده پر ځای حج اداء کړي .

په حج کي نیابت او استازیتوب هغه مهال صحیح کیږي چي پخپله يې د اداء کولو څخه د ټول عمر لپاره عاجزه سي ، که پر چا حج فرض سي او حج اداء نه کړي ، او بیا يې پخپله د اداء کولو څخه عاجزه سي نو پر هغه باندي لازمه ده چي بل څوک د خپل نائب په ډول امر کړي ترڅو هغه دده پر ځای حج اداء کړي .

د حج د فریضې د ادایني څخه عاجزه کېدل دوه صورتونه لري یو دا چي پر چا حج فرض سي خو په اداء کولو کي يې ځنډ راولي او د مرګ سره مخ سي يعني د ژوندي پاته کېدو امید او هیله ېې لږ سي نو پر ده باندي لازمه ده چي وصیت وکړي ترڅو بل څوک دده پر ځای دده د مړیني څخه وروسته د حج فریضه اداء کړي .

او بل صورت يې دا دی چي د حج د ادایني په وړاندي يې دايمي مانع او خنډ پیدا سي د بیلګي په ډول د ټول عمر لپاره بندي سي یا ډېر بوډا سي یا ناروغ سي دا ډول ناروغ سي چي کله يې هم د جوړیدو امید کېدلای نسي او نه په دا ناروغي کي حج اداء کولای سي پدې صورت کي هم پر ده باندي لازمه ده چي په بل چا د خپل حج فریضه اداء کړي ، څو هغه دده په ژوند کي یا دده د مړیني څخه وروسته دده پر ځای حج وکړي څو دده د فرضي حج غاړي خلاصي سي .

که پر چا حج فرض سي او د عجر لکبله په بل چا د ځان لپاره حج اداء کړي که عجز يې د ژوند تر پایه دوام پیدا کړ د نائب په حج دده د حج فریضه اداء سوه او که عجز يې دوام پیدا نه کړ بلکي دی پخپله پدې وتوانیدی چي حج يې اداء کولای سوای او هم يې د حج د ادایني وخت وموندی نو بیا د نائب په حج دده د فرضي حج غاړه نه خلاصیږي بلکی پخپله به حج اداء کوي البته د نائب په حج د نفلي حج ثواب ورته رسېدلای سي .

د بیلګي په ډول که عمر قید بندي د بند څخه خوشي سي یا په نه جوړېدونکې ناروغي اخته ناروغ صحت پیدا کړي نو دوی به پخپله د حج فریضه اداء کوي ، نائب چي د دوی پر ځای حج اداء کړی دی په هغه حج د دوی د فرضي حج غاړي نه خلاصیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب