اخلاق

د خلکو احساساتو ته پاملرنه

زمونږ د سپڅلي دین اساسات او بنسټونه په اخلاقي پایو باندې ولاړ دي، او د حضرت محمد صلی لله علیه وسلم د رسالت هغه اساسي او لومړۍ موخه هم دا وه تر څو په بشري ټولنه كې اخلاقی ارزښتونه بشپړ کړي، او د کمال لوړو مدارجو ته یې ورسوي، لکه څرنګه چې صلی الله علیه وسلم فرمایي: انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق
زه د دې لپاره را استولی شوی يم چې لوړ، غوره، او نیک اخلاق بشپړ کړم.
قرانکریم هم د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د لوړو، سترو، او غوره اخلاقو یادونه کوي، او رسول کریم صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي چې ته د سترو اخلاقو درلودونکی یې، د اسلام د سپيڅلي دین د پیغامونو او غوښتنو څخه همدا ده چې تر څو بشري ټولنه یوه نیکمرغه ټولنه وي، له اخلاقي پلوه روغه ټولنه وه، او اسلام د دې لپاره ندی راغلی ترڅو خلک په زحمت او تکلیف كې واچوي، هغوی له ژوند سره تنګ کړي، بالعکس ټوله هڅه يې همدا ده چې د یوه مسلمان دنیا او اخرت باید دواړه ښایسته وي، ریښتنی مسلمان په ټولنه كې یو داسې حساس غړی دی، د نورو خلکو احساسات او مشاعر په پام كې نیسي، او دا چې د نورو خلکو احساساتو درناوی کوی، او د نورو احساسات د خپل شعور او احساس په هینداره كې ګوري، نو ځکه له دې څخه خوند اخلي چې څومره د خلکو د احساساتو درناوی وکړي او هغه جریحه دار یا نارامه نکړي، هغه د یوه ژوند حساس زړه، او ويښ وجدان او ضمیر درلودونکي وي چې ټولی کړنې د همدې ويښ ضمیر، او حساس وجدان په رڼا كې ترسره کوي، نو ځکه د خلکو د احساساتو په پام كې نيولو لپاره لاندی څو ټکي اړين دي.
1. د خبرو کولو اداب په پام كې نیسي
الله تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې له خلکو سره په نرمۍ سره چلند وکړي، په خوږه او نرمه لهجه خبرې وکړي، نو ورته فرمایي: فبما رحمة من الله لنت لهم و لو کنت فظا غلیظ القلب لانفضو من حولک)
نو ته د الله په مرسته او رحمت سره له دوی سره نرمي کونکی وګرځیدې، که ته توند او سخت زړی واى، نو ستا له چاپیره به ټول صحابه خواره واره تللي واى.
مانا دا چې دا ستا د نرمۍ، ترحم، او خوږې لهجې برکت دی چې صحابه کرام درباندې راټول دي، او همدا شان الله تعالی خپلو بندګانو ته دا امر کوي چې خلکو ته نیکۍ او ښې ويناوې وکړي، ابن مسعود رضی الله تعالی وایي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي: بد رد ويل، ښکنځلې کول، لعنت ويل، طعنه ورکول، فحش او سپکې سپورې ويل د مومن له صفاتو څخه ندي.
رسول کریم صلی الله علیه وسلم په خپله د خلکو د احساساتو په پام كې نیولو داسې حکیمانه ويناوې او چلند کړی دی چې په خپله امت ته یوه ښه درس ورکوي.
عكاشه له تا نه وړاندې شو
د بیلګې په توګه په هغه اوږده حدیث كې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې زما د امت څخه اویا زره کسان داسې هم وي چې له حساب او کتاب پرته به جنت ته داخل شي، د عکاشه بن محصن په نامه یو جلیل القدر صحابی له رسول اکرم صلی الله علیه څخه غوښتنه وکړه ترڅو دعا ورته وکړي چې له هغه هم له دې ډلې څخه شي، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: تاسې هم د هغوی له ډلې څخه یاست. په همدی مجلس كې یو بل صحابي هم ورته وویل زما په حق كې هم دا دعا وکړه چې زه هم له دې څخه شم، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې عکاشه له تا څخه ړومبی شو.
همدلته لږ ځنډ کوو، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په څه ډول هغه ځواب وکړ تر څو د هغه احساسات نارامه نکړي، او جریحه دار يې نکړي، ستر عالم قاضی عیاض وایي چې دوهم کس اصلا د دې وړ نه وو چې د هغه ډلې نه وشمیرل شي، او هغه مواصفات چې د دې ډلې په حدیث كې یاد شول، دا کس د هغې درلودونکی نه وو، او دا خو هم ويل شوي دي چې دا کس منافق وو، که هر څنګه وو، خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته ونه ويل چې ته د دې وړ نه يې، ته د دې صفاتو درلودونکی نه یې، ته منافق يې، بلکه ورته يې وویل چې عکاشه په دغه دعا غوښتلو كې له تا څخه مخکې شو.
هیڅ انسان کامل ندی، غلطۍ او اشتباګانې ممکنه ده چې له هرچا څخه سر وخوري، نو دلته د یو چا تر ظرافت، درایت، او هوښیارۍ پورې اړه لري، چې له اشتباه کونکي سره څه ډول چلند وکړي، د هغه په حق كې په بیړه تصرف، تبصره، حکم، پریکړه ونکړي، د موضوع په اړه څومره څېړنه، سپیناوی، ښه ګومان کول، د امکان تر بریده عذر منل، د عفوې لاره غوره او په داسې توګه د مقابل لورې اشتباه اصلاح کول چې هم اشتباه اصلاح شي او هم د هغه احساسات ونه ځوریږي، او بالعکس که په بیړه تصرف، حکم، پریکړه او تبصره وکړي، هغه وګواښي، بد رد ورته ووایي په حقیقت يې د خپلو دوستانو، خواږیو همکارانو او …. سپکه کړېده، چې دا کړنه د اسلامی اخلاقو خلاف عمل هم دی.
راځئ چې دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند كې وګورو:
حاطب په بدر كې ګډون كړى
حا‌طب بن ابی بلتعه هغه صحابی وو چې قریشو ته د یوې میرمنې په مرسته لیک واستولو چې رسول الله صلی الله په دې باندې د برید نیت لري، مخکې له دې چې دا لیک قریشو ته ورسیږي الله تعالی خپل پیغمبر له پېښې څخه خبر کړ، او دریو تنو صحابه وو کرامو ته يې دنده ورسپاره له ترڅو د هغې ښځې لاره تعقیب کړي او لیک ترې واخلي، دوی مخکې له دې چې ښځه مکې ته ورسیږی په لاره كې ښځه ګیړ کړه که ښځې څومره هم ځان منکر کړ، خو بیا يې هم لیک له کوڅیو څخه را وایسته او نوموړیو صحابه وو ترې واخیست، په لیک كې د حاطب له لوري د مکې قریشو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه فلان په اړه خبر ورکړل شوی وو، رسول اکرم صلی الله چې لیک ولید، نو حاطب ته يې وویل چې حاطبه دا څه دي؟ حاطب ورته وویل چې یا رسول الله زما په حق كې بیړه مه کوه! ما دا کار د کوم منافقت له مخې ندی کړی، زه د قریشو په منځ كې یوازی وم، او کورنۍ مې هلته وه، نو ما غوښتل چې په دې کار سره هغوی له ما سره لږ ښه چلند وکړي، او یو تصنعی کار مې وکړ، د کفر او ارتداد له مخې مې دا کار ندی کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې رېښتیا وایي، حضرت عمر رضی الله تعالی وویل چې یا رسول الله ما ته اجازه راکړه چې سر یې ووهم، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې حاطب خو له هغو کسانو څخه دی چې د بدر په غزا كې يې ګډون کړی دی، او الله تعالی بدریانو ته دا وويل چې هرڅه چې کوی الله تعالی تاسو بښنه کړې ده.
په یاد شوې پېښه كې حاطب اشتباه کړې وه، خو دا اشتباه يې په دې نیت نه وه چې د کفر او منافقت په اساس وي، او نه يې دا فکر کولو چې دا به د الله تعالی او د هغه د رسول په حق كې خیانت وي، رسول کریم صلی الله علیه وسلم داسې چلند ورسره وکړ هغه يې په خپله وينا كې ریښتینی وبللو، او د بدر په غزا كې يې د هغه ګډون یادونه يې وکړه، تر دې پورې چې وچولى يې هم ورته تریو نه کړ، او نه يې هغه وګواښلو، او د هغه د احساساتو درناوی يې وکړ، بلکه د ویاړلو کارونو یادونه يې وکړه، دا په خپله امت او د رسول الله د لاری لارویانو ته يو ښه درس دی چې باید دژوند په چارو كې ترې ګټه واخلي.
د مكې په فتحه كې
په همدې اړه یو بل مثال هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند څخه وړاندې کوو، د مکې د فتح په مهال د قریشو سره ډیره زیاته ويره وه چې رسول الله او ملګري به يې څه چلند ورسره وکړي، او په کار هم وه چې اندیښنه يې کړې واى، ځکه چې همدوی وو چې رسول الله او صحابه يې له مکې څخه ایستلو ته اړ کړل، څه ډول شکنجی يې ورکړې، بلال، صهیب، سمیه، یاسر او نور صحابه يې څومره تعذیب کړل، حضرت سعد بن عباده چې د مکې د فتح له قوماندانو څخه وو هغه ته هم د قریشو ظلمونه یادیدل، نو ځکه يې په عربی دا شعر وویلو چې:
الیوم یوم الملحمه ……..الیوم تستحل الحرمه
یعنې نن ورځ د مرۍ پریکولو، وژلو ورځ ده، او نن هغه ورځ ده چې حرام هم په كې حلال دي.
قریشو چې دا شعر واوریدلو نو ډیر وویریدل، او اندیښنه يې نوره هم زیاته شوه، فکر يې وکړ چې ټول به ووژني، او د خپلو ظلمونو د سزا لیدلو شېبې يې شمارلې، نو ځکه یوې شاعرې میرمنې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د شعر په ژبه خپله اندیښنه او ويره څرګنده کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د دې میرمنې شعر واورید، احساس يې کړه چې له حضرت سعد رضی الله څخه څومره ويریدلې دي نو زړه يې ورباندې وسوزید، او ترحم يې ورباندې وکړ، او دا يې هم په پام كې ونیوله چې د دې تر څنګ د حضرت سعد رضی الله عنه احساسات جرحه نکړي، هغه هم ورڅخه خپه نشي، په غوصه نشي، د هغه غرور هم مات نکړي، نو حضرت سعد رضی الله تعالی ته يې وویل چې که تاسو بیرغ خپل زوی قیس بن سعد ته ورکړی، مانا دا چې تاسو دا د بیرغ وړلو تکلیف مه کوی، پریږدی چې ستاسو زوی بیرغ یوسي، نو حضرت سعد په خپله قوماندانۍ هم پاتی شو.
2. د نصېحت کولو په مهال
د مسلمان دښو او لوړو اخلاقو څخه دا هم دي چې یو د بل لپاره د هېندارې حیثیت ولري، که په هغه كې خیر او نیکي وګوري نور یې هم هغې لوري ته هڅوي، او که له هغه څخه کومه کمزوري، خلل، نقص وګوري، نو د هغې د سمون او اصلاح هڅه کوی، چې د عصر سورت هم دا موضوع څرګنده وي چې مسلمانان یو بل ته په حق او صبر توصیه کوي، او څرګنده خبره ده چې هر څوک نصحت ته اړتیا لري، څوک د ژوند په یوه برخه كې او څوک په بله برخه كې، خو خبره دا ده چې د نصیحت کولو هنر او حکمت باید زده کړو، هسې نه چې له جوړونې څخه ورانۍ را منځ ته کړي، د نحصېت کولو چل زده کړي: امام شافعی رحمه الله وایی (چا چې خپل ورورته په پټه كې وعظ وکړ، نو یقینا چې هغه ته نصېحت وکړ او د هغه شخصیت يې وساتلو، او چا چې په ښکاره او د خلکو په مخکی ورته نصېحت وکړ، نو هغه يې وشرمولو، او شخصیت يې را کم کړ)
او هم پوهان وایي چې نصېحت قېمتي خورا ک دی، نو په کارده چې په ښایسته او ښه لوښي كې وړاندی شي.
3. کله نا کله ځان ناخبره ګڼل
د اجتماعي ادابو څخه یو هم په ځینو وختونو كې ځان ناخبره ګڼل، یا سترګې پټول دي، د دې لپاره چې په مجلس كې د چا احساسات جرحه نشي، د عطا بن ابی رباح په نامه یو عالم وایي چې یو څوک را ته د یوې خبرې یادونه کوي، او د هغه د زيږيدو څخه وړاندې مې اوریدلې وي، خو بیا هم داسې غوږ ورته نیسم لکه چې بالکل مې نه وي اوریدلې.
او هم ابوعلی دقاق وایي چې یوه میرمن حاتم ته د یوې اړتیا د پوره کولو په نیت راغله، او د خبرو په مهال يې باد مات شو، نو ډیره زیاته وشرمیده، حاتم وغوښتل چې هغه داسې احساس وکړي چې ما ندي اوریدلي نو ورته يې وویل چې ستا په یوه خبره هم پوه نشوم، زه په غوږو لږ دروند یم، په لوړ اواز يې بیا راته ووایه، نو په دې وخت میرمن ډیر زیاته خوشاله شوه او خپل اصلي حالت ته راوګرځېده او خجالت يې رفع شو، نو حاتم داسې ورته وښوده لکه چې هیڅ يې ندی اوریدلي.
د پورتنیو یاد شویو مطالبو په ړنا كې ويلی شو چې د یوې مسلمانې ټولنې د هر وګړي اخلاق باید ډیر لوړ وي، په کومو شیانو يې چې خپل احساسات نارامه او جرحه کیږی همدا راز د نورو خلکو احساسات هم پام كې ونیسی ترڅو یوه نیک مرغه ټولنه ولرو

 

د خلکو احساساتو ته پاملرنه

يو ستورىمعارف اسلامي اخلاقحماس وردک
زمونږ د سپڅلي دین اساسات او بنسټونه په اخلاقي پایو باندې ولاړ دي، او د حضرت محمد صلی لله علیه وسلم د رسالت هغه اساسي او لومړۍ موخه هم دا وه تر څو په بشري ټولنه كې اخلاقی ارزښتونه بشپړ کړي، او د کمال لوړو مدارجو ته یې ورسوي، لکه څرنګه چې صلی الله علیه وسلم فرمایي: انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق زه د دې لپاره را استولی شوی يم چې لوړ، غوره، او نیک اخلاق بشپړ کړم. قرانکریم هم د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د لوړو، سترو، او غوره اخلاقو یادونه کوي، او رسول کریم صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي چې ته د سترو اخلاقو درلودونکی یې، د اسلام د سپيڅلي دین د پیغامونو او غوښتنو څخه همدا ده چې تر څو بشري ټولنه یوه نیکمرغه ټولنه وي، له اخلاقي پلوه روغه ټولنه وه، او اسلام د دې لپاره ندی راغلی ترڅو خلک په زحمت او تکلیف كې واچوي، هغوی له ژوند سره تنګ کړي، بالعکس ټوله هڅه يې همدا ده چې د یوه مسلمان دنیا او اخرت باید دواړه ښایسته وي، ریښتنی مسلمان په ټولنه كې یو داسې حساس غړی دی، د نورو خلکو احساسات او مشاعر په پام كې نیسي، او دا چې د نورو خلکو احساساتو درناوی کوی، او د نورو احساسات د خپل شعور او احساس په هینداره كې ګوري، نو ځکه له دې څخه خوند اخلي چې څومره د خلکو د احساساتو درناوی وکړي او هغه جریحه دار یا نارامه نکړي، هغه د یوه ژوند حساس زړه، او ويښ وجدان او ضمیر درلودونکي وي چې ټولی کړنې د همدې ويښ ضمیر، او حساس وجدان په رڼا كې ترسره کوي، نو ځکه د خلکو د احساساتو په پام كې نيولو لپاره لاندی څو ټکي اړين دي.

1. د خبرو کولو اداب په پام كې نیسي
الله تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې له خلکو سره په نرمۍ سره چلند وکړي، په خوږه او نرمه لهجه خبرې وکړي، نو ورته فرمایي: فبما رحمة من الله لنت لهم و لو کنت فظا غلیظ القلب لانفضو من حولک) نو ته د الله په مرسته او رحمت سره له دوی سره نرمي کونکی وګرځیدې، که ته توند او سخت زړی واى، نو ستا له چاپیره به ټول صحابه خواره واره تللي واى.مانا دا چې دا ستا د نرمۍ، ترحم، او خوږې لهجې برکت دی چې صحابه کرام درباندې راټول دي، او همدا شان الله تعالی خپلو بندګانو ته دا امر کوي چې خلکو ته نیکۍ او ښې ويناوې وکړي، ابن مسعود رضی الله تعالی وایي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي: بد رد ويل، ښکنځلې کول، لعنت ويل، طعنه ورکول، فحش او سپکې سپورې ويل د مومن له صفاتو څخه ندي. رسول کریم صلی الله علیه وسلم په خپله د خلکو د احساساتو په پام كې نیولو داسې حکیمانه ويناوې او چلند کړی دی چې په خپله امت ته یوه ښه درس ورکوي.

عكاشه له تا نه وړاندې شو
د بیلګې په توګه په هغه اوږده حدیث كې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې زما د امت څخه اویا زره کسان داسې هم وي چې له حساب او کتاب پرته به جنت ته داخل شي، د عکاشه بن محصن په نامه یو جلیل القدر صحابی له رسول اکرم صلی الله علیه څخه غوښتنه وکړه ترڅو دعا ورته وکړي چې له هغه هم له دې ډلې څخه شي، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: تاسې هم د هغوی له ډلې څخه یاست. په همدی مجلس كې یو بل صحابي هم ورته وویل زما په حق كې هم دا دعا وکړه چې زه هم له دې څخه شم، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې عکاشه له تا څخه ړومبی شو.همدلته لږ ځنډ کوو، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په څه ډول هغه ځواب وکړ تر څو د هغه احساسات نارامه نکړي، او جریحه دار يې نکړي، ستر عالم قاضی عیاض وایي چې دوهم کس اصلا د دې وړ نه وو چې د هغه ډلې نه وشمیرل شي، او هغه مواصفات چې د دې ډلې په حدیث كې یاد شول، دا کس د هغې درلودونکی نه وو، او دا خو هم ويل شوي دي چې دا کس منافق وو، که هر څنګه وو، خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته ونه ويل چې ته د دې وړ نه يې، ته د دې صفاتو درلودونکی نه یې، ته منافق يې، بلکه ورته يې وویل چې عکاشه په دغه دعا غوښتلو كې له تا څخه مخکې شو.هیڅ انسان کامل ندی، غلطۍ او اشتباګانې ممکنه ده چې له هرچا څخه سر وخوري، نو دلته د یو چا تر ظرافت، درایت، او هوښیارۍ پورې اړه لري، چې له اشتباه کونکي سره څه ډول چلند وکړي، د هغه په حق كې په بیړه تصرف، تبصره، حکم، پریکړه ونکړي، د موضوع په اړه څومره څېړنه، سپیناوی، ښه ګومان کول، د امکان تر بریده عذر منل، د عفوې لاره غوره او په داسې توګه د مقابل لورې اشتباه اصلاح کول چې هم اشتباه اصلاح شي او هم د هغه احساسات ونه ځوریږي، او بالعکس که په بیړه تصرف، حکم، پریکړه او تبصره وکړي، هغه وګواښي، بد رد ورته ووایي په حقیقت يې د خپلو دوستانو، خواږیو همکارانو او …. سپکه کړېده، چې دا کړنه د اسلامی اخلاقو خلاف عمل هم دی. راځئ چې دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند كې وګورو:

حاطب په بدر كې ګډون كړى
حا‌طب بن ابی بلتعه هغه صحابی وو چې قریشو ته د یوې میرمنې په مرسته لیک واستولو چې رسول الله صلی الله په دې باندې د برید نیت لري، مخکې له دې چې دا لیک قریشو ته ورسیږي الله تعالی خپل پیغمبر له پېښې څخه خبر کړ، او دریو تنو صحابه وو کرامو ته يې دنده ورسپاره له ترڅو د هغې ښځې لاره تعقیب کړي او لیک ترې واخلي، دوی مخکې له دې چې ښځه مکې ته ورسیږی په لاره كې ښځه ګیړ کړه که ښځې څومره هم ځان منکر کړ، خو بیا يې هم لیک له کوڅیو څخه را وایسته او نوموړیو صحابه وو ترې واخیست، په لیک كې د حاطب له لوري د مکې قریشو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه فلان په اړه خبر ورکړل شوی وو، رسول اکرم صلی الله چې لیک ولید، نو حاطب ته يې وویل چې حاطبه دا څه دي؟ حاطب ورته وویل چې یا رسول الله زما په حق كې بیړه مه کوه! ما دا کار د کوم منافقت له مخې ندی کړی، زه د قریشو په منځ كې یوازی وم، او کورنۍ مې هلته وه، نو ما غوښتل چې په دې کار سره هغوی له ما سره لږ ښه چلند وکړي، او یو تصنعی کار مې وکړ، د کفر او ارتداد له مخې مې دا کار ندی کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې رېښتیا وایي، حضرت عمر رضی الله تعالی وویل چې یا رسول الله ما ته اجازه راکړه چې سر یې ووهم، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې حاطب خو له هغو کسانو څخه دی چې د بدر په غزا كې يې ګډون کړی دی، او الله تعالی بدریانو ته دا وويل چې هرڅه چې کوی الله تعالی تاسو بښنه کړې ده. په یاد شوې پېښه كې حاطب اشتباه کړې وه، خو دا اشتباه يې په دې نیت نه وه چې د کفر او منافقت په اساس وي، او نه يې دا فکر کولو چې دا به د الله تعالی او د هغه د رسول په حق كې خیانت وي، رسول کریم صلی الله علیه وسلم داسې چلند ورسره وکړ هغه يې په خپله وينا كې ریښتینی وبللو، او د بدر په غزا كې يې د هغه ګډون یادونه يې وکړه، تر دې پورې چې وچولى يې هم ورته تریو نه کړ، او نه يې هغه وګواښلو، او د هغه د احساساتو درناوی يې وکړ، بلکه د ویاړلو کارونو یادونه يې وکړه، دا په خپله امت او د رسول الله د لاری لارویانو ته يو ښه درس دی چې باید دژوند په چارو كې ترې ګټه واخلي.

د مكې په فتحه كې
په همدې اړه یو بل مثال هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند څخه وړاندې کوو، د مکې د فتح په مهال د قریشو سره ډیره زیاته ويره وه چې رسول الله او ملګري به يې څه چلند ورسره وکړي، او په کار هم وه چې اندیښنه يې کړې واى، ځکه چې همدوی وو چې رسول الله او صحابه يې له مکې څخه ایستلو ته اړ کړل، څه ډول شکنجی يې ورکړې، بلال، صهیب، سمیه، یاسر او نور صحابه يې څومره تعذیب کړل، حضرت سعد بن عباده چې د مکې د فتح له قوماندانو څخه وو هغه ته هم د قریشو ظلمونه یادیدل، نو ځکه يې په عربی دا شعر وویلو چې: الیوم یوم الملحمه ……..الیوم تستحل الحرمه یعنې نن ورځ د مرۍ پریکولو، وژلو ورځ ده، او نن هغه ورځ ده چې حرام هم په كې حلال دي. قریشو چې دا شعر واوریدلو نو ډیر وویریدل، او اندیښنه يې نوره هم زیاته شوه، فکر يې وکړ چې ټول به ووژني، او د خپلو ظلمونو د سزا لیدلو شېبې يې شمارلې، نو ځکه یوې شاعرې میرمنې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د شعر په ژبه خپله اندیښنه او ويره څرګنده کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د دې میرمنې شعر واورید، احساس يې کړه چې له حضرت سعد رضی الله څخه څومره ويریدلې دي نو زړه يې ورباندې وسوزید، او ترحم يې ورباندې وکړ، او دا يې هم په پام كې ونیوله چې د دې تر څنګ د حضرت سعد رضی الله عنه احساسات جرحه نکړي، هغه هم ورڅخه خپه نشي، په غوصه نشي، د هغه غرور هم مات نکړي، نو حضرت سعد رضی الله تعالی ته يې وویل چې که تاسو بیرغ خپل زوی قیس بن سعد ته ورکړی، مانا دا چې تاسو دا د بیرغ وړلو تکلیف مه کوی، پریږدی چې ستاسو زوی بیرغ یوسي، نو حضرت سعد په خپله قوماندانۍ هم پاتی شو.
2. د نصېحت کولو په مهال
د مسلمان دښو او لوړو اخلاقو څخه دا هم دي چې یو د بل لپاره د هېندارې حیثیت ولري، که په هغه كې خیر او نیکي وګوري نور یې هم هغې لوري ته هڅوي، او که له هغه څخه کومه کمزوري، خلل، نقص وګوري، نو د هغې د سمون او اصلاح هڅه کوی، چې د عصر سورت هم دا موضوع څرګنده وي چې مسلمانان یو بل ته په حق او صبر توصیه کوي، او څرګنده خبره ده چې هر څوک نصحت ته اړتیا لري، څوک د ژوند په یوه برخه كې او څوک په بله برخه كې، خو خبره دا ده چې د نصیحت کولو هنر او حکمت باید زده کړو، هسې نه چې له جوړونې څخه ورانۍ را منځ ته کړي، د نحصېت کولو چل زده کړي: امام شافعی رحمه الله وایی (چا چې خپل ورورته په پټه كې وعظ وکړ، نو یقینا چې هغه ته نصېحت وکړ او د هغه شخصیت يې وساتلو، او چا چې په ښکاره او د خلکو په مخکی ورته نصېحت وکړ، نو هغه يې وشرمولو، او شخصیت يې را کم کړ) او هم پوهان وایي چې نصېحت قېمتي خورا ک دی، نو په کارده چې په ښایسته او ښه لوښي كې وړاندی شي.
3. کله نا کله ځان ناخبره ګڼل
د اجتماعي ادابو څخه یو هم په ځینو وختونو كې ځان ناخبره ګڼل، یا سترګې پټول دي، د دې لپاره چې په مجلس كې د چا احساسات جرحه نشي، د عطا بن ابی رباح په نامه یو عالم وایي چې یو څوک را ته د یوې خبرې یادونه کوي، او د هغه د زيږيدو څخه وړاندې مې اوریدلې وي، خو بیا هم داسې غوږ ورته نیسم لکه چې بالکل مې نه وي اوریدلې. او هم ابوعلی دقاق وایي چې یوه میرمن حاتم ته د یوې اړتیا د پوره کولو په نیت راغله، او د خبرو په مهال يې باد مات شو، نو ډیره زیاته وشرمیده، حاتم وغوښتل چې هغه داسې احساس وکړي چې ما ندي اوریدلي نو ورته يې وویل چې ستا په یوه خبره هم پوه نشوم، زه په غوږو لږ دروند یم، په لوړ اواز يې بیا راته ووایه، نو په دې وخت میرمن ډیر زیاته خوشاله شوه او خپل اصلي حالت ته راوګرځېده او خجالت يې رفع شو، نو حاتم داسې ورته وښوده لکه چې هیڅ يې ندی اوریدلي. د پورتنیو یاد شویو مطالبو په ړنا كې ويلی شو چې د یوې مسلمانې ټولنې د هر وګړي اخلاق باید ډیر لوړ وي، په کومو شیانو يې چې خپل احساسات نارامه او جرحه کیږی همدا راز د نورو خلکو احساسات هم پام كې ونیسی ترڅو یوه نیک مرغه ټولنه ولرو

حماس وردک

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: