اسلامي کیسې

د حضرت حمزه رضی الله عنه مېړانه

حارث تیمي رضی الله عنه وایي: د دبد په غزا کې حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه پر خپل بدن د “شتر مرغ” د وزر نښه لګولې وه، یو مشرک پوښتنه وکړه چې: دا څوک دی؟ چا ورته وویل: دا حمزه بن عبدالمطلب دی، مشرک وویل: ښه! هغه دادی چې زموږ په وړاندې یې لویې کارنامې تر سره کړي دي!؟ [اخرجه الطبراني قال الهیثمي ۶/۸۱]

عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه وایي: د بدر له پیښې وروسته یوه ورځ امیه بن خلف پوښتنه رانه وکړه وېل د بدر په ورځ یې چې په سینه د شتر مرغ وزر ټومبلی و هغه څوک و، ما ورته وویل: هغه د رسول الله صلی الله علیه کاکا (حمزه) و، امیه وویل: همده زموږ په وړاندې لویې کارنامې تر سره کړي دي. [عند البزار قال الهیثمي ۶/۸۱ رواه من طریقین في احد هما شیخه علی بن الفضل الکرا بیسی ولم اعرفه وبقیة رجالمه رجال الصحیح والاخری ضعیفة ۱ هــ.

جابر بن عبدالله رضی الله عنه وایي: د احد په ورځ چې خلک له میدان نه را ستانه شول پیغمبر صلی الله علیه وسلم حضرت حمزه ونه لید؛ نو پوښتنه یې وکړه، یو سړي وویل: هغه ما له هاغه ونې سره ولید چې ویل یې: زه د الله او روسل زمری یم، بیا یې وویل: اې الله! ابو سفیان او ملګرو یې چې کومې فتنې را وړي زه ستا په وړاندې ترې بېزاره یم او مسلمانانو چې کومه ماتې وخوړه ددې هم بخښنه غواړم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم هماغه ځای ته ورغی لومړی یې په تندي سترګې ولګیدې؛ نو په ژړا شو؛ خو چې یم یې ورته وکتل د حمزه رضی الله عنه غوږونه او پوزه غوڅ شوي وو؛ نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سلګو شو او ویې ویل: کفن شته؟ یو انصازي پاڅېد یوه وړه ټوټه یې پرې وغوړوله، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: حمزه به د قیامت به ورځ د الله په وړاندې د ټولو شهیدانو سردار وي. [اخرجه الحاکم ۳/۱۹۹ قال الحاکم هذا حدیث صحیح الاسناد ولم یخرجاه وقال الذهبی صحیح.

مأخذ: د صحابه وو رضی الله عنهم ژوند.

User Rating: 4.65 ( 1 votes)

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: