د حضرت حنظلة (رض) بهادري

داحد په غزا کي حضرت حنظلة رضي الله عنه  د اوله سره شريک نه وو په رواياتو کي راځي ، چي ده نوى واده کړى وو او دغه يې اوله شپه وه. د واده په سهار کي دغسل کولو له پاره ناست وو سر يې پريولى ، چي ناببره د مسلمانانو د شکست اوازه خپره سوه ده مبارک دومره طاقت ونه کړاى سو ترڅو غسل وکړي ، نو په همدې غسل ځني پاته سو او توره يې راواخيسته د جنگ پر لور روان سو او پر کافرانو يې حمله وکړه او همداسي د کافرانو په منځ کي ليکي استلې  او مخته روان وو ، چي په همدغه د جنگ په وخت کي د کافرانو له خوا شهيد کړل سو.

لکه څنگه چي معلومه ده که پرشهيد باندي غسل نه وو واجب سوى نو هغه همدغسي  د شهادت په کالو کي دفن کيږي نو دد سره يې هم دغسي وکړه. خو نبي کريم (صلي الله عليه وسلم ) وليدل چي ملا ئيکي ده ته غسل ورکوي ، نو نبي کريم (صلي الله عليه وسلم ) ارشاد وفرمايه اوصحابۀ کرامو ته يې د حضرت حنظلة رضي الله عنه دغسل کولو وويل ، چي ورته ملايکي غسل ورکوي  حضرت ابو سعيد ساعدي  رضي الله عنه فرمايي ، چي ما د نبي عليه السلام  دغه ارشاد مبارک واورې دی نو ولاړم او د حضرت حنظلة رضي الله عنه سر مبارک ته مي لاس وروړۍ د هغه د سر مبارک څخه اوبه څڅېدلې نبي کريم  صلي الله عليه وسلم چي کله د احد څخه راغلي نو تحقيق يې وکړئ او ورته معلومه سوه چي پر هغه باندي د جنابت غسل اوښتي وو. دا هم يوه ستره بهادري ده ، چي بهادر سړي ته پخپله اراده کي دومره وخت ځنډ کول لا خوښ نه دي چي غسل وکړي.

لیکونکی: محمد فیصل اخندذاده

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب