انتخابات او د مشروعیت شالید یې

 

آیا رایه ورکول د شهادت په مانا کېدای شي؟

د کفري دموکراسۍ پلویان او ځیني دولتي – حکومتي ملایان په خپلو خبرو او استدلالونو کې انتخابات له شهادت سره پرتله کوي او د دې لپاره چې داسې شیطاني نظام ته مشروعیت وبښي او طاغوتي سیستم فعال وساتي نو هغه دلایل او نصوص چې د شهادت په اړه راغلي دي؛ په ډېره سپین سترګۍ هغه نادیده نیسي او وايي چې که مو په ټاکنو او انتخاباتو کې ګډون و نه کړ نو داسې مثال لري لکه شهادت مو چې کتمان کړی وي او د یوې لویې ګناه مرتکب شوي یاست.

( وَلا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ)(البقرة:۲۸۳)

ژباړه: شهادت مه پټوئ،او هر څوک یې چې پټوي زړه یې ګناهکار دی.

د دغه استدلال په توضیح کې باید وویل شي چې: آیا انتخابات د زعامت د غوراوي لپاره اسلامي سیستم دی که د بشر په لاس د نظام لپاره اصل؟

په دې کې شک نشته چې انتخابات د واک او څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د دموکراسۍ یو سیستم دی او د انسان په لاس جوړه شوې پروسه ده.او چې ریښه یې وپلټې نو انساني هوا او هوس سره ګډ مشترکات لري.او قرآن دې ته «جاهلیت» او هواپرستي وايي او داسې یې تعبیروي: {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ} [مائدة:۵۰ ]

ژباړه: آيا د الله تعالی له قانون څخه په سرغړونې سره د جاهلیت د قانون په لټه کې دي.

{ أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَٰهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍ..} [جاثيه: ۲۳]

ژباړه: نو آیا تا کله د هغه چا په حال باندې غور کړی دی چې خپل نفسي خواهش یې خپل خدای او معبود وګرځاوه؟ او الله له علم سره،هغه په ګمراهۍ کې وغورځاوه.

په قرآن کې د شهادت لپاره ایمان او عدالت دوه اساسي شرطونه ګڼل شوي دي چې د غیر مؤمن او غیر عادل سړي شهادت، د صریحو نصوصو له مخې نه منل کېږي او اعتبار نه لري.

{وأشهد ذوى عدل منكم} [ طلاق:۲] – او دوه تنه(سړي) داسې چې عادلان وي له خپل منځ نه شاهدان ونیسئ.

د دغه آیت له مخې شاهدان باید : مؤمنان،عادلان، او نارینه وي. او د شرعې له مخې عادل هغه څوک دی چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتي او پر صغیره هغو هم تر ډېره اصرار و نه کړي.

او یو بل مهم اصل چې اسلام یې د شهادت په اړه لري دا دی چې د دوو ښځو شهادت د یوه سړي د شهادت په اندازه دی. او په ځينو مواردو کې؛ لکه حدود،قصاص او … ښځه د شهادت حق نه لري.

{وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء…} [بقرة:۲۸۲]

ژباړه: بیا له خپلو نارینه و دوه تنه پرې شاهدان ونیسئ او که دوه سړي نه وي نو یو سړی او دوې ښځې دې وي،چې که یوه یې هېره کړي نو هغه بله به یې ور په زړه کړي.دا شاهدان دې له داسې خلکو څخه وي چې شاهدي يې ستاسې په منځ کې قبلېدونکې وي.

اوس به له هغو مفتیانو او حکومتي ملایانو څخه وپوښتو چې د اسلام په جامه او لباس کې طاغوتي او شیطاني نظامونو ته مشروعیت ورکوي او دلایل ورته تراشي:

ستاسو یو دلیل دا دی چې رایه ورکول او په ټاکنو یا انتخاباتو کې ګډون کول په اصل کې شهادت ورکول دي،نو آیا د شهادت شروط په دغو انتخاباتو کې په پام کې نیول کېږي او نیول شوي دي؟

تاسو خپله پوهېږئ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایه ورکولو د کارت اخیستوونکو او د کاندیدانو(نوماندانو) لپاره کوم کوم شرایط ټاکلي؟ آیا هغه شرایط د رایه ورکوونکي او کاندید لپاره د عدالت سپارښتنه کوي؟

یو شرط یې دا دی:

دا چې د هېواد هر وګړی چې په جرایو باندې محکوم نه وي د ګډون او شرکت کولو حق لري!

کوم جرایم!؟ هغه چې د دموکراسۍ په چوکاټ کې د نورو په حقونو باندې تعدی او تېری کول دي؟

دموکراسي خو وايي که یو چا د الله تعالی له احکامو څخه سرغړونه وکړه نو دا یو شخصي عمل دی او جرم نه ګڼل کېږي.

آیا فاسق،فاجر،لوچک،لنډغر،غل او ان په مخدره توکو باندې معتاد کسان د رایه ورکولو حق نه لري؟

آیا کفار لکه هندوان،کمونیستان،سیکولران او… د رایه ورکولو حق نه لري؟

دا څه ډول شهادت او څه ډول عدالت دی!؟

آیا دا اوس چې په افغانستان او نړۍ کې انتخابات او ټاکنې کېږي په دې کې د ښځې د شهادت لپاره شرعي موازین د اعتبار وړ دي او په پام کې نیول کېږي!؟

آیا د دوه ښځو رایه، په یوې رایه حسابېږي؟ او آيا که دغه شرعي اصل نقض شو نو هغه ته د ښځې د حق د تلف کېدو په سترګو کتل کېږي؟

زموږ توصیه د غرب او سیکولریزم د نظام عاشقانو او مینانو ته دا ده:

تاسو خپله په دې ښه پوهېږئ چې : ستاسو هدف په هره وسیله او له هرې لارې چې وي د قدرت او واک ترلاسه کول دي او یا هم د ځینو وکیلانو او نوماندانو د کمپاین له لارې د څو ډالرو او افغانیو ترلاسه کول دي، نو تاسو ته به ښه وي چې خپل اهداف له نورو لارو څخه ترلاسه کړئ او ورته ورسېږئ،د خپلې هوا او هوس لپاره آیتونه مه تحریفوئ او د شرعي نظام نصوص د طاغوتي نظام په مشروعیت بښلو کې مه کاروئ او مه یې ګډوئ! ځکه د قرآن له نظره ستاسو دا کار لوی منافقت دی او بس.

{ يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلاً بَلِيغًا } [نساء:۶۳-۶۴]

ژباړه : په هغه وخت کې به دوی تا ته په قسم خوړلو راځي او وايي به چې: په خدای قسم دی چې موږ خو بې له ښېګڼې نور څه نه غوښتل او موږ دا غوښتل چې د دواړو تر منځ روغه جوړه راشي.الله پرې پوهېږي چې د هغو په زړونو کې څه دي.له هغو سره غرض که کوه،پوه یې کړه او داسې نصیحت ورته وکړه چې د هغو په زړونو کې ځای ونیسي.

ژباړه او زیاتونه: ابن مبارک احمدزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب