د اولادونو روزنې ته پاملرنه وکړئ کنه نو…

په افغانستان کې له زده کوونکو سره دوه ستر ظلمونه کېږي، چې زما په اند د بښلو نه دي، يو په قرآن کریم کې په مفته توګه کاميابول يعنې چې هيڅ قرآن کريم له مخې هم نه شي ويلی او د قرآن کريم په مضمون کې کامياب کړل شي او بل د ژبو په برخه کې چې د پښتو ژبو سيمو ځوانان هيڅ دري نه وي زده او په دري کې کاميابېږي او همداسې بر عکس.

کله چې پوهنتون ته لاړ شي هلته هم ورته د اسلام د ځينو برخو فلسفې ويل کېږي، او د اسلام په ډېرو اساسي احکامو او موضوعاتو يې سر نه خلاصېږي او آن يوه غټه فيصدي خو ترې لا بوی هم نه وړي. لکه څنګه چې دلته قرآن کريم لوستل او يا هم د اسلام د اساسي او يا لومړنيو موضوعات تدريس په نصاب کې نه وی، نو ځکه په دې مرحله کې هم ځوان له اسلام سره يواځې هومره آشنا وي د څومره په اړه چې په امتحان کې پوښتل کېږي.

په جومات کې د قرآن کريم د زده کړې نصاب په خپل پخوانی شکل تدرېسېږي او د نورې اسلامي نړۍ په ډول د قرآن کريم د زده کړې له نويو ميتودونو څخه هيڅ ډول استفاده نه کوي، د کوتک په زور ماشومانو ته قرآن کريم ور زده کول کېږي، سره ددې چې دا په آسانه او ښکلې شېوه سره چې ماشومان خپله په خپل شوق او منډو جومات ته لاړ شي او قرآن کريم زده کړي هم ډېره شونی ده او کېدی شي.

د جرمني ميشتي ستر داعي عبدالرحيم ګرين په اړه مې اورېدلي و، چې هغه په جومات کې د کوچنيو ماشومانو سره خپله د منډې مسابقه او ګڼ شمېر نورې لوبې کوي، تر څو يې له جومات سره آشنا کړي او ماشومان خپله د ټاکل شوي وخت په رارسېدو سره جومات ته په منډو شي.

همدا ډول يو دوست راته کيسه کوله، چې په پېښور کې د دارالحفاظونو لپاره له حفاظو د عربانو لخوا ازموينه اخستل کېده نو کله به يې چې له کوم حافظ څخه پوښتنه وکړه، چې که ماشوم د درس پر مهال شوخي کوله نو څه به پرې کوئ نو حافظ به ويل چې پوه به يې کړم، نو ممتحن به پوښتنه وکړه، چې که بيا هم پوه نه شو؟ نو هغه به وويل چې په لښته به يې سم کړم، نو وایي هغه به یې رخصت کړ، همداسې يې په سلګونو حافظانو کې څو کسه پيدا کړل، چې لښته يې ياده نه کړه او هماغه یې بالآخره په دنده وګومارل.

زمونږ په ټولنه کې همدا حال دی، چې د وهلو استادان ډېر لرو اما د پوهولو کم، که مو د وهلو پر ځای له پوهولو کار واخيست نو بيا آسانه ده، چې وکړی شو، ماشومان له کوچنيوالي د دين زده کړې ته وهڅوو. متاسفانه دلته که کوم ماشوم د جماعت پرمهال جومات ته راغلی وی او يوه کوچنۍ خندا يې وکړه او يا يې هم منډه ووهله نو د ټول جومات خلک پرې سترګې را وباسي چې ولې يې داسې ستره شوخي وکړه او په دې ډول يې د ماشوم احساسات دومره وځپل چې هغه ته بيا د جومات د نوم له يادېدو سره د هغو خلکو غوصه وريادېږي او په دې ډار کې وی چې ګوا کې په کوم غير عادي حرکت سره يې د جومات سپین ږيري ونه وهی.

نيويارک ټايمز اخبار خبر خپور کړی دی، چې يو افغان ځوان چې د کابل طبي پوهنتون څخه هم فارغ شوی دی، عيسوی شوی دی، نيويارک ټايمز ليکلي، چې ياد ځوان په پاکستان کې مېشت و او بيا د اروپا په لور په قاچاقي توګه د ایران، ترکيې او يونان له لارې جرمني ته رسېدلی دی.

په جرمني کې د مېشتېدا پر مهال يې د کډوالو په کمپ کې وخت تېر کړی دی او له ياد کمپ څخه د عيسوي مبلغينو د لیدنې او عيسويت ته د هغوی لخوا د تشويق وروسته عيسوي شوی دی، نوموړي څه موده وروتسه د جرمني حکومت ته د تابعيت د ترلاسه کولو اسناد وړاندي کړي دي خو د هغوی لخوا رد شوي دي او بېرته افغانستان ته را لېږل شوی دی.

له دې ځایه پاکستان ته تللی او په پاکستان کې يې د عيسويت اسناد سکن کړي او فلش کې يې اچولي دي، چې څوک يې ونه ګوري خو څه موده وروسته یې اوښي ور څخه فلش غوښتی او ده هم ورکړی، په داسې حال کې چې له ده څخه هېر و، چې په فلش کې يې د عيسويت اسناد دي، خو اوښي يې د عيسوي کېدو خبره له کورنۍ سره شريکه کړې او چې راغلی دی نو له وهلو او ټکولو وروسته یې په کوټه کې بندي کړی دی، د شپې له کوټې تښتېدلی دی او کابل ته راغلی، په کابل کې يې د کوچنيوالي يو ملګري سره په يو پټ ځای کې په زېرزميني کې مېشت دی، پلار يې ورپسې ګرځي او وایي که يې پيدا کړی بې له مرګه يې نه پرېږدي.

خو پلار يې د تربيې پرمهال هېر کړي و، چې د عصري علومو تر څنګ بايد زوی يې په خپل دين هم ځان پوه کړي او د طب ترڅنګ دې اسلامي علوم هم ولولي تر څو خپل دين د پټو سترګو پر ځای په علمي او خلاصو سترګو ومني، نه دا چې په ميراثي ډول.
مشکلات له هغه کوچنيوالي پيدا شوي دي، چې په کوچنيوالي کې ماشومان له خپل دين سره په رښتيني معنی اشنا کولی نه شي، که په کوچنيوالي کې ماشومان په داسې سرګرميو مصروف کړی شي، چې له هغې لارې يې له خپل دين سره مينه پيدا شي نو يقینا چې بيا د عمر په لوړېدو هيڅکله د دين څخه د لرې والي په لور حرکت نه شي کولی.

منم چې زمونږ ټولنه اسلامي ټولنه، اسلامي عادات، احکام او اخلاق په کې په ډېره فيصدۍ سره حاکم دي، خو دا ناممکنه ده، چې ټول ځوانان دې همېشه په همدې ټولنه کې و اوسېږي، ځوانان کېدی شي له دې ټولنې څخه فاصله واخلي او د بل دين ټولنې ته لاړ شي، چې هلته بيا ورته د ديني آزادۍ او هر ډول فحشاء او اخلاقو آزادي وي او کوم سرحد ونه لري، نو يقینا، چې بيا يې د ګمراه کېدو احتمالات ډېرېږي.

د تحصيل په نامه هند ته يوه ډله افغان ځوانان لاړل او هلته د عيسوي مبلغينو لخوا د هغوی باطل دين ته وهڅېدل، چې بالآخره ورسره عيسويان شول او آن د پېغمبر صلی الله عليه وسلم او قرآن په حق کې يې ډېرې سترۍ بې حرمتۍ ترسره کړې، لامل يې څه و؟

تر ټولو ستر لامل يې د خپل حق دين په اړه ناپوهي وه، ځکه چې دين يې په ميراثي ډول خپل کړی و نه په علمي او عملي ډول، په اسلامي ټولنه کې اوسېدلی و خو د نورو افرادو په تقليد نه دا چې خپله په خلاصو سترګو د خپل دين تمرين وکړي.
د نورې نړۍ د باطل دين پيرو ځوانان نن سبا په زرګونو او ډلې ډلې د اسلام په لور را مات دي، لامل يې دا دی، چې غواړي خپل دين په شعوري توګه انتخاب کړي نو بالآخره د شعوري انتخاب پر مهال ګوري، چې نه په عيسويت کې د ژوند کومه لار شته، نه په يهوديت کې نه په بودائيت کې او نه هم په کوم بل دين کې.

په پای کې دې ته مجبورېږي، چې خپله هغه ورکه چې هم په کې د دې دنيا لپاره د ژوند کړنلاره وي او هم د هغې دنيا لپاره هماغه دين انتخاب کړي او د مسلمانېدو اعلان وکړي، که پخوا يې هرڅومره بد اخلاق او جنايتونه ترسره کړي وي خو د اسلام او سلام دين ته په را تګ دومره کلک مسلمان شي، چې آن ميراثي مسلمانان هم ورته حيران وي، چې له دوی هم مخکې لاړ شي.

اوسمهال په داسې حال کې چې نړۍ د يو کلي بڼه غوره کړې ده او يو انسان کولی شي، په څو ساعتونو کې په اروپا او څو ساعته وروسته په اسيا، امريکا، استراليا او … کې وي نو په همدې اساس کولی شي، چې په يوه ورځ کې د څو دينونو پيرو ټولنې تجربه کړی او د هغو ټولنو افراد وکړی شي، چې ددې شخص دين چلنج کړي او يا يې هم د خپل دين په ډېرو اساسي برخو کې وننګوي، نو په دې وخت کې انسان دوه لارې لري يا به د هغه شخص په خبرو قناعت کوي او د هغه دين به ورسره منې او يا به هم له خپل دين څخه په داسې بڼه دفاع کوې، چې د مقابل لوري قناعت پرې حاصل شي او که هغه اسلام ته را ونه بلې نو دومره وکړی شي، چې خپل ځان ترې خلاص کړي.

په اروپايي هېواد کې مېشت يو ځوان راته وويل، چې دلته په راتګ راسره ځيني عيسوي مبلغينو سره مخ شوم او د اسلام په اړه يې داسې پوښتنې وکړې، چې ما پخوا د هغو په اړه اورېدلي هم نه و، نو بالآخره دوه لارې مې لرلې يا به مې د هغوی خبره منله او يا به مې هم په عقلي او له دليل سره هغوی ته ثابتوله چې د اسلام دين حق او د هغوی دين باطل دی نو ځکه مې ورڅخه وخت وغوښت چې ستاسو د سوالونو ځوابونه درته پيدا کړم، په انټرنېت کې مې اصلاح انلاين ويب پاڼه پیدا کړه او هغوی ته مې ټول هغه ځوابونه ورکړل چې د اسلام په اړه يې کول، نو بالآخره يې له غم څخه خلاص شوم او بيا يې له ماسره بحث کولو ته زړه ښه نه کړ.

همدا ډول په امريکا کې مېشت يو بل ځوان هم همدا ډول کيسه کوي، چې د امريکا په يوه ښار کې يې کوټه د اوسېدو لپاره په کرايه ونيوله د کليسا څخه عيسوي مبلغين راغلل او کليسا ته ورتګ لپاره یې دعوت کړم، ما هم ورته يوه او بله ورځ کول بالآخره مو سره بحث پيل کړ، نو ما له مخکې څخه ټولې هغه نيوکې چې په اسلام وې او يا پرعيسويت شوې وې دواړه لوستلې وې نو ځکه مې د اسلام په اړه د هغوی ځوابونه ورکړل او د عيسويت په اړه مې چې له هغوی څخه داسې پوښتنې وکړې چې ځوابول يې ورته سخت و نو د کليسا له مشر سره يې مباحثې ته وبللم، نو کله چې مې له هغه څخه پوښتنې وکړې نو وخت يې وغوښت او بالآخره بیا مې د هغه کليسا د مشر څو ځل پوښتنه وکړه، خو راته يې وويل چې هغه شتون نه لري.

نو که غواړو، چې ماشومان او يا راتلونکی نسل مو د نورو دينونو لخوا تر چلنج لاندې رانشي او په داسې يو حالت کې قرار ونه لري، چې د هغوی تر تاثير لاندې راشي او دروغجن دينونه يې ورسره ومني، نو بايد له همدا اوسه لاس په کار شو او خپلو اولادونو ته داسې روزنه ورکړو، چې د خپل کم تر کمه د خپل دين د اساسي برخو په اړه پوره معلومات ولري.

په افغانستان کې اوسمهال د زده کړې فيصدي يا هم د سواد کچه لوړه شوې ده، نو په دې اساس شايد داسې کمې کورنۍ وي، چې په کور کې يې يو باسواده شخص شتون ونه لري، نو که د پيسو د ترلاسه کولو په موخه په خپلو ماشومانو عصري زده کړې کوئ نو د ابدي ژوند او آخرت ترلاسه کولو لپاره بايد ديني درس هم په کور کې ولرو، خپله کورنۍ وروزو او له دين سره يې اشنا کړو.

د اسلام او عيسويت (چې اوسمهال د اسلام سره د مقابلې لپاره تر ټولو دينونو عيسوي مبلغين ډېر کوښښ کوي) په اړه بايد خپل اولادونه پوه کړی شي او لږ تر لږه بايد هغه عامې او مشهورې نيوکی چې عيسويان يې په اسلام کوي بايد ور زده کړل شي، بايد هغوی وپوهول شي، چې د اسلام د دين د پيروۍ په وخت کې له کومو ګواښونو سره مخ کېږي او دوی بايد ورته څه ځواب ولري، هغوی ته بايد وويل شي، چې عيسويت ولې باطل شوی دين او د بطلان اساس یې څه دی، ولې مونږ د اسلام پيروي کوو او د نورو دينونو د پيروۍ څخه ځان ساتو؟

دا او دا ډول نورې ډېرې هغه پوښتنې دي، چې بايد ځوابونه يې خپلو اولادونو ته ور زده کړو، که مو نن ورسره دا پوښتنې او د هغوی ځواب په خپله مطرح نه کړل نو سبا به یې ورسره نور مطرح کړي چې بيا به يې د ځوابولو پرمهال په دوه لارې کې پاتې وي، چې خپل دين راټينګ کړي، د بل باطل او د هر ډول بې بندوباريو پرمخ خلاص دين خپل کړي او کنه سيکولر او بې دينه شي چې هيڅ ډول دين منلو ته چمتو نه وي.

نو که غواړئ، چې له خپله ځانه وروسته داسې اولاد د رسول الله صلی الله عليه وسلم امت ته وړاندې کړئ، چې هغه د درياب د ځګ په شان وي چې هيڅ ډول فايده ونه لري نو د اولادونو د اسلامي روزنې په وړاندې بې تفاوته پاتې شئ او که غواړئ چې له ځانه وروسته داسې اولاد پرېږدئ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي چې زه مې د خپل امت په ډېروالي افتخار کوم نو بيا يې داسې وروزوئ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په پيروۍ او امتيت افتخار وکړي، په خلاصو سترګو يې ومني او د منلو ترڅنګ يې د نورو د رابللو لپاره همېشه په هڅه کې وي.

عبدالرزاق حبيبي

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب