د بدلون لار

ستاينې هغه ذات لره چې انسان يې د ځمكې پر سر خپل خليفه وټاكلو او درود او سلام د دواړو كونو پر سردار صلي الله عليه وسلم چې فرمايي: الحكمة ضالة المؤمن، فاذا وجدها فهو احق بها( ابن ماجه)
ريښتيا هم چې حكمت د مومن ورك شوي څيز دي او چيرته يې چې ومومي نو همدى يې تر ټولو ډير وړ دى.

علم او تكنالوژي د ننني عصر هغه ضروري اړتياوي دي چې پرته له هغو څخه هيڅ ملت د پرمختګ لوړو پوړو ته نه شي رسيدلاي او هغه ملتونه بريالي وي چې د اقبال په وينا خپل تقدير په خپل لاس وليكي:

خدا آن ملتى را سرورى داد
كه تقديرش بدست خويش بنوشت
با آن ملت سر وكارى ندارد
كه دهقانش براى ديگرى كشت

موږ مسلمانان هغه ملت يو چې الله تعالي د ځمكې د خلافت وعده ورسره كړې خو افسوس چې موږ چيرې او دا مقام چيرې! نن مسلمانان پداسې وضعيت كې واقع دي چې د يوې مړى ډوډۍ لپاره يې هم نورو ته سترګې نيولې دي، د ډيرې خواشينۍ ځاى خو لا دا دى چې ډير ټيټ همته كسان په دې ځان غولوي ” چې دا دنيا خو د كافرانو لپاره ده نو دوى كه د ځمكې سرداري كوي او له علم او فن څخه برخمن دي نو خير دى څو ورځې دي تيرې به شي او مسلمانان خو آخرت لري” او بيا دغې مفكورې ته دينې بڼه هم وركوي، دغه غوليدلي كسان دې ته نه ګوري چې نو ولې په ورځ كې پينځه ځله په لمانځه كې دعا كوو چې :
ربنا آتنا في الدنيا حسنة و في الاخره حسنه
دوى دې ته پام نه كوي چې الله د ځمكې لپاره لومړنى خليفه آدم عليه السلام وټاكه او بيا وروسته په هر دور كې د مصلحو بنده گانو په لاس د باغيانو را پرځول اللهي قانون دى.

كه چيرې داسې نه واى نو فرعون ته ولې موسى مامور كړاى شو او نمرود ته ابراهيم ؟ د نوح عليه السلام د كښتى جوړولو هنر او د داوود عليه السلام د اوسپنې څخه ګټه اخيستل موږ ته څه پيغام لري؟

دغه علم او ټكنالوژي چې نن لويديځ پرې وياړي زموږ پرونى ميراث دى چې دوى را نه لوټ كړى دى ، زمونږ د آندلس په لويو پوهنتونو كې اروپايانو د طب ، الجبر ، هندسې …. زده كړه د دغې ادعا لپاره غوره ثبوت دى.

دا ټولو ته جوته ده چې كله په اسلامي ختيځ كې د علم لمر را ختلى وو، لويديځ د ناپوهۍ په تيارو كې شپې تيرولې. زموږ ابوعلي سينا، جابر بن حيان، البيروني، محمد بن موسى ، طبيب زكريا رازي ، د هغه استاد علي بن ريان …. څوك را نه پټولاى شي.

زموږ دين د نورو منسوخو اديانو پر خلاف هيڅكله هم انسان ټنبلۍ او كاهلۍ ته نه رابلي. الله تعالى فرمايي:
و اعدو لهم ما استطعتم من قوه….

پدې ځاى كې هر ډول قوت ته اشاره شوې ده، هغه كه په نظامي ډگر كې وي، كه په علمي، فرهنګي، اجتماعي، سياسي، اقتصادي او نورو ډګرونو كې .
دا چې نن مسلمانان په داسې كمزورتيا كې شپې سبا كوي، علت يې د خپل هويت هيرول او د هدف نه ليرې كيدل دي.

د الله تعالى سنت هيڅكله پدلون نه مومي او چا ته له آسمان څخه ډوډى هم نه راغوځوي.
الله تعالى فرمايي:
ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغيرو ما بانفسهم.
نو موږ مسلمانانو ته به الله تعالى هله د ځمكې خلافت راكوي چې لاندې دوې ځانګړتياوې په ځان كې را پيدا كړو.

1. په كامله توګه د الله تعالى د دين تابع شو، لكه چې الله تعالى فرمايي: وعد الله الذين آمنو منكم و عملو الصلحات ليستخلفنهم فى الارض كما استخلف الذين من قبلهم و ليمنن لهم دينهم الذي ارتضى لهم و ليبدلنهم من بعد خوفهم امنا.

2. په ځان كې دا وړتيا پيدا كړو چې په علمي، اقتصادي، نظامي، سياسي او نورو ډګرونو كې د ځمكې چارې په لاس كې واخيستلاى شو.

د پيامبر صلى الله عليه وسلم او راشده خلفاوو دور زموږ لپاره پدې لاره كې بل مشال دى .
نو د نن ورځې هر ځوان ته اړينه ده چې خپل ايمان په الله جل جلاله باندې ټينگ كړي او د تير برم په لاس ته راوړلو كې هيڅ مشروع لارې څخه مخ وانه ړوي
موږ په ډيره ورورسته پاتې ټولنه كې ژوند كوو نو د دې لپاره چې په خپله ټولنه كې رغنده بدلون راولو نو په هره برخه كې داسې علمې كدرونو ته اړتيا لرو چې د پياوړي وظيفوي صلاحيت تر څنګ پوخ ايمان صالحيت ولري

هدايت الله حميدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب