د طب او دين په رڼا کې دبې خوبۍ درملنه

بې خوبي له خوب څخه محرومېدل دي…. او يا خو د خوب كولو توان نه درلودل دي، يا خو په شپه كې په مكرر ډول د خوب پرې كېدل دى.

بې خوبي په امريكا او اروپا كې يوه بېساري خپره شوې ځليزه (پديده ) ده، چې په اړه يې زيات شمېر كتابونه او مقالې هم ليكل شوې دي، ډاكتر ايفريټ په خپله مقاله كې چې په (American Journal of Medicine )مجله كې خپره شوېده ويلي دي: د بې خوبۍ ستونزه په امريكا كې يو له هغو زياتره شكايتونو څخه ده چې د ډاكترانو په كتنځايونوكې په زياته كچه خبرې پرې كيږي.. د خلكو درېيمه برخه خلك له دې پديدې څخه شكايت كوي، چې دوى خوب نلري، لدې كبله خلك مصنوعي خوب راوستونكي يا (hypnotic) او ارام راوړونكي دارودرمل په زياته كچه استعمالوي.

په امريكا كې د (Hypnotic) او ارام راوستونكو درملو په اړه پروفيسور ډيلي په يوه طبي مجله (Primary Care) كې داسې وايي: په امريكا كې په بې خوبۍ اخته كسان مخ په ډېرېدو دي چې (9%) يې ځوانان، او له (35%) څخه زياتو د پاخه عمر په درلودونكو كې وجود لري.
نوموړى پروفيسور په خپله مقاله كې بل ځاى زياتوي چې: په امريكا كې د بې خوبۍ پديده بايد بې اهميته او كمه ونه ګڼل شي، دلته په امريكا كې 40% بالغان او 40% د پاخه عمر خاوندان د مصنوعي خوب راوستونكي او اراموونكي درمل او ګولۍ په منظم ډول استعمالوي.

د بې خوبۍ لاملونه څه دي؟

  1. اندېښنه، تشويش او په ځان فشار راوړل: چې دا د بې خوبۍ يو لوى عامل دى… لكه څنګه چې په Manual of Fitness كتاب كې راغلي: ښايي چې پرځان زيات فشار راوړل ددې لامل شي چې په عمومي ډول بې خوبي رامنځته كړي، پرځان فشار راوستل نه يوازې بې خوبي رامنځته كوي، بلكې د اندېښنې او ډاروونكو سوچونو لامله بې خوبي پرځان فشار راوستل لا نور هم زياتوي، په ځانګړي توګه هغه څوك چې زيات اندېښمن وي.
    اندېښنه څو اسباب لري: هغه اندېښنه چې سبب يې د ورځې په اوږدو كې د ناوړه خبرونو اورېدل وي، او يا يې سبب فقر وي.. چې انسان د خپل رزق په غم كې وي. او يايې سبب ثروتمندي وي.. چې انسان د خپلو پراخه كارونو او پروژو په اندېښنه كې وي. او يا يې سبب د واده مشكلات وي… او ياخو د واده كولو توان نه درلودل وي… او يا يې لامل د ژوندانه غمونه او پرېشانۍوي، او يا يې سبب خوښۍ او خواشينۍ وي… خو مسلمان انسان د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا قول درك كولاى شي چې فرمايي: احفظ الله يحفظك ، احفظ الله تجده تجاهك ، إذا سألت فاسأل الله ، وإذا استعنت فاستعن بالله .. واعلم أن الأمة لو اجتمعت على أن ينفعوك بشيء لم ينفعوك إلا بشيء قد كتبه الله لك .. ولو اجتمعت على أن يضروك بشيء لم يضروك إلا بشيء قد كتبه الله عليك ..
    پدې سره مسلمان د خوشالۍ او اطمنان احساس كوي، او خپل امور او كارونه يوازې او يوازې د اسمانونو او ځمكو پرخالق د توكل كولو په رڼا كې ترسره كوي.
  2. او د اندېښنې دوهم سبب د بدن ناروغتيا ده لكه د ګېډې، ملا او مفاصلو دردونه سردردي زياته ګرمي او داسې نور، چې پدې حالت كې د اساسي مرض په درملنې سره د اندېښنې درملنه هم كېداى شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: اې د الله بندګانو د خپلو ځانونو درملنه وكړئ، بېشكه چې الله هېڅ داسې مرض نه دى پيدا كړى چې علاج يې نه وي، پرته له يو مرض څخه چې هغه د بوډاتوب مرض دى.
  3. له خوب څخه مخكې سپك او خفيف خواړه خوړل: چې پدې وخت كې خواړه خوړل د هاضمې د سختوالى سبب كيږي چې اندېښنه رامنځه كوي، ځينې وختونه خلك پدې وخت كې زيات مشروبات څښي او يا ډېر خواړه خوري، چې دا هم د اندېښنې سبب كيږي. بيارفلوشير وايي: درېيمه برخه انسانان وختي مري، دا ځكه چې دوى كافي خواړه نلري او بل ثلث يې (چې هدف يې ترې لويديځوال دي، خو ددې تطبيق په ټولوهغوخلكوكېداى شي چې د غربيانو په څېرژوند كوي او اسلامي تګلاره په خپلو خوړو كې نه پلى كوي) مخكې له وخت څخه مري، دا ځكه چې دوى له خپلې لازمې اندازې څخه زيات خواړه خوري. خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په خوړو كې له اندازې څخه زيات مړښت او اشباع څخه خلك منع كړي دي. فرمايي: موږ داسې قوم يو ترڅو چې وږي نشو، خوراك نه كوو، او كله چې خوراك كوو، له اندازې څخه زيات ځانونه نه مړوو.
  4. تدخين: دا يوه روښانه خبره ده چې په تنباكو كې د نيكوټين موجوده ماده ددماغ لپاره يوه مثيره او پاروونكې ماده ده. چې ښايي د اندېښنې او تشويش سبب شي. ډېرى علماوو د تدخين د تحريم په اړه فتواګانې وركړې دي، پدې خاطر چې د جسم لپاره يو نه جبيره كېدونكى زيان او ضرر دى، د وينې د غوټه او پرنډ كېدو او د زړه د پړسوب لامل دي، او يا په ينه كې سرطان پيداكوي، او يا خو په ينه كې د مزمن التهاب سبب كيږي….
  5. مخدره مواد او نشه كوونكي څيزونه: پدې كې هېڅ شك نشته چې د شرابو څښل په خوب باندي منفي اغېزه كوي او ګډوډ پكې راولي، لكه څنګه چې د شراب څښونكي خوب له ناوړه او ناكرارو خوبونوڅخه ډك وي، چې وخت په وخت راويښيږي خو د مخدره موادو د معتاد حالت له دې څخه هم بدتر وي.
  6. له خوب څخه څه شيبه مخكې د قهوې او يا چاى څښل: دا يو روښانه حقيقت دى چې د ماښام له اوو بجو څخه وروسته د قهوې او يا چاى څښل د زياتره خلكو د اندېښنې او تشويش لامل كيږي. ډاكتر رجسټين په خپله مقاله كې چې په (American Journal of Medicine) كې خپره شوې ده ويلي دي: د دوه پياله قهوې او يا چايو اغېز له 12 څخه تر 20 ساعتونو پورې دوام كوي، او دوه پيالې نسكافې قهوه (چې له 150 – 200 مليګرامه كافې څخه جوړيږي) له خوب څخه مخكې څښل خوب ډېر نارامه كوي.
  7. شورماشو او غورېږ: ځېنې داسې خلك شته چې د شاوخوا شورماشوراو غورېږ له كبله خوب نشي كولاى.
  8. د شپې پرمهال په الوتكه كې سفر او كار كول: چې زياتره پيلوټان او د الوتكې خدمتګاران دا كار ترسره كوي.
  9. مصنوعي خوب راوستونكي درمل: د مصنوعي خوب راوستونكو درملو استعمال زياتره د وينې د نوعيت پر ګډوډۍ تاثير كوي، چې ځينې وخت د ورځې په اوږدوكې د خوب او نعاس سبب كيږي.
  10. جسمي كارونه نه كول: زياتره هغه خلك چې په دفترونوكې دندې ترسره كوي او يا بدني او سخت كارونه نه كوي، زيات اندېښمن وي.

د اندېښمنو خلكو لپاره لس ګوني وصيتونه:

(Family Medicine Reference Book) كتاب اندېښمنو خلكو ته په لاندې لارښوونو د عمل مشوره وركوي:
1. د ورځې په اوږدوكې څه ناڅه (په پښو وګرځه)، پداسې ډول چې د خوب پرمهال د ستړيا احساس وكړې، ښايي چې له خوب څخه مخكې لانور هم په خپلو پښو وګرځې ځكه چې دا د لا ښه خوب په كولو كې مرسته كوي.
2. د شپې له خوا قهوه او يا چاى مه څښه، څه ناڅه جوش شيدې وڅښه، شيدې داسې يوه ماده لري چې د خوب په كولو كې مرسته كوي.
3. خپله ماښامنۍ ډوډۍ مه ناوخته كوه، كوښښ وكړه چې له خوب څخه لږترلږه درې ساعته مخكې خپله ډوډۍ وخورې. له هغو غوړو خوړو څخه ځان وژغوره، چې هضم يې زيات وخت ته اړتيا لري.
4. كوښښ وكړه چې د (شاور) پرځاى يو تازه (حمام) وكړې، ځكه چې په تړمو اوبوكې غځېدل عضلات سستوي شخوالى او توتر له منځه وړي.
5. له خوب څخه مخكې څه ناڅه مطالعه وكړه.
6. د خپل خوب لپاره منظم پروګرام جوړ كړه او سهار وختي له خوب څخه پاڅېږه.
7. د شپې په اوږدو كې خپل ځان له ډېر ګرموالي او يا ډېر يخوالي څخه وساته… د استوګنې د ځاى د حرارت درجه معتدله وساته.
8. كله چې د شپې راوېښ شې، كوښښ وكړه چې يو څه ولولې.
9. له خوب څخه مخكې بايد له هرډول تدخين او سګرټو څخه ډډه وكړې.
10. په چټكتيا سره د نه وېده كېدو په صورت كې بايد له ډار او اندېښنې ځخه ځان لرې وساتې، بلكې د اوږد غځېدو هڅه وكړه.

عسل… او اندېښنه:
ډاكتر اولډفيلډ په خپل (Honey For Health) نومي كتاب كې وايي: د پاخه عمر درلودونكو ته د اندېښنې ددرملنې په اړه زما توصيه په لاندې ډول ده:
يوه پياله تړمې اوبه او يوه لويه قاشوقه عسل بايد پكې حل كړاى شي.
ډاكتر تسانډر وايي: د ګبين او د تړمو اوبو له محلول پرته د طبيعي خوب لپاره هېڅ برابروونكې ماده نشته.

د اندېښنې پرمهال مسلمان بايد ووايي:
ځينې خلك د ( يو… دوه…. يو…. دوه) ويلو مشوره وركوي، چې په استمر اري ډول بايد تكرار كړاى شي، دې خلكو ته موږ وايوچې: د الله ذكر له دې هرڅه بهتره او اراموونكى دى، ځكه چې الله تعالى فرمايي: (اْلَابٍذٍكرِاللهِ تَطمَئٍنُّ القُلُوب).

تعلیم القرآن رادیو

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب