په اسلام کې د اولاد روزنه

۱- اولاد دخدای جل جلاله ستر انغام وګنی اودهغه په پیداکېدو خوشحاله شی چه خدای (ج) ستاسو ته دخپل بنده دروزنی توفېق درکړ اوداوخت یی درګړ چه تاسی ورسته له ځانه دخپل دېن دنېا جا نشېن پرېږدی .
۲- اولاد هېڅکله قتل او ضاېغ نه کړی دمور په ګېډه کی ېا ورسته تر پېداکېدو دحماقت ،بی احتېاطی ېا فقر او اقتصاد له وجی چه دغه ډول عمل بدترېن سخت زړېتوب دی قرانکرېم په دی اړه لارښونه کوی : قَد خَسرالّذينَ قتلوااولادهم سفهاً بِغير علم (الانعام).
هغه کسان په بی اندازی زېان کی دی چاچی خپل اولاد په نا پوهی کی دخپل حماقت له امله وواژه . همدارنګه بل ځای فرمایی :
وَلاَتَقتلواأ ولاَدَكم خَشيَةَ إملاَقٍ نَحن نَرزقهم وَ إياَّ كم إنّ قَتَلَهم كاَنَ خِطاً كَبِراً (بني اسراءل ).
اوخپل اولاد دفقر اولوږی له وېری مه وژنی ،مونږ به هغوی ته هم روزی ورکوو او تاسی ته یی هم درکوو،رښتېا داده چی داولاد وژل ډېره لوېه ګناه ده .
۳- له زېږېدو ورسته کوچنی ولمبوی په ښی غوږ کی آذان او په ګېڼ غوږ کی یی اقامت ووایی .کله چه حضرت حسېن وزږېد نو نبی صلی الله علېه وسلم دهغه په غوږونوکی آذان اواقامت وواېه (طبرانی ).
همدارنګه له آذان اواقامت ورسته په کوم نېک سړی ېا ښځه خرما وژوی او دکوچنی له تالو سره یی ولګوی او دخېروبرکت دوعا ورته وکړی.
دحضرت عاېشی رضلی الله عنها رواېت دی :چی نبی صلی الله علېه وسلم ته به کوچنېان راوړل کېدل ،هغه به ژول شوی خرماوی په خوله کی ورکول اودخېربرکت دوعا به یی ورته کوله .(مسلم ).
۴- په اوومه ورځ عقېقه وکړی دهلک له لوری ېو یا دوه ګډوری (څیرلی ) دنجلی له لوری ېو ګډوری حلال کړی ،همدارنګه به دکوچنی وېښتان کل کړی اوله وزن سره سم سره ېا سپین زر خېرات کړی ،او په همدی اوومه ورځ یا داووکلونو په عمر کی دننه ختنه یا سنت کړی ،اوهمدارنګه دهغه لپاره ښه اسلامی نوم وټاکی .
نبی صلی الله علېه وسلم وېنا ده :په اوومه ورځ دماشوم لپاره نوم وټاکی ،اودهغه ویښتان وخریی اوهغه له لوری عقیقه وکړی (ترمزی).
۵- اولاد ته خپلی شیدی هم ورکړی ،پرمور داولاد شیدی حق دی،قرآنکرېم اولاد ته دهمدی احسان په وریادولو له مور سره په بی اندازی ښه رویه کولو ټنګار کړی دی ،همدارنګه اولاد مو چه کله په خبرو پېل کوی لومړی ورته د نبی صلی الله علېه وسلم ددی ارشاد مطابق چی فرمایی :کله مو چی اولاد په خبرو پیل وکړی نو لومړی ورته لااله الاالله زده ګړی بېا پروا مه کوی که چی کله مری اوچه کله دشېدو غاښونه وغورزی نو دلمانځه حکم ورته وکړی (ابن سنی).
۶- دکوچنېانو له ویرولو ځان په کلکه وساتی دکوچنیوالی دا ویره تر پای پوری په دوما غ کی حاکمه وی او داسی کوچنیان دکومی ستری کارنامی دسرته رسولو وړنه پاتی کېږی
۷- دکوچنېانو له رټلو په هغوی په ظلم ځان وساتی ،اوتل له اولاد سره مېنه شفقت اونرمی کوی .
اقرغ ابن حابس( رض) نبی صلی الله علېه وسلم په خدمت کی حاضر شو دامهال حضرت محمد صلی الله علېه وسلم له حضرت حسن (رض) سره مېنه کوله ،اقرغ چه اولېده حېران شو، ووېل ېا رسول الله تاسی هم له کوچنېانو سره مېنه کوی ،زما خو لس ځامن دی مګر ما خو هېڅکله له ېوه سره هم مېنه نه ده کړی نبی صلی الله علېه وسلم دهغه په لور وکتل او وی فرماېل :چی خدای( ج) ستا له زړه رحمت او مهربانی اېستلی وی نو زه څ ه کولای شم .
دحضرت عمر فاروق په زمانه کی حضرت عامر دکومی ستری وظېفی چښتن ؤ ېو ورځ دحضرت عمر فاروق دلېدلو لپاره دهغه کور ته ورغی ،ګوری چی امېر المؤمنېن پروت دی او اولادونه یی پر سېنه ناست دی لوبی کوی دحضرت عامر دا حالت خوښ نه شو ،امېرالمؤمنېن یی دتندی له ترش والی پوه شو او له عامر څخه یی وپوښتل وواېاست تاسی له کوچنېانو سره څه ډول چلن کوی .عامر ووېل زه چه کله کور ته ننوزم دکور پر خلکو سکوت جایری شی او هر یو پر خپل ځای چوپ پاتی شی ، حضرت عمر فاروق په ډېر درد او سوز ورته ووېل عامره ته په محمدی امت کی له داخلېدلو سره سره پر دی نه پوهیږی چی مسلمان باید دکور له خلکو سره څه ډول چلن وکړی .
۸- دښوونی او روزنی په لاره کی خپل ټول کوښښونه وکړی ،په لومړی سر کی باید اولاد ته ددېن ضروری ښوونه ورزده کړشی ځکه دځان رب( ج)  او مور پلار پږېندل قدر او احترام یی ،اخلاق ،ادب او سړېتوب ېوازی او ېوازی ددېن په علومو کی زده کېږی ،داسی نه چی دانګرېزی او کمپېوتر ټول کورسونه خلاص کړی خو دلمانځه دکولو په طرېقه لا خبر هم نه وی ،پام کوی هغه اولاد چی ددېنی احکامو قرآن او سېرت نبی هېڅ خبر نه وی پر نورو علومو سره له هغی څخه بغېر له ېوه کبرجن ،دمور اوپلار څخه باغی او دېن او هېواد ته بی وفا انسان بل څه نه جوړېږی ،نو ورسته له دی چه دحق دېن په ضروری ښوونه سمبال کړ شی بېا که دنړی هر علم حاصل کړی نو نور علی نور به شی .
ياَأيّهَاالَّذِينَ امَنوا قواأَنفسَكم وَأهلِكم نَاراً  . ای مؤمنانو خپل ځانونه اوخپل کور او اولاد د دوزخ له اوره وږغوری .
حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمایی :پلار چه اولاد ته څه ور کولای شی په هغو کی تر ټولو غوره ورکړه داولاد ښه تعلېم دی (مشکوه) .
۹- اولاد ته مو دلمانځه په اړه دنبی کرېم صلی الله علېه وسلم ددی لارښوونی مطابق چه فرمایی :اولاد ته په اووه کلنی کی لمونځ وښاېاست په لس کلنی کی دلمانځه په نه کولو سزا ورکړی او په همدی عمر کی دهغه بستره بېله کړی .
داسی نه چه تر لمر ختلو پوری مو بیده پرییښی وی چی داولاد مو خوب پوره شی نو که په رښتیا له اولاد سره مینه کوی له اوره د دوزخ نجات ورکړی ،حضرت یعقوب (ع) دیوسف (ع) په ورکه ډیر ذیات ژړل له ده څخه پوهښتنه وشوه ای دخدای (ج) رسوله دومره ولی ژاړی ددنیا دوی ورځی ژوند خو به ټیر شی په آخرت کی به له خپل زوی سره وینی ،یعقوب ع ورته وویل رښتیا ده چه په آخرت به سره وینو ،ولی زه په دی ژاړم چه زوی می وړوکی راڅخه جلا شوی داسی نه چه بی دینه شی نو بیا به دایمی جداشی .
۱۰- د نجلی درېږېدو پر وخت هم دومره خوشحاله شی لکه دهلک د زېږېدو پر وخت چی خوشحاله وی ،هلک وی که نجلی دواړه دخدای ج بښنه ده ،او الله ج غوره  پوهېږی چی ستاسو لپاره نجلی غوره ده که هلک .
په ېوه حدېث شرېف کی دی چی کله له چا کره نجلی پېدا شی ، نوخدای ج دهغه کورته ملکی لېږی پر ورسېدو سره وایی ای دکور خلکو پر تاسی دسلامتېا وی ،هغوی نجلی دخپلو وزرونو په سېوری کی اخلی او پر سر یی لاس را کاږی او وایی دا ناتوانه روح دی چه له ېوه کمزوری بدن څخه پېداشوی څوک چی ددی کوچنی پالنه کوی تر قېامته به الهی مرسته د هغه په حال شامله وی (طبرانی ).
۱۱- دنجونو روزنه او پالنه په ډېر اخلاص او دېنی احساس سره کوی او په بدل کی یی له خدای ج څخه دجنت هېله ولری .
حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمایی : کوم سړی چی د درېو لوڼو ېا درېو خوندو پالنه وکړه ،هغوی ته یی ضروری ښوونه او روزنه زده کړه او په مهربانی چلن یی ورسره وکړ آن تر دی چه خدای ج هغوی بی نېازه کړی ،نو دداسی سړی لپاره خدای خ جنت  واجب کړ،پر دی خبرو ېو سړی ووېل که دوی وی نو  نبی صلی الله علېه وسلم ووېل دوه نجونو دپالنی همدا بدله ده حضرت ابن عباس رض فرمایی که خلکو د ېوی نجلی په اړه پوښتنه کړی وای نو نبی صلی الله علېه وسلم همدا زېری ورکاوه.(مشکوه).
۱۲- نجلی سپکه مه ګڼی او نه هلک ته پر نجلی غزت ورکوی له دواړو سره ېو شان چلن کوی په دی  اړه حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمایی :دچا په کور چی نجلی پېداشوه اود جاهلېت دوران په شان یی ژوندی ښخه نه کړه ،اونه یی سپکه وګڼله او نه یی هلک دهغی په مقابل کی لوړوالی ورکړ نو داسی سړی به خدای ج جنت ته داخل کړی (ابوداود).
انجنیر حمدالله شاکری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب