ژوند رازماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د انسان د ټول ژوند پړاوونه

انسان په ژوند کې له بېلابېلو پړاونو تېريږي او په هر پړاو يا مرحله کې ځانگړي خصوصيات لري او په ځانگړي ډول پرمختگ کوي.
د مثال په توگه :
يو ماشوم له پيداکېدو وروسته دا کوښښ کوي چې کښېناستل زده کړي، بيا پدې لټه کې وي چې خاپوړې زده کړي، له خاپوړو وروسته غواړي چې درېدل زده کړي او ورپسې دا هڅه کوي چې تلل زده کړي، بيا نو د خبرو کول، ليکل، لوستل، لمونځ کول، منځنۍ زده کړې، لېسه، پوهنتون، ماستري،پ .ايچ. ډي، علمي پلټنې او داسې نور… او يا هم د ټولنې په نورو برخو کې ځان مشغولوي ، لکه بزگري، مالداري، ترکاڼي او…
مطلب دادى چې انسان له پيداېښت نه تر مړينې پورې د ژوندي پاته کېدو او د ځان د بشپړېدو لپاره زده کړې کوي، زيار باسي او تجربې تر لاسه کوي .
انسان که يو کلن وي او که سل کلن د ژوند په هر پړاو کې د رشد او پرمختگ د روان پوهنې ( پسيخولوژۍ ) د علم په مرسته د ژوند ډېرې ستونزې حلولاى شي. انسان د مور او پلار د واده له شپې نه چې البته ثمر لرونکې وي بيا تر مرگه ځانگړې روزنې او پاملرنې ته اړتيا لري. طب پوهنې او تجربو دا له ډېر پخوا نه په ډاگه کړې چې ماشوم د مور په ګېډه کې تر هر بل وخت نه زياتې پاملرنې ، پالنې او روزنې ته ضرورت لري.
هغه څه چې پر ماشوم باندې د مور په نس کې منفي او مثبتې اغيزې درلوداى شي په دې ډول دي :
د مور خوراک، څښاک، استراحت، خوځښت، ورزش، کار، موسيقي اورېدل، ژړا، خنده، تشويش، روغتيائي حالت، حفظ الصحه، آب و هوا، د مېړه راشه درشه ( برخورد ) له خپلې ښځې سره، تحصيل، ټولنيز چاپېريال، مادي او معنوي ستونزې، سن و سال او داسې نور…
که موږ له يوه بوټي ښايسته ګلان غواړو نو هر بوټى ددې کار لپاره پالنه غواړي، په همدې ترتيب که موږ غواړو چې سالم او استعداد لرونکي ماشومان ولرو نو ميندې ئى پوره پاملرنې او پالنې ته اړتيا لري، البته ددې ټکو په ډېر پراخ، انساني اوطبي مفهوم سره .

د انسان ژوند پړاوونه:

اوس راځو يوې بلې ډېرې ارزښتناکې موضوع ته، هغه دا چې په اټکلي ډول په ټوله لوېديځه اروپا کې انسان د پرمختگ د ارواپوهنې په رڼا کې په نهو پړاونو ( مرحلو ) کې تر څېړنې لاندې نيول کېږي :
لومړى پړاو : چې ماشوم لا پدې نړۍ سترگې نه وي غړولي،
دوهم پړاو : شيدې رودونکي ماشومان له پيداېښت نه تر يونيم کلنۍ پورې،
درېم پړاو: يونيم کلنۍ نه تر څلورکلنۍ پورې،
څلورم پړاو : څلور کلنۍ نه تر شپږکلنۍ پورې،
پنځم پړاو : د ښوونځي ماشومان شپږکلنۍ نه تر دولس کلنۍ پورې،
شپږم پړاو: تنکي ځوانان له دولس کلنۍ نه تر اووه لس کلنۍ پورې،
اووم پړاو : ځوانان له اووه لس کلنۍ نه تر دوه ويشت کلنۍ پورې،
اتم پړاو : بالغ يا رسېدلي انسانان دوه ويشت کلنۍ نه تر پنځه شپېته کلنۍ پورې،
نهم پړاو : زاړه خلک ( سپين ږيري او سپين سرې ) چې عمر ئې له پنځه شپېتو کلونو پورته وي
دا پړاو وېشنه کېداى شي چې يوازې د لوېديځې اروپا لپاره سمه او د پليکېدو وړ وي، خو د افغانستان اويا بلې سيمې لپاره روان پوهان کولاى شي د هغې سيمې د ټولو خصوصياتو په پام کې نيولو سره سم خپله پړاو وېشنه منځ ته راوړي، خو ددې طبقه بندۍ لپاره د پام لرنې وړ ټکئ دا دئ چې په هره علمي څېړنه او پلټنه کې منځنئ حد ( اوسط ) د معيار په توگه منل کېږي او د پليکدو کپړې اغوندي ، ځکه چې ماشومان او تنکي ځوانان په يو ډول وده او پرمختگ نه کوي .
د ځوانانو د روزنې لپاره د نومول شوو پړاونو څخه شپږم او اووم پړاو خورا د اهميت وړ گڼل کېږي، ځکه چې د هغو تنکېو ځوانانو او ځوانانو په تکامل او روزنه بحث کوي چې عمرونه ئې د اټکل له مخې له دولس نه تر دوه ويشت کالو پورې وي .
افغان ځوانان په ټول ټال او په اروپا او شمالي امريکا کې په ځانگړي ډول له يو شمېر ستونزو سره لاس او گرېوان دي. زموږ ځوانان له دوه گوني کولتور سره مخامخ دي، ددوي تابعيت دوه گونئ دي، ددوي فکري طرز دوه گونئ دي، ددوى عادتونه او صليقې دوه گونې دي، ددوى سپورت، موسيقي او نورې سرگرمۍ هم دوه گونې شوېدي، په تعليمي موسسو کې يو څه، کورنۍ کې بل څه او په بهر چاپېريال کې بيا نور څه اوري او ويني.
نو همدا سبب دي چې ځوانان د ژوند په دوه موازي کولتوري او فرهنگي لارو روان دي، او زموږ توقع هم له دوى نه هر وخت دا وي چې دا دوه موازي او له توپيرونو ډکې لارې يو بل سره قطع نکړي او دا دروند پېټئ موږ يوازې د دوى په اوږو وراچولئ دي. د ژبو، مذهبونو، د کوربه ټولنې سياسي، اقتصادي او فرهنگي توپيرونو د دوى کورنئ، تعليمي او تولنيز چاپېريال دومره ستونزمن کړئ چې کله ناکله حتا په دوه لېارې ( دوراهي ) کې درېدلو ته مجبور شي او نه پوهېږي چې په کومه لاره لاړ شي. خو افغان ځوانان د خپل استعداد او افغاني دود سره سم ددې ټولو توپيرونو او ستونزو په وړاندې په ټينگه سره مقاومت کوي او تل ئې هڅه کړې چې هم خپل افغاني ارزښتونه او اندازې ( نورمونه ) وساتي او هم د کوربه ټولنې ارزښتونو ته درناوئ وکړي او د اينتيگرېشن په پروسه کې په کيفي ډول عملي گامونه پورته کړي .
راځئ چې د نمونې په توگه يو بل نه پوښتنه وکړو چې موږ د ځوانانو سره حتا د خپلو اولادونو سره څومره درسي مرسته کړې، څومره مو د هغوى پاملرنه فرهنگي چارو ته راگرځولې، څومره مو اسلامي ښوونه ورکړې، څومره مو خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبې ورزده کړې، ايا ورزش او موسيقۍ ته مو هڅولي؟ ايا کله مو د دوى په خوښه سندرې اورېدلي اويا مو تلويزيون ليدلئ، کومه ورځ موزيم ته ورسره تللي يو،څومره مو د انسان له ابتدائي اناټومۍ سره اشنا کړي، زموږ تنکي ځوانان د خپل بدن په غړو او د هغوى په دندو نه پوهېږي.
زما په هاند چې زموږ ماشومان او تنکي ځوانان بېله سترگو، پزې، خولې او غوږو بل څه نه پېژني. وروستۍ پوښتنه داده چې په کال کې څو ځله موږ او تاسې د خپلو ماشومانو سره ژوبڼ ( باغ وحش ) ته ځو، د څومره څارويو نومونه مو ورښودلي دي، څومره څاروي ئې په ژوندي ډول ليدلي نه په عکسونو کې. زه فکر کوم چې ډېرۍ تنکي ځوانان درې حيوانات خر، سپئ او غوئى ښه پېژني ځکه چې له موږه هره ورځ دا درې کلمې په خپله پته اوري. نيوکې ډېرې دي خو اړينه دا برېښي چې هم ميندې او پلرونه او هم د ښوونې او روزنې ( پيداگوژۍ ) کارپوهان د حل ﻻرې ولټوي ، او د ځوانانو د لا ښې روزنې او پرمختگ لپاره پيداگوژيکې څېړنيزې ليکنې او عملي کار وکړي او د نړيوال جال ( انترنټ ) نه په پراخه پىمانه گټه پورته کړي .
ددې ټولو پوښتنو او نيوکو مطلب دادي چې هر انسان په ځانگړي ډول سره تکا مل او پرمختگ کوي په خاصه توگه تنکي ځوانان چې د دوى هر اړخيزه وده يو له بل سره په هېڅ ډول د مقايسې وړ نده.
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: