هدف لرونکی انسان بریالی وی

انسان یو عقلمند موجود دی چې الله (ج) دیوه ځانګړی هدف لپاره پیدا کړی اوله نورو ژوو څخه یی فرق همدادی چی انسان فکر کولای شی اود خپل عقل مطابق ځان ته لارموندلای شی. تاسو خپل ژوند ته دیوی بیړی فکر وکړی چې په یوه بحر کې روانه وی که چیری دغه بیړی ځانګړی هدف ځانګړی لوری اوهدف ته درسیدولپاره خوراکی توکی اونوروسایل له ځانه سره ونه لری نو تاسې څه فکر کوی چې څه به کیږی؟ پرته له شکه بیړی به په اوبو کې داخو اخو ا ګرځی اوپه پای کې به یا دتوپان یا ټکر له امله ډوبیږی، یابه دنهنګانو خوراک کیږی یابه همداسې دبیړی اوسیدونکی دخوراکی توکو دخلاصون اوزړه تنګوالی له کبله له منځه ځی،نو ډیرلږ عقلمند موجود به وموندل شی چې په سمندرکې خپله بیړی بې له کومې ټاکلې موخې هسې روانه کړی.
ژوندهم په یوه لوی سمندر کې دبیړی په توګه دی، که څوک پرته له ټاکلې موخې اوهدفه په هغه کې روان واوسی له غمیزو اوتباهیو پرته به بل څه نصیب نه کړی. ( په یاد ولری دهدف دنه لرلو په صورت کې تاسو ژوندی مړی یاست.)
تاسې ډیرپه خپل ژوند کې هدف لری خوکیدای شی یو شمیرپه تاسو کې تراوسه په دې اړوند کوم فکر نه وی کړی یا په ناڅرګند ډول یو هدف لری خو پرې پوه نه یی. ( بې هدفه هڅې دنه بریالیتوب لمړی سبب دی)
یا به موداسې هدفونه ځان ته ټاکلی وی چې ددنیا په دومره زحمت اوکړاوو نه ارزی. راځی خپل ژوند ته ترټولو ښه اوچت، راتلونکی جوړونکی اودابدی ژوندانه دهوساینې هدف وټاکی. (داهیڅکله ډیره ناوخته نه ده چې خپل ځان ته یونوی ښه لوروټاکی اوپه زړورتوب سره دنوی منزل په لور وخوزیږی.)
ډیری پیسې درلودل، په نړی کې ځان مشهورل، ښه داکټریاښه انجینیز کیدل، خپلې دنظروړکس ته دګډژوندانه لپاره ځان رسول،جسمی قوت یا سپورتی اتل کیدل، اوچت لیکوال یا شاعرجوړیدل …ټول دنیایی هدفونه دی چې کیدای شی تاسو ځینې یی ځان ته ټاکلی وی خوپه یاد ولری چې دا موخې دیوه عاقل اواشرف المخلوقات موجود لپاره ډیرې کوچنی دی اود ژوند بشپړه خوښی له دې لاری لاسته نه شی راتلای. (هغه کاروکړی چې په ریښتیا سره یی غواړی ژوند ترهغه ډیرلنډ دی چې داقتصاد په مرییتوب کې تیر شی.)
که موږ دومره کمزوری واوسو چې ونشوکولای خپلې موخې ته ورسیږو دومره ځواک خو لرو چې په ښه توګه یی په لاره کې زیاروباسو. ( رومن رولان)
(که چیرې زره بین دلمروړانګو ته ونیسی کاغذ به ونسوزی خو که چیری دلمرنوریوه ټکی ته راټول شی نو کاغذ به وسوځی.) نو که چیری زموږدژوندانه هڅې هم بې هدفه وی کوم ځای به ونه نیسی اوکه چیری خپل څواک دهدف لوری ته وګرځوو خامخا به پایلې ترلاسه کړو.
حقیقت داد ی که څوک ځان ته په ژوندانه کې هرهدف وټاکی اوهغه ته درسیدولپاره کلکې هلې ځلې وکړی نوهرومروکه خدای غوښتی وی  هغه تاځان رسولی هم شی. ځکه خدای پاک وای نشته دانسان لپاره مګرزیاراوکوښښ.(نجم -۳۹) دهرڅه لپاره که زیار وایستل شی، ټینګه اراده اوعمل اوپه هغه کې مقاومت وشی نو موخې ته انسان ځان رسولای شی. له بلې خواپه ژوندکې هدف درلودل ژوند خوندورکوی. دهدف دلاسته راوړو لپاره د ژوند د ټولو ناخوالو زغمل پرته له دې چې په انسان کې ناهیلیتوب، غم اواندیښنه پیداکړی په پای که هدف ته درسیدو یانږدې کیدولامل ګرځی. که هدف سپیڅلۍ اوریښتنی وی دهغه دپاره ټولې ستونزی ګالل روحی آرامښت راولی. مسلمان بایددخپل ژوند هدف یواځې اویواځې هغه څه وټاکی چی دده دین اوعقیده یی ورته جوتوی، مسلمان که چیری خپل دژوندانه هدف دالله (ج) رضا وټاکی نو په ژوندانه کې که هرې ستونزې سره مخ کیږی چی دی یی دخپلې موخې په اړوند ګالی نوزیانمن نه دی اوپه پای دبریوستروپوړو ته هم په دنیا اوهم په اخرت کې رسیږی. دغه رازدهدف په لارکې دستونزوګالل خپله دانسان په خوښه وی اوهرڅه چې دانسان په خوښه وی هغه خوښ ساتی راځی چې په ژوندانه کې دریښتینې موخې په ټاکلو سره نه یواځې ددنیا خوښیو، بریو اوهیلو ته ورسیږو بلکې داخرت هم هیله مند واوسو. ( په ریښتیا سره هم بریالی خلک هغه دی چې دیوې ټاکلی موخې اوپلان ته درسیدنې لپاره کارکوی.)
که مسلمان نورهدفونه هم په ژوندانه کې ټاکی خودپای هدف یی باید همغه دالله (ج) رضاوی. که څوک غواړی چې په ژوند کې له ده نه دښې زدکړې یا ډیری دارایی یاهم دډیرجسمی زورخاوندجوړشی باید خپلې همداموخې هم دخدای درضا لپاره وغواړی اوپه دې توګه هغه څه ترسره کړی چې  دالله(ج) درضا سبب شی.
په ژوند کې هدف اودهدف لپاره زیار اوهڅې انسان دانسانیت لوړو مدارجو ته رسوی هدفمند انسان نه یواځې داچې دځان لپاره ګټور وی بلکې نوروته هم ګټورواقع کیږی. د واضح، ګټوراوحقیقی موخې درلودونکی انسان دومره دخپلې موخې دلاسته راوړولپاره په چاروبوخت وی چې دبیځایه غم اوندیښنې لپاره وخت نه لری اوکه کوم غم اواندیښنه هم لری هغه هم دخپل هدف لپاره وی. هغه څوک چې دخدای رضایی هدف وی خپل ټول ژوند دخدای درضا لپاره وقفوی هغه دخپل هدف دواقعی پیژندولپاره له پوهې اوزده کړې نه کاراخلی هغه دقران اوسنتو په لاردرومی هغه لمونځ کوونکې، باتقوی، بااخلاقه روژه نیونکی، ذکات ورکوونکی، لنډه داچې دټولو دینی اوامرو پرځاې کوونکی وی. دمومن زده کړه،دنده، سفر،له خلکوسره اړیکې، اوهره کړنه اوغوښتنه یی خاص دخدای لپاره وی. قران دهدف د ښولولپاره دنورهدایاتو ترڅنګ داسې وینا هم لری: ووایه چې زما لمونځ،ټول عبادتونه،زما ژوند او زما مړینه خاص دخدای لپاره دی.(انعام ـ ۱۶۲) دمؤمن مرګ د هغه ژوند د هغه غم د هغه خوښی اودهغه هرڅه خاص خدای لپاره وی اوپه هغو کې د خدای رضاته نظرکوی. په دې سره به د ژوندانه په ډیرو ستونزو اوکړاوونو بری ومومی اوډیرغمونه چې ده ته ورپیښدونکی وی په خپلې موخې باندې په ټنګه عقیده درلودوسره یی کیدای له مینځه یو سی اوپه خوښی یی بدلې کړی.
که څوک جبراْ پرته له کومې ځانګړی موخې وګمارل شی چې هره ورځ پنځه شپږساعته منډې ووهی اوبیلابیل حرکتونه اجراکړی په پای کې به دده جسم څومره ستړی اودده روح به څومره ناآرامه وی، اوڅومره په کراهیت سره به دې کارته حاضرشی. خوکه چیرې دی دیوې ځانګړی موخې لپاره دبیلګې په ډول دیو سپورتی اتل کیدولپاره یاهم دخپلې روغتیا ښه کیدولپاره یاهم په پوځی فعالیتونوکې دګډون لپاره چې دده دزړه دموخې لپاره یی باید سرته ورسوی دغه ستړیا وزغمی نه یواځې به ناخوښه نه شی بلکی په ډیرې خوښۍ سره به حاضرشی اودخپل دغه فعالیت پایله به هم ډیرګټوره ومومی.
تل په ژوند کې موخه اوهدف ولری زیاراوباسی دخپل ژوندانه لپاره داسې هدف وټاکی چې ترهرڅه ښه وی اوستاسو ددنیااوآخرت ګټه په کې نغښتې وی. کله موچې دغه هدف وټاکه نو وبه وینی چې دژوندانه ډیرې ستونزې به تاسوته اسانه شی، ژوند به ستاسو لپاره خوندورشی، اوهیلې به مو تل دیو روښانه راتلونکی په لورراکاږی.

محمد شفیق حقپال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب