آیا پوهیدئ؟ معلومات ۱۲

• چې افغانستان ته لمړی ځل په ۱۳۳۳ لمریز کال د شهید سردار محمد داود
خان د صدارت په دوره کې الوتکه راغله.
• چې د آریانا افغان هوایی شرکت لمړی الوتنه په ۱۳۳۳ لمریز کال کې مزارشریف ته وه.
• چې اوسمهال د کابل هوایی ډګر څخه په ورځ کې ۳۸۰ الوتنې کیږئ.
• چې ځمکه، لمر او سپوږمۍ ۴.۵۶ بلیونه کاله عمر لري.
• چې دایناسورونه مخکې له دې چې د آلپ او راکي غرونه را مینځ ته شي له
مینځه تللی ول.
• چې که چیرې سپږه ټوپ واچوي، چټکتیا یې د فضایي راکټ په پرتله ۲۰ ځله زیاته ده.
• چې فضانوردان ارګمی نشي ایستلا، ځکه هلته د جاذبې قوه نشته چې د دوی په
نس کې مایع له ګاز څخه بیل کړئ.
• چې الفرد نوبل په ۱۸۶۶ کې باروت اختراع کړل.
• چې د ایکس وړانګې موندونکی ولیام رونتګن د فزیک لمړی نوبل جایزه ګټلې.
• چې د نړۍ تر ټولو جګه ونه په اسټرالیا کې ده چې ۴۳۵ فیټه جګوالی لري.
• چې د مصنوعی زړه عملیاتو په لمړی ځل په ۱۹۶۷ کې وشول چې ناورغ یې تر ۱۸
ورځو ژوندی وؤ.
• چې لمړی مصنوعی سپوږمکۍ کې چې مخابراتي فعالیتونو لپاره وکاریده په
۱۹۶۲ کې فضا ته وتوغول شوه.
• چې ۵ ملیونه کاله وروسته به د لمر انرژي خلاصه شي.
• چې زرافه هیڅ وخت نه پریوځي او په ۲۴ ساعته کې له ۲۰ دقیقو څخه تر ۲
ساعتو پورې خوب کوئ.
• چې د انسان په اوجود کې ۶۰۰۰۰ مایله د وینې اوږده رګونه دي.
• چې د وینې یوه حجره په ۶۰ ثانیو کې ستاسو د بدن بشپړ سفر کوئ.
• چې هر انسان په ژوند کې ۴۰ پونډه پوستکی غورځوی.
• چې په کائناتو کې تر ۱۰۰ بلیونه زیات کهکشانونه شته.
• چې د لاس په خوځولو کې تر کوکۍ کولو ډیر میکروبونه انتقالیږئ.
• چې د باران د یوه څاڅکی تر ټولو لوړه چټکتیا ۱۸ مایله په یوه ساعت کې ده.
• چې یوه درنده کتله په یو ساعت کې ۶.۷ کیلومتره په سمندر کې ډوبیدای شي.
• چې د نړی ترټولو ژوره سیمه په آرام سمندرګي کې ده او ۳۵۷۹۷ مایله ژورتیا لري.
• چې کائنات په ۱ ساعت کې ۱ بلیونه مایله په هر لوري پراخیږي.
• چې که چیرې د نور په چټکتیا هم حرکت وکړو، ۲ ملیونه کاله به ونیسي چې
تر ټولو نږدې کهکشان ته ورسیږو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب