د چنجیو د ناروغۍ علاج او ورڅخه د ځان ساتنه!

 په نس کې چنجیان د رطب وراسته شي څخه پیداکيږی، د صفرا او سوداء څخه نه پیداکيږی ، ولی چي صفرا ډیره ګرمه ده او سوداء  وچه او خونکه ده چنجیان پکې ژوند نه شي کولای،   بلغمی ماده د چنچیانو دژوند دپاره مناسبه ده  که بلغمی ماده ډیره سي او ورسته سي  په کولمو کي پاته سي .

په نس کی ولی چنجیان پیداکیږی :-

۱-د ډیرخوراک له امله او کله چي په معده کي بلغم ډیر شي.

۲-دهاضمې کمزوری او دبدن دغړو خونکي ، چي دا دهاضمې د خرابوالی سبب ګرځی.

۳-سریښ ناکه خواړه ، لکه لوبیا او دامو غوښو خوړل ، البان خوړل ، او رطب میوې خوړل.

۴-په ډکه خیټه جماع ( نزدیکت) کول .

your ads

۵-اوړه کفه کول.

۶-ځنی چنجیان یو دبل څخه اخستل کيږی .

دچنجیانو دشتون نښی نښانی  :-

دچنجیانو دوجود علامی یو دبل سره توپیر لری ځنی اوږه چنجیان وي ، او ځینی لنډ او ځنی برداره چینجیان وي .

دورځی یي  شونډان سپیره وي ، او په خوب کي دخولې څخه ناړی بهیږی .

دنارغ طبیعت خراب وي ژر درد ورځی .

دشپی غاښونه چیچي .

په خوب کي ارږمۍ کاږی  ،کله کله چغه کوي،  که یی څوک دخوبه ويښوي خوابدی کيږی .

پر سترخوان چې کښینی وخوړو ته یی هوا نه کيږی دخوړو څخه  یی بد راځی .

دچنجیانو څخه دمیرګی ناروغي او تشنجات  هم پیښیږی .

کله کله  ډیر وږی کيږی ،  ولی چی خواړه چنجان وخوری،  او دزړه خفقان هم ورته پیښیږی .

په خوب کي چنجیا په حرکت راځی .

دمعدې خوله کړپی کوي ، مغض وي  ، او ګوله  یی مښلی او اشتهایی بنده وي .

هغه کس چي چنجیان لری  په بدن کي یی سستی ډیره وي ، کله کله یی سترګی سرې وي  .

مقعده یی کا کوي .

دچنجایو دناروغي علاج او دهغه څخه دځان  وقایه :-

کولمې د بلغمو څخه داملی شیانولکه د ( سنا ) په خوړولو سره پاکول .

دبلغمې خوړو( هغه خواړخه چي بلغم ډیروی لکه بادرنګ ، مستې …) څخه پرهیز کول .

دچنجیانو دوژلو دواوي لکه ( مُریعنی ترخې کونډری ، ترمس یوډول ژړ  باغلی  دی ، هوږه ، زعتر ، انیسون ، دکرفس تخم ، وانجه یعنی توری دانې  چینجیان  وژنی او وروسته صبر سقطری او مستکا خوړل کيږی چي مړه چنجان خارج سي  .

ددوا تر خوړولومخکي باید کباب و  زبیښل سي ،  چي چنجیان دکباب پر اوبو  راټول سي   اووروسته  سمدلاسه دوا وخوړل سي .

هغه کوچنی سپن چنجیان چي په مقعده کي د هغوي دپاره مالګه فایده  کوي .

وانجه ( توری دانې )میده کړی او د مړغونی اوبه په ګډې کړﺉ پرنوه باندی یی وتړﺉ  ،دنس څخه چنجیان خارجوي .

ترمس ( ژړباغلی ) په اوبو کي وایشوﺉ اوبه یی په عسلو خوږې کړي ويی چښﺉ.

دزردکو جوس په نهاره چیښل چنجیان ورکوي .

دجوز خوړل  یا دجوز  تیل دپټاټې  سره خوړل پلن چنجیان ورکوي .

دیرش ګرامه ملخوځی په یوه لیټر اوبو کي خیشتې کړﺉ  په تشه خوا یی وچښﺉ  چنجیان ورکوي .

نخود په سرکه کي ماښام خیشته کړﺉ او سهار یی په نهاره وخورﺉ .

پنځوس یا شپیته ګرامه انارپوست په یوه لیټر اوبو کي وایشوﺉ  ، سهار په نهاره یو ګیلاس  څلور ورځی چیښل کيږی .

دګندنی بیخونه ( سپینه برخه )  ښه پاک پریمنځﺉ وروسته یي وګوټﺉ او دشیدو سره یی وخورﺉ چنجیان ورکوي( دګندنې دبیخو جوس او شیدې )

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب