احکام او مسایل

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترمنځ څه فرق دی؟

دا نړيوال بشري چوپړ، چې بين المللي اسلامي ډلې ته سپارل شوى، دوه اجزاوې لري: يو امر بالمعروف او دويم نهې عن المنکر. د دواړو موخه يوه يعنې له بنې آدم نه انسان جوړول دي. خو د دواړو درجې مختلفې دي. نو ځکه د دواړو په طريقو کې هم اختلاف دى، ددې لپاره، چې پر راروانو څېړنو پوه شئ په دې توپير پوهېدل اړين دي.

د اخلاقو په علم کې د انسان دندې په دوه برخو وېشل شوي دي. يو ډول هغه دندې دي، چې له ده نه يې د کولو غوښتنه کېږي، دويم هغه فريضې دي، چې کول يا نه کول يې دده د خوښې پورې اړه لري. د بېلګې په توګه ددې لپاره چې يو انسان د ټولنې سالم غړى شي، بايد له بديو څخه ځان وژغوري، د نورو حق ونه خوري، تيرى پرې ونکړي، سوکالۍ ته يې زيان ونه رسوي، او له هغو ټولو کارونو ځان وژغوري، چې له کبله يې دده وجود هم د ټولنې د زيان لامل ګرځي. دا هغه فريضې دي، چې هره ټولنه يې له خپل هر غړي غوښتنه کوي. خو که چېرې دا فريضې په خپله ادا نکړي، نو په زوربه دېته اړ ويستل کېږي، چې ترسره يې کړي. دويم ډول فريضې هغه دي چې د اخلاقو او فضايلو سره تړاو لري. دا هغه فريضې دي، چې انسان ته په ټولنه کې عزت او درناوى ورکوي.

د بېلګې په توګه د الله جل جلاله او د بندګانو حقوق پر ځاى کول، په خپله نېکېدل او د نورو نېکۍ ته رابلل، د خپلې کورنۍ او ملت خدمت کول، د حقوقو ساتنه او پلوي کول او داسې نور.. ددې فريضو د سر ته رسولو لپاره د انساني شعور بشپړتيا ته اړتيا وي، تر هغې يې څوک نشي ادا کولاى، چې تر څو يې پر حقيقت نه وي پوه شوى او په نفس کې يې دومره سپېڅلتيا نه وي پيدا شوي، چې په خپله يې ادا کولو ته چمتو شي. ځکه نو دا فريضې جبري نه، بلکې اختياري دي او د انسان تر خوښې پورې اړه لري، دده خوښه ده چې له ځانه يو با شخصيته انسان جوړوي او که نه! ګنې په کار خو داده چې د يوې ټولنې اخلاقي نظام داسې وي، چې وګړي يې په طبيعي ډول د لوړو درجو د لاسته راوړنې غوښتنه ولري.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر منځ توپير هم پر همدې وېش ولاړ دى. يو انسان د حيوانيت له درجې څخه راويستل، د انسانيت په لور بېول او له هغو اعمالو منع کول، چې د ټولنې د زيان لامل ګرځي د نهې عن المنکر سره تړاو لري. بيا هغه د انسانيت له سطحې پورته کول، د انسانيت تر بشپړوالي رسول، او د يوې ټولنې ګټور او معزز شخصيت جوړول، د امر بالمعروف سره تړاو لري. امر بالمعروف د نهې عن المنکر نه ډېر فضيلت لري، خو د ترتيب له مخې نهې عن المنکر لومړى او امر بالمعروف ورپسې دى.

د بېلګې په توګه يو دهقان چې اصلي هدف يې د غلې لاسته راوړل وي، له دېنه وړاندې، چې تخم وشيندي لومړى د قلبې (يوې) په واسطه ځمکه نرموي. همدارنګه اسلام هم چې بنسټيز هدف يې ، انسان د انسانيت لوړې پوړۍ ته رسول دي، د معروف له تخم کرلو وړاندې له منکر څخه د فطرت پاکول اړين ګڼي. اسلام خو هر سړى د معروف لور ته رابولي، او د معروف له ګټو ورښودلو وروسته يې پرې عمل ته چمتو کوي. خو منکر يوه داسې پرده ده، چې انسان د معروف منلو ته نه پرېږدي.

نو ځکه چې له هرې لارې وي بايد د منکر پرده وڅيرل شي، او په هره طريقه چې شوني وي دا زنګ له منځه يوړل شي. څوک چې له دې وروسته د معروف بلنه ومني، بيا ورته د اخلاقو او فضايلو يوه لويه ونډه په اختياري توګه نه، بلکې په لازمې توګه ورکول کېږي. ځکه چې د انسانيت د کمال درجې ته رسېدلو لپاره، هغه اسانتياوې کافي نه دي کومې چې يواځې د انسانيت د لاسته راوړلو لپاره په لاس کې لري. خو که ددې زنګو له پاکېدلو او د پردې له څېرېدلو وروسته يې بيا هم سترګې د معروف ښکلا نه ګوري او منلو ته يې تيار نه وي، نو اسلام يې يواځې له منکر څخه لاس نيسي او نوره معامله يې احساس او ضمير ته پرېږدي.

له بله پلوه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر منځ توپير د اسلام د دوو بېلابېلو حيثيتونو پورې اړه لري. د اسلام يو حيثيت خو دادى، چې خلک يواځې نېکۍ او تقوى ته رابولي او دويم حيثيت يې دادى چې الله ولې نړۍ ته د قانون په توګه رالېږلى.

کله چې يو سړى اسلام قبلوي نو دا دواړه حيثيتونه سره يوځاى کېږي او دعوت او بلنه هم د قانون يوه ماده جوړوي. خو د اسلام نه قبلولو پر مهال دعوت جلا وي او قانون جلا. د دعوت موخه دا وي، چې انسان د خلافت د هغه منصب جوګه وګرځوي، چې الله ( ورته د ځمکې د خلافت سپارلو پر مهال ورکړې وه. او هغه مسئوليتونه ادا کړي کوم، چې بايد د الله ( يو خليفه يې پر غاړه ولري او د قانون هدف دا وي، چې که چېرې يو انسان د خلافت د مسئوليتونه ادا کوي، نو لږ ترلږه دې په ځمکه کې وينه خو نه تويوي، د وينې تويول خو هغه پېغور دى، چې ملايکو انسان ته له پيدايښت نه وړاندې ورکړى ؤ، که له ځان نه اشرف المخلوقات نه جوړوي، نو لږ تر لږه ارذل المخلوقات هم بايد نه وي. که نړۍ پر خپله تقوى او نېکۍ نشي روښانه کولاى، نو لږ تر لږ دومره خو کولاى شي، چې د بدۍ او شر په پايله کې سوکالي، سکون او امن له منځه يونسي. لومړى حيثيت د باطن له روښنايۍ او د طبعي سمون پورې اړه لري، چې په وهلو ټکولو نه رامنځته کېږي او دويم حيثيت د حدودو د تعين او تعميل پورې اړه لري، ځکه چې ځنې وخت د انسان سرکښ طبيعت يواځې پر وعظ او نصيحت لارې ته نه راځي، تر څو چې په ځواک او زور سمې لارې ته اړ نه ويستل شي.

د نهې عن المنکر طريقه
ددې مضمون ځنې اړخونه ډېر وضاحت ته اړتيا لري، چې موږ به يې بيا لږ وړاندې د پوره تفصيل سره وڅېړو، اوس يواځې دومره وايو چې اسلام غير مسلمو ته د معروف په لور بلنه، يواځې تر دعوت او تبليغ پورې خاص کړى دى خو له منکر څخه بندولو لپاره يې کوم قيد ندى اېښى. بلکې د مختلفو ډولونو لپاره يې مختلفې طريقې ښودلې دي. د بېلګې په توګه د زړه او ذهن د ګندګۍ او د تصوراتو د ناپاکۍ لپاره درمل وعظ او تلقين ښيي، چې وايي:

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [النحل: ١٢٥].
(اى پيغمبره (! د خپل رب د لارې په لوري، په حکمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه او له خلکو سره پداسې ډول مباحثه وکړه چې ډېره غوره وي).

وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [العنكبوت: ٤٦].
(او له اهل کتابو سره بحث مه کوئ مګر په غوره ډول، پرته له هغو خلکو چې له هغو څخه ظالمان وي).

فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى [طه: ٤٤].
((له هغه سره په نرمۍ خبرې وکړئ، ښايي چې هغه نصيحت ومني يا ووېرېږي).

د فعل او عمل بديو د مخنيوي لپاره د زور کارولو حکم ورکوي، لکه چې مخکې حديث کې تېر شول، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ((ولتاخذن على يد المسيئ و لتطرنه على الحق اطراء)). (تاسې به خامخا د بدکار لاس نيسئ او هغه به د حق لور ته رااړوئ). بې له دې نور ډېر احاديث دي، چې په کې د منکر د مخنيوي لپاره، د ځواک او زور کارولو امر شوى دى، په يو ځاى کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
((من راى منکم منکرا فليغيره بيده فان لم يستطع فبلسانه، فان لم يستطع فبقلبه و ذلک اضعف الايمان)). [مسلم].

(له تاسې څخه، چې څوک بد کار وويني، نو په لاس دې يې مخه ونيسي، که دا ځواک نه لري نو په ژبه دې (يې مخه ونيسي) او که دا ځوک هم نه لري نو په زړه (کې دې ورسره کينه وساتي) او دا د ايمان (تر ټولو) ضعيفه درجه ده).

پدې حديث کې له لاس څخه مطلب جسماني لاس نه دى، بلکې مجازاً د ځواک او زور لپاره استعمال شوى دى، د بدکار د لاس نيونې څخه مطلب دادى، چې بايد داسې يو حالت رامنځته شي، چې انسان په کې بدکارۍ او شر ته لاس ونشي غځولاى. او په لاس د بديو له مخنيوي څخه مطلب دادى، چې خپل ځواک د منکر په له منځه وړلو، بندولو او پر معروف بدلولو کې استعمال کړي.

په يو بل حديث کې فرمايي: ((ان الله لا يعذب العامة بعمل الخاصة، حتى يروا المنکر بين ظهرانيهم، و هم قادرون على ان ينکروه، فلا ينکروه)) [مسند احمد] (الله تعالى تر هغې د خاصو خلکو د بدو اعمالو له کبله عام خلک نه عذابوي، چې تر څو پکې يو عيب پيدا نشي او هغه دا، چې په خپله مخه کې بد اعمال ګوري سره له دې، چې د مخنيوي واک يې لري، خو بيا يې هم مخه نه نيسي).

د رسول الله ( وينا همېشه د الله ( د وينا تفسير وي، نو له دې احاديثو په قرآن کې د نهې عن المنکر مطلب جوتېږي او هغه چې يواځې پر ژبه او قلم د منکر مخنيوى نه کېږي بلکې د اړتيا پر مهال بايد له زور څخه هم کار واخستل شي او نړۍ يې له شره وژغورل شي. خو دا د مسلمانانو د ځواک او توان پورې اړه لري، که چېرې د مسلمانانو سره دومره ځواک وي، چې ټوله نړۍ له منکر څخه بنده کړي او د عادل قانون پيروان يې وګرځوي، نو بيا پرې فرض ده، چې خپل ځواک وکاروي، او تر څو يې چې دا کار نه وي بشپړ کړى د آرام ساه وانخلي، خو که دومره ځواک ونلري نو څومره، چې ورته ممکنه وي هغومره دې کار وکړي او د زيات ځواک د ترلاسه کولو لپاره دې هڅه وکړي.

په اسلام کې جهاد له کتاب څخه

Tags

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close