پر وجود د الله ﷻ د نوم ښکاره کېدلو حقيقت څه شی دی؟

ډېر موده وشوه چې په افغانستان کې دې خبرې زور موندلی دي چې د بېلا بېلو خلکو په وجودونو باندې د الله ﷻ او محمد ﷺ نومونو د راښکاره کېدو دعوې کيږي. د دغو دعوو راپورونه د افغانستان د ننګرهار، کابل، غزني، پکتيا او پکتيکا سيمو څخه ورکړل شوي دي. ان تر دې چې په سيمه کې شتو خبريالانو پرې پوره پينځه دقيقه يي راپورونه جوړ کړي دي. او دا راپورونه بې له دي چې ځينو ځانګړو پوهو خلکو سره مرکې پرې وشي خپاره شوي خو له ځینو ملایانو سره خبرې شوي او هغوۍ دا برکتي نښيې په ګوته کړي دي. (۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸)

زه د دې موضوع مذهبي اړخ ته نه ځم او نه ورسره کار لرم، زه غواړم د دې موضوع علمي خوا چې اړينه ده راوڅېړم. تر څو انسانان د ټولنې د غولوونکو کړنو او کړيو څخه خلاص شي. ځکه دا ډول خلک بيا د دغې لارې نور بېوزلي او ناپوه خلک غولوي او له هغوۍ څخه د بزرګۍ او برخې په نوم پېسې شوکوي. دوی له اخبار يا تلويزيون سره په مرکه کې ويلي چې لمونځ یې وکړ، بيا ويده شو او بيا ورته پېغمبر ﷺ خوب کې راغی او بيا يې وجود ګرم شو….. دا هغه خبرې دي چې زموږ ناپوهه ولس پرې ډېر ژر غوليږي. او د دغو خبرو له اورېدلو وروسته نوموړي ناروغ کس ته د بزرګۍ او برخې درلودولو درجه ورکوي.

مخکې له دې چې زه دې موضوع ته لاړ شم، نو مې يو ځل ټول هغه خبرونه سر تر پايه له سترګو تېر کړل چې ځينو وېبپاڼو او تلويزونونو خپاره کړي وو. او دا راته جوته شوه چې ډاکټر صيبانو په دې اړه هيڅ ځان ته تکليف نه دی ورکړی چې د دې موضوع په اړه ليکنې وکړي او يا خبرې وکړي.

ايا په ريښتيا هم دا نوم ښکاره کېدل يوه اسماني معجزه ده؟

که ځواب يې لنډ ووايم نه، هيڅکله هم نه، دا اسماني معجزه نه ده، بلکې دا د پوستکي يو ډول ناروغي ده چې دا مهال د نړۍ ۵٪ سلنه خلک پر دې ډول ناروغۍ اخته دي. دې ناروغۍ ته په طبي ژبه کې dermatographic urticaria وايي او په عامه ژبه کې ورته skin writing یا د”پوستکي رسامي‟ وايي.

دا د پوستکي يو ډول سرې دانې دي او د حساسيت يو عامه نوعه ده چې په طب کې ورته urticaria یا nettle rash وايي په پښتو کې ورته لړمۍ، لړمې، لړمکې، لړم لټکی، لم لټکې او د پوستکي پت وايي.

لړمې د پوستکې هغه دانې دي چې په ناڅاپي ډول د ځينو ځانګړو موادو پر وړاندې د غبرگون ښودولو په پايله کې د پوستکي د پاسه راپيدا کيږي، ډېر زيات خارښت کوي، سپين رنګ لري او خوا و شا يې سور ښکاري خوا او شا يې سپينه وي او جوت مالوميږي. دا کيدلی شي د يو ملی متر څخه تر څو سانتي مترو پورې غټې شي. د دې ډول ناروغۍ سره بيخوبي، د ورځنيو کارونو ګډوډي تړلې ده.

درماګرافيزم لړمې د نورو لړمکيو په پرتله جوت توپير لري او توپير يې په دې کې دی چې دا ډول لړمکې هغه مهال راپيدا کيږي چې څوک په خپل پوستکي باندې لاس ووهي او يا هغه وګروي او يا پرې د يو بل سخت شي پواسطه څه شی رسم کړي. دا پوستکي راغوريږي او بيا دا ستونزه د نيم ساعت څخه تر يو ساعت پورې دوام کوي او بېرته پوستکې پخپله نورمال حالت ته ګرځي. او کله نا کله داسې هم شوي چې يو څوک پوستکي وګروي او لړمې پرې راپورته شي خو د يو ساعت وروسته لړمې ورکې نشي بلکې ډول يې بدل شي.

خو هو، ځینې ترې استثنا شته.

 

که چېرته پوستکې ونه ګرول شي نو دا لړمې نه راپورته کيږي. دا ډول ناروغان که چېرته له لامبو وروسته خپل ځان په وچوونکي باندې کلک وچ کړي نو پوستکی يې سره څپلۍ کيږي.

دا ډول خلک چې کله پر ځان پوه شي نو د دې لپاره چې په خلکو کې مطرح شي د لاس له ګوتې او يا له بلې کومې الې څخه گټه اخلي او پر ځان باندې ډول ډول ليکنې او رسمونه کوي چې د پينځه يا لس دقيقو وروسته سم له واره په هغه ډول راښکاره کيږي چې څه ډول ليکل او يا رسم شوي وي. نو دا چې زموږ ټولنه يوه نالوستې مذهبي ټولنه ده او خلک په خرافاتي شيانو لکه تعويز، پير، ملا و بزرگ باندې ډېر باور لري او دا ډول کارونه ورته د الله له اړخه ښکاري او دا خلک ورته د الله دوستان ښکاري طبعي ده چې دا ډول ناروغي لرونکي خلک د نورو انسانانو د احترام وړ وي. د همدغه فکتور ته په پام د ډرماګرافيزم ناروغان کوښښ کوي چې مذهبي شيان په خپل وجود وليکي څو د خلکو د پاملرنې او احترام وړ وګرځي.

د يهودو په ټولنه کې پر ځان تورات ليکي، په افريقايي او يا د ختيځي اروپا په غريبو ټولنو کې پر ځان انجيل ليکي او په افغانستان کې پر ځان باندې د الله ﷻ او يا د محمد ﷺ نوم او يا د قران څو ټکي ليکي. بيا دا ډول خلک کوښښ کوي چې د يو بزرگ يا پير په توګه خلک چوف، چوف کړي، خرافات ووايي او يا هم تعويزونه خلکو ته وليکي. په پوه ټولنه کې خلک پر ځان د ساعت تېرۍ شيان او يا گلان رسموي، خو مېرمن ډاکټر ژو بيا بل ډول مشهوره شوې .

مېرمن ډاکټر ژو، چې د لندن په ايست انجليا پوهنتون (University of East Anglia) کې د فارميسي پروفيسوره ده، د دې ناروغۍ په لرلو مشهوره او پېژندل شوې څېره ده. نوموړې د يو کلک لرګي پواسطه هره ورځ د کيميا او فارمولوژي فارمولونه په خپل پوستکي رسموي. او په ټولګي کې د خپل پوستکي له مخې درس ورکوي. دې ۳۱ کلنې پروفيسورې په دې برخه کې ډېر زيات شهرت تر لاسه کړی دی او هغه د ډرماګرافيک استادې په نوم پېژندل کيږي. (۹، ۱۰)

نو اوس به دا پروفيسوره دعوه کوي چې کيميا زما په وجود راښکاره کيږي؟؟؟؟

گيلې او نښې

د دغه ډول لړمکو د پېژندلو لپاره دا غوره نښه ده چې که چېرته د دغو ناروغانو په پوستکي باندې يو څه راښکودل شي نو پړسيږي. دا پړسوب یا سور وي او يا سپين وي.

بله نښه يې دا ده چې که د دې ډول ناروغانو په پوستکي باندې ګرمه خټه، ګرمې نکريزي او يا بل ګرم شی پورې شي نو د هماغه ګرمې ساحې په اندازه پکې کرښې او ليکې جوړيږي.

دا نښې د پينځو دقيقو څخه تر لسو دقيقو وروسته راڅرګنديږي او د نيم ساعت څخه تر يو ساعت پورې ښکاري بيا خپله له مينځه ځي.

په ډېرو مواردو کې که مخ، لاسونه، ورونونونه، د اوږو برخه، څټ، د لاس ورغوی، د پښو تلې وګرول شي او يا پرې څه رسم شي نو جوت ښکاري. دا ډول لړمې زياتره وخت خارښت نه کوي مګر د ستړيا، زړه بدوالي، وجود ګرموالي (تبې ته ورته ګرموالی) د اړونده سيمې سوروالی او پړسول، د بندونو درد.

دا ناروغي زياتره وخت د شپي له خوا وي او په هغو خلکو کې زياته وي چې سترس او ستړيا لري. ځکه دا ډول خلک زياتره وخت ځان ګروي او همدې ته يې پام وي.

او اروايي ناروغان او يا هغه خلک چې پر ځان يې باور نه وي کوښښ کوي چې دا ناروغي پر ځان راولي چې خلک پرې ترحم وکړي او يا د خلکو پاملرنه ورته وشي.

ځان ساتنه له دې ناروغۍ

د کلکو او پلاستيک ډول کاليو د اغوستلو څخه ځان ساتل. ځکه دا کالي د انسان په وجود کينې او هغه کې خاپونه جوړوي او بيا دا خاپونه سوزي او خارښت کوي.

په هيڅ ډول بايد تېره اله او يا بل څه د پوستکې د پاسه استعمال نه کړي او نه پوستکی وګروي.

په پوستکې باندې د هر ډول رسمونو جوړولو نومونو جوړولو څخه ځان وساتي، شايد بدې پايلې ولري.

درملنه

که د چا پوستکی وچ وي نو د هغه غوړو څخه بايد استفاده وشي چې پکې د لړمکيو ضد درمل () ګډ وي. د دغه ناروغۍ درمل د حساسيت ضد درمل Antihistamin، انتي بيوتيک، موضوعي د حساسيت ضد غوړولو کريمونه، سيستماتيک سترايد درملنه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب