تفریحي معلومات

د امریکا ۴۰۰ ښارونه د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي

په امريكا كې د يوې تازه څېړنې له مخې ویل شوي چې د سمندر د اوبو کچې لوړیدو له امله به د دغه هېواد نږدې ۴۰۰ ښارونه د ډوبیدو له سخت ګواښ سره مخامخ شي.
د نیشنل اکاډمي آف ساینس جنرل په خپور کړي تحقیق کې ویل شوي، د امريكا يو شمېر ښارونه په راتلونكي كې د نړۍ له نقشې څخه هم ورکېدلی شي.
دغه څېړنه زياتوي، که په نړۍ کې د کاربن ډای اکسایډ د مخ پر زیاتیدونکي اخراج مخه و نه نیول شي، په دوه ۲۰۵۰ کال کې به د لويدیځې انترکتیکا د واورې کنګلونه اوبه شي او د امریکا سلګونه ښارونه به لاندې کړي.
په څیړنه کې راغلي، تر ټولو ستر ګواښ د امریکا نیویارک، کلفورنیا، لوزیانا او فلوریډا ایالتونو ته متوجه دی.

جمال ابراهیمي: شنبه/ د تلې ۲۵مه/۱۳۹۴

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: