نصیحت کول | ښکاري او مرغه کیسه

یوه ورځ یوه ښکاري ، یوه مرغۍ په خپل دام کې ونیوله او کور ته یې راوړله ، مرغۍ ښکاري ته وویل :
اې ښاغلیه ! تا د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې غوښې خوړلي دي او هېڅکله نه یې موړ شوی ؛ زما د دې کوچني بدن له خوړلو هم نه مړېږې ، که چېري ما خوشي کړې ، نو درې د پند خبري درته کووم ، تر څو سوکالي او نېکمرغي دې په برخه شي .
لومړۍ د پند خبره هغه وخت درته کووم چي ما خوشي کړې ، دویمه د پند خبره به هغه مهال درته وکړم ، کله چې ستا د کور په بام کېناستم او درېمه د پند خبره به هغه وخت درته کووم ، کله چي پر ونه کښېناستم .
ښکاري ومنله ، مرغۍ وویل : له امکانه لري خبرو باندې به هېڅکله باور نه کوې.
ښکاري پرته له کوم ځنډ څخه هغه خوشې کړه ، مرغۍ والوته او د دوی د بام پر سر کښېناسته او وې ویل : د پند دوېمه خبره :
په تېرو پسې هېڅکله مه ګرځه او د هغه څه په باب اندېښنه مه کوه ، چې مخکې دې له لاسه ورکړي وي ، ځکه چې ګټه نه لري .
مرغۍ والوته د ونې پر یوه ښاخ کښېناسته او وې ویل : ای ښاغلیه ! زما په خېټه کې یوه مرغلره ده ، چې د لس درهمو په اندازه وزن لري ، مګر له بده مرغه ، چې ستا او ستا د اولادونو قسمت په کې نه وو ، کنه نو په هغې سره به ډېر شتمن شوی وای .
ښکاري د دې خبري په اورېدو سره ډېر خواشینی شو ، چیغي یې پورته شوې او وې ویل ، دا مې څه وکړل ؟
مرغۍ په خندا ورته وویل : ما څو شېبې مخکي تاته نصیحت وکړ ، چي په تېرو پسي مه ګرځه ، یا زما د پند په خبره نه یې پوه شوی او یـا هم کوڼ یې ؟
د پند دوېیمه خبره مې داوه ، چې په هغو خبرو باور مه کوه ، چې له امکانه لري وي .
اې ساده ! زما ټول وزن له درې (۳) درهمو څخه لوړ نه دی ، دا نو څه ډول امکان لري ، چې د لسو درهمو په وزن مرغلره دې زما په خېټه کې وي ؟
ښکاري څو شېبې د فکرونو په سمندر لاهو شو ، وروسته یې وویل : اې ځیرکې مرغۍ ته ډېره قېمتي یې ، د پند درېیمه خبره هم راته وکړه ، مرغۍ وویل : آیا د پند په هغو دوه مخکنیو خبرو دي عمل وکړ ، چي درېیمه هم درته وکړم ؟
نا پوه او خوبه وړو کسانو ته د پند خبرې کول داسې دي ، لکه په ښوره لرونکي ځمکې باندې د تخم شیندل.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب