په نهاره اوبه څښل؛ وزن کمول، پوستکی ځوان ساتل او تندې مخنیوی

په خالي (تشه) معده باندې اوبه څښل د انسان بدن ته زیاتې ګټې لري.

که په پیشنمې یا سهار وختې کې په نهاره اوبه وڅښل شي، نو ورسره د انسان د معدې فعالیت ځواکمن کیږي او د یو شمیر مهمو ناروغیو مخه هم ورسره نیول کیږي.

یو باور دا هم وجود لري، که له پیشنمې وړاندې اوبه وڅښل شي، نو سبا د ورځې پر مهال د شدیدې تندې احساس کمیږي.

همدارنګه په نهره اوبه څښل د هاضمي سیستم قوي کوي، چې ورسره د ځینو خطرناکو ناروغیو مخه هم نیول کیږي.

زیاتې اوبه څښل د انسان پوستکې تازه او ځوان ساتي او ورسره د وینې نوې حجرې هم تولیدیږي.

په نهاره اوبه څښل وزن کموي.

په نهاره د اوبو څښلو طریقه داده، چې سهار وختې له خوبه پاڅئ، مخکې له دې چې خوله یا مخ و لاس پریمنځۍ، د اوبو څښلو لپاره ارام کینۍ او کم تر کمه ۴ ګیلاسه چې د یو لیټر معادل کیږئ وڅښئ. که څلور ګیلاسه په لومړیو کې نه شئ څښلای، له ۲ يې پیل کړئ او ورو ورو د اوبو څښلو اندازه زیاته کړئ تر څو ۴ ګیلاسه ته ورسیږي.

په نهاره باندې اوبه څښل د سرطان او د ګردو ناروغیو مخه هم نیسي.

په یاد ولرئ، چې کله مو هم په نهاره اوبه وڅښلې، سمدستي خوراک مه پیلوئ؛ بلکې څو شیبې صبر وکړئ او له هغې وروسته خوراک پیل کړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب