د آمریکا امپریالسټي جنایات

ډاکټر دانیل ګنسر 

ځوکړه: ۲۹/اګست/۱۹۷۲ 

سویسزرلنډ 

د آمریکا جنایات او امپریالیستي سیاست: 

ژباړه: عبدالرحیم ظاهر 

تاریخ: ۱۷/مارچ/۲۰۲۲ 

 

په کال ۱۹۴۷ کې سي آي اې د ایټالیا په انتخاباتو کې لاسوهنه او تقلب وکړ، چې دې کار ته اجازه نشته خو امریکا دا کار وکړ ځکه چې د امپریالزم (استعمار طلبي) سیاست همداسې دی.

په ۱۹۵۰ میلادي کال کې يې د امپریالسټي سیاست له مخې شمالي کوریا بمبار کړه.

په ۱۹۵۳ م کال کې يې د ایران دولت رانسکور کړ. په ۱۹۵۴م کال کې يې د ګواتي مالا دولت رانسکور کړ او له نویو حکامو يې مننه وکړه چې کمونزم ته يې ماتې ورکړه. دې کار ته اجازه نشته خو آمریکا وکړل. او همدارنګه دوام پیدا کوي.

په کال ۱۹۶۱ کې يې کوښښ وکړ تر څو د کیوبا دولت رانسکور کړي خو ونه توانید.

 

په ۱۹۶۴ م کې پر وتنام حمله وکړه پدې بهانه چې وتنامیانو په موږ حمله کړې. اوس جوته شوې کوم جنګ چې امریکایانو پیل کړی وه د تانکنګ په نامه مطلق دروغ وه. دې ۱۱ کلن جنګ ۳ ملیونه انسانان ووژل. موږ يې په جزیاتو نه غږيږو، خو له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۵ پورې يې دوام پیدا کړ. په ۱۱م د سپتمبر کال ۱۹۷۳ کې يې د چین دموکرات دولت رانسکور کړ او پینوچټ(Pinochet) دکتاتور يې د دولت مشر وټاکه نوموړي به خپل مخالفین په طیاره کې سپرول او په پسفیک اوقیانوس کې يې له طیارې راغورزول دا یو ترور وه ، ځکه غوښتل يې چې د قربانیانو ځای پاتو ته دا مجال ورنکړي چې له هغوي لیدنه وکړاي شي. دې جنایاتو د خلکو ملاوې ماتې کړې. دا سیاست بیا هم دوام پیدا کوي او په ۱۹۷۹ میلادي کې سی آي اې د افغانستان له مجاهدینو خپل حمایت اعلانوي او د سي آي اې استازي په کال ۱۹۸۰ په پېښور کې مجاهدینو ته په خطاب کې وویل:

 هغه ځمکه او هېواد تاسو پورې اړوند دی تاسو به خپل مسجدونه او کورونه بېرته لاسته راوړئ ځکه ستاسو مبارزه برحقه ده او خدای ج تاسو سره دی.

په اتیاومه لسیزه کې آمریکا او سعودي مسلمانې افراطي ډلې مسلح کړې تر څو شوري ته شکست ورکي په همدې خاطر مجاهدینو ته اسامه بن لادن او القاعدې سټنګر راکیټونه ور واستول تر څو روسۍ طیارې پرې راوغورځوي. همدا وه چې روسانو په افغانستان کې شکست وکړ دا یو بریالی کار وه زه نه وایم چې ناکاره وه.

په همدې ترتیب په کال ۱۹۷۹ کې يې مرسته وکړه تر څو صدام حسین قدرت ته ورسیږي، صدام حسین ستېج ته وخوت او اعلان يې وکړ ټول هغه احزاب چې له هغوي وړه خطره هم هغه ته متوجه وي باید پاک کاري شي هغه وویل چې یو تعداد مخالفین زموږ په صف کې شتون لري او دهغوي دنمونو لیست يې ولوست او یو زیات شمیر کسان يې له صالون څخه وویستل چې وروسته هېڅ یو بېرته ژوندی را ونه ګرځېد.

په ۱۹۸۰ کې چې کله صدام خمیني تر حملې لاندې ونیو له صدام څخه يې حمایت وکړ او په پټه يې وسلې ورکولې ځکه په هغه وخت کې صدام د غرب ملګری وه او غوښتل يې چې ایران ضعیفه کړي دا جنګ له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۸ پورې دوام پیدا کړ.

په کال ۱۹۷۶ کې افشا شوه چې آمریکا په عین وخت کې ایران ته هم وسلې ورکولې چې دېته شیطانت ویل کیږي او غوښتل يې چې دواړه خواوې مسلح شي تر څو یو او بل سره ښه ووژني. ګیوکریتمن چې یو آمریکايي جیوستراتجیک وه پدې وخت کې يې ویلي وه چې باید المانیان او روسان سره په جنګ واچوو تر څو یو بل سره ووژني کله چې د روسانو او المانیانو وینه سره ګډه شي دا د آمریکا په ګټه ده. هو، دا خبرې ویل شوي دي باید اعتراف وکړو. نو پدې اساس ډېره مهمه ده تر څو المانیان او روسان خپلې ملګرتیا ته ټینګښت ورکي.

په ۱۹۸۶ کې لیبیا يې بمبار کړه، هو، رونالدریګن په همدې کال لیبیا بمبار کړله او اعلان يې وکړ چې نن ۷ بجې ماښام زموږ ځواکونو د لیبیا هغه نظامي او تروریستي مراکز بمبار کړل چې معمر القضافي سره يې مرسته کوله.

د ۱۹۹۰ په اګست کې صدام په کويټ حمله وکړه د امریکا سفیر (اپریل ګراسپیک) مخکې د صدام په اړه ویلي وه، که چېرې صدام غواړي خپلې بین المللي ستونزې پدې لاره حل کړي آمریکا کوم مخالفت نه لري خو کله چې صدام حمله وکړه آمریکایانو په ناڅاپي ډول مخالفت وښود، بین الملل هم بندیزونه پرې ولګول او آمریکا په کال ۱۹۹۱ کې په عراق او کویټ  حمله وکړه او د آمریکا د همغه وخت جمهور رئیس بوش اعلان وکړ چې زموږ ځواکونو دوه ساعته مخکې په عراق او کويټ حمله وکړه.

په ۱۹۹۶ د آمریکا خارجه وزیره میډلیټ آلبرایټ په یوه تلویزیوني مرکه کې د یو خبریال د سوال په وړاندې چې هغه پوښتنه کړې وه چې زموږ د بندیزونو په پایله کې په عراق کې ۵۰۰ زره ماشومان تلف شول آیا ددې ارزش يې درلود؟ هغې وویل بلې دا ارزش يې درلود. دا دی امپریالستي سیاست.

پدې بحث کې موږ د نویمې لسیزې په مینځ کې قرار لرو، زرغون حرکت لرونکو چې تل د جنګ ضد سیاست يې په مخه نیولی وه یوشکافشر د آلمان د بهرنیوچارو وزیر او شرویدر په کال ۱۹۹۹ د آمریکا د امپریالزم په مرسته یوګسلاویا په غیر قانوني ډول بمبار کړله چې دا یو مطلق غیر قانوني او تجاوزګرانه جنګ وه.

شرویدر اعلان وکړ چې نن شپه د ناټو ځواکونو د یوګسلاویا په نظامي مراکزو خپلې حملې پیل کړې. دلته هغوي د المانیانو احساساتو سره لوبې وکړې او دا اعلان يې وکړ چې ګوندې په یوګسلاویا کې د ټول وژونکو وسلو مراکز دي حال دا چې دا مطلق درواغ ول خو المانیان يې حیران کړي وه او بې لدې چې کوم جواز ولري غیر قانوني په يو جنګ کې ورګډ شوي وه.

وروسته بیا په ۲۰۰۱ سپتمبر کې چې کله د آمریکا په دوه غټو تجارتي ماڼیو حملې وشوې چې تر اوسه دهغې په اړه کره مالومات نشته او د امریکا امپریالزم د ترورستانو سره د مبارزې په پلمه ځانته داسې جوازونه برابر کړل چې وکولاي شي په هر وخت او په هر ځاي کې يې چې زړه وغواړي د ترورزم دلمنځه وړو په نامه حمله وکي. چې موږ اوس هم په همدې حالت کې قرار لرو یعني د تروریزم په وړاندې مبارزه، زه له ځوانانو غواړم چې لدې درواغجنې مبارزې لاس واخلي.

ما تل د آمریکا د امپریالزم په اړه تحقیق کړی اما وروسته د سپتمبر ۲۰۰۱ څخه زیاد تره د ۷م نمبر ماڼۍ په اړه هېڅ خبرې نه کیږي. زه پدې ځاي کې غواړم چې ووایم، د سپتمبر ۲۰۰۱ کال حمله تر اوسه واضحه نده. سره ددې هم، د یوې مجهولې تروریستي حملې په اساس الماني ځواکونه افغانستان ته واستول شول. جورج ډبلیوبوش په وینا کې وویل زه له تاسو اورم او پاتې نړۍ هم له تاسو اوري هغه چا چې دا ودانۍ ورانه کړې په زغرده به له موږ څخه هم واوري.

آمریکا د سپتمبر له یولسمې حتی یوه میاشت هم ارامه کښینه ناستله او د اکتوبر په ۷مه يې پر افغانستان حمله وکړه. بوش بیان ورکړ چې دا حمله په څو برخو کې پیل شوې موږ به په خپل عزم کې متزلزل نشو او موږ بریالي کېږو سوله او آزادي به رامنځته شي.

په کال ۲۰۰۳ میلادي کې عراق لکه څرنګه چې مخکې مې هم وویل عراق له یو ملیون څخه ډېر مړي ورکړي او همداشان دوام لري.

همدارنګه ۲۰۱۱ کې پر لیبیا بمبار:

سرکوزي، اوباما و انګریزانو په یو وار حمله وکړه بې لدې چې کوم حق او یا جواز ولري.

تاسو تل د ناټو غړو هېوادونو خشونتونه وینئ اما بیا هم ناټو غواړي خپل ځان د یو سولیز او دفاعي پیمان په شکل معرفي کړي. داسې نده ناټو یو یرغلګر پیمان دی چې نړیواله سوله او ثبات يې په خطر کې اچولی دی.

په ۲۰۱۱ کې د سوريې جنګ هم پیل شو چې د دې جنګ په اړه تل غلط مالومات نشرېدل او دا يې ویل چې دا یو کورنی جنګ دی او بشرالاسد پخپلو خلکو عامه وژنه روانه کړې. چې دا مطلق درواغ ول. سي آي اې یو ملیارد ډالر د چنارلرګي د عملیاتو تر عنوان لاندې سرمایه ګذاري وکړله تر څو هغه مسلمانان چې د اسد مخالفین دي مسلح کړي او د انګریزانو، قطر، سعودي، ترکیې او فرانسویانو په مرسته د بشار حاکمیت ړنګ کړي خو دا کار ونه شو ځکه د بشارالاسد تر شا ایران او روسیه ولاړه وه. فکر وکړئ دا ټول په کال ۲۰۱۱ کې رامنځته شول.

په کال ۲۰۱۴ کې د یوکراین جنګ پیل شو آمریکایان وايي دا د پوتین کار دی یعنې چې پوتین یوه ورځ له خوبه راپاڅېدلی او فکر يې کړی چې نن څه وکړم هو ښه به وي چې د کریمیا جزیره ونیسم. بلې دا ټکي په امریکايي ورځ پاڼو کې لیکل کېدل. اما قضیه داسې نه وه. دا د امریکا پټ عملیات ول چې غوښتل يې د یوکراین حکومت ړنګ کي او یو بل رژیم رامنځته کړي یوه کودتا وه. روسانو دې کودتا ته عکس العمل وښود او په توره بحیره کې يې خپلې هډې وژغورلې روسانو یوه ټول پوښتنه په لار واچوله او په همدې ترتیب جنګ پیل شو.

کولاي شو چې په همدا ډول دوام ورکو چې موږ د آمریکا د امپریالزم له يوې وړې برخې څخه یادونه وکړه، ما له AN,RN، یوریشیما او نګاسکي څخه تر اوسه یادونه نده کړې موږ د یوې وړې ستونزې په اړه بحث نه کوو بلکه موږ د یوې ډېرې لويې ستونزې په اړه چې هغه امریکايي امپریالزم دی بحث کوو.

اوباما په ناحقه د سولې په تړاو د نوبل جایزه واخیسته. اوباما د ۲۰۱۶م کال څخه راپدیخوا ۶ هېوادونه بمبار کړل تاسو ښه فکر وکړئ د افغانستان بمبار، پاکستان، عراق، سومالیا، سوریه، یمن او لیبیا، مهمه ځکه نه وه چې دا ټول اسلامي هېوادونه وه. او د تروریست په نوم تبلیغ دا ډول عمل وکړ. همدا دی چې د سولې جنبش باید دغو ټولو ته نه ووايي هېڅ انسان باید حذف نشي، موږ د ځوکړې له ورځې د انسان کورنۍ سره تړاو لرو او ژوندي پاتې کېدل مو مسلم حق دی.

ډاکټر دانیل ګنسر

ځوکړه: ۲۹/اګست/۱۹۷۲

سویسزرلنډ

د آمریکا جنایات او امپریالیستي سیاست:

ژباړه: عبدالرحیم ظاهر

تاریخ: ۱۷/مارچ/۲۰۲۲ 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب