د کردانو حال او پر امریکا د تکیه کوونکو برخلیک! تاریخي کیسه

د مصر وتلی ادیب او لیکوال انیس منصور وایي: «د ایران پاچا رضاشاه پهلوي دا نصیحت په خپل غږ کې راته ثبت کړ او ما ته یې راکړ چې دا زما له خوا “انور سادات” ته ورسوه، دا هغه ته زما مهم نصیحت دی، هغه ټینګار راته وکړ چې انور سادات باید زما نصیحت خامخا عملي کړي».

د ایران پاچا مصري واکمن انور سادات ته په خپل نصیحت کې وایي: «په دې سیمه کې چې ما امریکایانو ته څومره خدمت کړی دی، بل هېچا به نه وي ورته کړی، خو امریکایان هېڅ اصول او اخلاق نه پېژني. یو وخت یوه نڅا ځای کې زه د امریکا د ولسمشر کارټر له ښځې سره ګډېدم او هغه زما له ښځې سره ګډېدو. کارټر د ګډا په مهال زما ښځې ته په غوږ کې وویل: «ایران د امن جزیره ده او ایران ښایسته دی، خو په همدې وخت کې د امریکا د مرکزي استخباراتو مدیر د تهران په هوایي ډګر کې د خمیني انتظار کاوه!»

د ایران پاچا زیاتوي: «زما وروره انور ساداته! پر امریکایانو هېڅ باور مه کوه، هغوی که نن تا ومني، سبا دې وژني، له دوی نه ځان ساته، زما سره چې دوی څه وکړل، دا د هر چا لپاره د عبرت ستر درس دی او هېڅوک یې باید هېر نه کړي. یانې هر امریکا پلوی باید د امریکایانو پر دوستۍ باور ونه کړي».

انیس منصور په پای کې لیکي: «انور سادات لکه چې د ایران د پاچا نصیحت هېر کړی و، نو ځکه یې له امریکایانو سره د دوستۍ بده پایله موږ په خپلو سترګو وليدله».

د دغو واقعیتونو او د نن تاریخ حال د سوريې کردان دي، کردان په اسلامي تاریخ کې د صلاح الدین ایوبي له ستر او ویاړه ډک نوم سره یادیږي، دوی د هغه چا کهول دي چې تل یې نور ساتلي، ولې د نااهلو او له بهره صادرو شویو رهبرانو له امله، تل د ختیځ او لوېدیځ په لویو لوبو کې د ورځنیو سیاستونو او ژورو ستراتيژیکو ټکرونو په ګردوبونو کې لوبول شوي دي.

په ترکیه کې د اردوغان راتګ د کردي ملت لپاره په ايډیالوژیک او قومي اړخ دواړو کې یو ښه تغیر و، هغه چې د ترکیې دننه او بهر اردوغان د پان عثماني لیدلوري پر بنسټ تر بل هر چا کردان ډېر وپالل، مګر کله چې ځینې کرد سیکولر خوځښتونه د تل ابیب میدانونو ته لاړل او امریکا د صه یونیستي دوکتورینو د هڅونې پر بنسټ، د سوریې د وېشلو او د ترکیې د ګواښلو په موخه، دغو ډلو ته نوي کوردینات ورکړل او هماغه وو چې هرڅه بدل شول.

اردوغان
اردوغان

سوریې ته د امریکایانو پښه راخلاصه شوه، کردان لومړني خلک وو چې د فراق غږونه یی اوچت کړل، ټوپک یې واخیست او لومړنۍ امریکایي اډې هم د دوی په سیمو کې جوړې شوې. دا هغه مسئله وه چې د ترکیې د ستراتیژیکي دفاع د دودیزو حرمتونو ماتول وو.

نن چې امریکا له ترکیې سره د پټو ګټو کوم تړون کړی، امریکا د هغه په مقابل کې کردان د منفلي په نرخ خرڅ کړل او ترکیه یې د سولې په نوم وژني.

هغه چې اوس دوی ته له ترکیې سره پرته له تسلیمۍ او یا ځان وژونکې جګړې بغیر بل هېڅ کوم انتخاب نه دی پاتې.

د قدرت د نېشې پر مهال پندونه او عبرتونه اخیستل د یوه نیم نېکمرغه په برخه کیږي، اکثره د واک او ځواک پر مهال په دې اړه عقل کم کاروي، ځکه خو ډېری پردي پال نامراده او ډېر ژر له واکه لوېدلي دي.

د نن او پرون تاریخي روایتونو دغه واقعې هر هغه افغان ته که د عبرت او پند اخیستلو وړتیا لري، د ایراني پاچا سپارښتنه دې جدي په پام کې ونیسي، په قدرت دې نه مغروره کیږي، د قدرت ناوې د ډېرو بدمرغه زلمو کونډه ده، لکه مرحوم پسرلی چې وايي:

ښه مې د قدرت خوړجنې ناوې ته چې وکتل

دا بوډۍ د ډېرو سرخوړليو زلمو کونډه وه

او یا که هغه واقعیت هسې افسانه او کیسه بولي، نو د نن سوري کردانو برخلیک دې وارزوي، چې څنګه امریکایانو حیران او تر لاسو ـ پښو تړلي يې ترکانو ته پرېښودل، د سهیلي ویتنام د لاسپوڅیو حال دې واخلي چې کله امریکایان له ویتنامه په تېښته کې وو، نو د دې پر ځای چې دوی یې په الوتکو کې ورسره بیولي وای، په تش ډګر یې يرېښودل او له الوتکو یې کښته راغورځار کړل او که دا هم نه وي؛ نو د منځني ختېځ د مستبدو ډیکتاتورانو له برخلیکه دې ځان خبر کړي، چې څنګه یې لومړی د خپلو ولسونو پر خلاف لکه یوه وسیله وکارول او بیا یي پر همدغو ملتونو بې عزته کړل، په لارو او کوڅو کې یې پرې ووژل او یا یې لکه صدام حسین خبره تر داره ورسېده.

په پښتو کې متلونه دي چې وايي: «پردی کټ تر نیمو شپو وي؛ تر پردي زوی خپله لور هم ښه ده او یا په پردي لاس مار هم مه وژنه». اوس نو خبره زموږ له امریکا مذهبو افغانانو سره ده چې پردۍ لښکرې تاسې نه شي ساتلی، خپل ولس ته مراجعه وکړئ، دا ډېر عظیم او عزتمند قام دی، په پردو یې ویاړمند تاریخ مه ور بدرنګه کوئ، هغوی چې په پردو یې ځان ساته، نه یي کور شته نه یې ګور، امریکایي ولسمشر ته د هغوی د قاتلو لښکرو د پاتې کېدو پر ځای پر خپل ولس تکیه وکړئ، روانه جګړه افغان وژنه او بهرنیان د دغه وحشت لومړني عاملین دي، بنا د ولس له غږ او غبرګون سره مله شئ، د بهرنیانو د وتلو ولسي پ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب