تدریسې میتودونه

تدريسي مېتودونه

هغه طريقي بلل كېږي چې كوم ښوونكي او عالمان يې د خپل تدريسي پلان د كارولو لپاره په دې اساس پلي كوي څو تدريس يې مؤثر ثابت سي ، زده كوونكي چې له كوم ښوونكي څخه زده كړه كوي په پوره توګه يې ځيني تر لاسه كړي او زده كوونكي د پوهي تر درشله ورسوي په معصر پيدا ګوژيك سيستم كښي تدريسي مېتودونه په لسګونو دي چي اړين يې (رول پلې عملي درس ، ټچ ګېم يا ارتباطي لوبه ، لكچر، سوال او جواب ،تقابل يا اكرسټ ،ډله يز يا ګروپينګ ، سېرعلمي ) مېتودونه بلل كېږي چي د پخواني درسي سيستم استاد محوري او اوسني درسي سيستم شاګرد محوري كښي پر كار لوېږي .

په در سي سيستمونو ، پوهنيزو ټولګيو ، سيمينارونو ، ور كشاپونو او نورو ….. كښي چي كله كوم درسي پروسه تر سره كېږي په دا سي مواردو كښي عموماً دوه ډوله درسي مېتود تر سره كېږې چي لمړي يې په فردي ډول وي چې استاد يا ښوونكي يوه تن ته در درس ور كوي دوهم ډول يې دسته جمعي يا صنفي ډول وي چې د ګډون والو شمېر يې تر ېوه زيات وي پدې مېتود كښي چي هر څومره د وګړو تعدد زياتېږي په هماغه اندازه استاد يا ښوونكي د درسي محتوي پلي كول ، زده كوونكو و فكرونو ته د خپلي درسي محتوي انسټال( ور انتقالول ) ستونزمن كېږي چي د وخت او زمان په تېرېدو سره ډېروپوهانو د درسي كاري اسانتيا لپاره بېلابيل ميتودونه پر كار اچولي دي .

دهغو په هره جمله كښي چي دهري موضوع په ارتباط يې ويلې وي څومره مفاهيم په څومره اندازونو كښي پراته وي په ګروپي ډول د پورته يادو سوو مفاهيمو چې هغه درسي پديدې بلل كېږي چي نن هم په مؤډرن جهان كښي په مؤډرن ډول ښوونكي او استادان كار ور ځيني اخلي .
په ټولګيو کي د تدريس ترڅنګ د تجريبو ترسره کول کې اغيزناکه تعليمي فضا را منځته کوي.
د مسلکي او متخصصوکسانو را غوښتنه تدريسي ټولګۍ ته ځيني خلګ زموږ په ټولنه کي ژوند کوي ، کېداى شي دغه کسان د ګټورو تدريسي سرچينو په توګه موږ ته ګټور ثابت شي ،ددې ترڅنګ اکاډميک او متخصص کسان د خپلو تجريبو په ښوونه سره زموږ په ښوونځيو کي د استعدادونو په وده کي ستر رول د خپلو تجريبو سره ولري او خپل مهارتونه را څرګند کړي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب