انبیاء ع

د اسماعيل علیه السلام زېږد

د اسماعیل علیه السلام د زېږېدل

ابراهيم علیه السلام  دمصر څخه بېرته  فلسطين ته وکوچېدئ دده سره په دغه سفر کي ساره رضی الله عنها او ددې مينځه هاجره رضی الله عنها ملګرې وه .ساره رضی الله عنها وچه وه اولاد يې  نه کېدئ او داولاد دپيدايښت څخه هم ناهيلې وه ځکه  ډېره سپين سرې سوې وه ،عمر يې اوياوو کالو ته رسېدلى وو، ملايې دوه  ځايه سوې وه  او ابراهيم علیه السلام  هم ډېر سپين ږيرى وو له همدې وجهي څخه ساره رضی الله عنها خپله مينځه هاجره رضی الله عنها ابراهيم علیه السلام  ته وبخښل او اشاره يې ورته وکړه څو دهاجرې  رضی الله عنها سره نکاح وکړي او بيا ورسره يوځاى سي ، ګوندي الله جل جلاله  اولاد ورکړي او دابراهيم علیه السلام  سره به دژوندانه په تکليفونو کي  همکاره وي . ابراهيم علیه السلام  دساره رضی الله عنها په اشاره عمل وکړ، دهاجرې رضی الله عنها سره يې نکاح وکړه او ورسره يوځاى سو الله جل جلاله  داسي زوى ورکړ، چي ډېر هوښيار او نابغه انسان وو چي دنسله څخه يې خاتم النبيين سيدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وزېږېدئ.
ابراهيم علیه السلام  ته الله جل جلاله  په ٨٧ کلنۍ کي اسماعيل علیه السلام  زوى ورکړ، دې کار دابراهيم علیه السلام  روحيات پياوړي کړه او دڅښتن تعالى جل جلاله  شکر ګذاره بنده جوړ سو. ساره رضی الله عنها ښايي په ښکاره دابراهيم علیه السلام  سره په دې خوشالي کي ګډون کړى وي خو دغم ، ناهيلۍ ، افسوس هغه اور چي ددې پرزه باندي يې يرغل کړى وو دا يې ارام ته نه پرېښوده ځکه تل به يې په زړه کي داسي خبري وې چي دې په نبوي کورنۍ کي دژوندانه زياته برخه تېره کړې ده ، ډول ، ډول ستونزي ، غمونه او تکليفونه يې ليدلي دي خو دا داولاد دميني دسيوري څخه بې برخي ده ، کاشکي ددې سينه هم دالهي پېرزويني څخه سوکاله واى او په دغه حالت کي دميني سمبول اولاد لرلاى . اخر داچي ساره رضی الله عنها دې حالت ته ورسېده چي نور يې ددې حوصله دلاسه ورکړه چي خپلي بني زوى ته وګوري ، بله هيڅ لاره ورپاته نه سوه پرته لدې چي ابراهيم علیه السلام  ته وايي چي هاجره او زوى يې زما څخه ليري کړه ، زما دکور څخه يې  وباسه او زما څخه يې غايب کړه . پدې کارو کي الهي حکمت نغښتى وو چي ددې په زړه کي داسي پيښي ور وړاندي کېدې . ابراهيم علیه السلام  دالله جل جلاله  په امر هم داسي وکړه اسماعيل  علیه السلام  او هاجره رضی الله عنها يې دکور  څخه سپاره راوايستل دښتونه او پراخي سيمي يې طى کړې آن تردې چي دمکې نااباده او وچو غرو ته يې راورسول . دوى دواړه يې داسي سيمي ته راورسول چي نه يې اوبه درلودې او نه يې واښه درلوده ، نه په دې سيمه کي انسان اوسېدئ او نه بل داسي څوک چي انساني الفت ورسره مينه کولاى . په دغه وخت کي په مکه کي هيڅوک نه اوسېدل  او نه کومه ابادي پکښې وه .
 ابراهيم علیه السلام  دوى دواړه په دښت کي ديوې درختي لاندي چي دزم زم دڅاه وڅنګ ته ولاړه وه پرېښودل.دخرماوو يوه غنچه او يو لوښى اوبه يې ورته پرېښودلې . ابراهيم علیه السلام  بېرته دفلسطين لوري ته حرکت وکړ، هاجرې رضی الله عنها په ابراهيم علیه السلام  پسي ږغ وکړ، چي اې ابراهيمه ! موږ دي په دې ځاى کي چاته پرېښودو چي نه انسان سته او نه کومه ابادي سته ؟ ابراهيم علیه السلام  په دې موخه چي دا الهي نافرماني ونه کړي هيڅ ږغ يې ورته ونه کړ، هاجرې رضی الله عنها خپله خبره په بيا بيا تکرار کړه خو ابراهيم علیه السلام  هيڅ جواب نه ورته وايه . اخرهاجرې رضی الله عنها ورته وويل : اې ابراهيمه! ايا تا داکار دالله جل جلاله  په امر کړى دئ ؟ ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : هو ، هاجرې رضی الله عنها ورته وويل : الله جل جلاله  هيڅکله موږ نه ضايع کوي.
الله اکبر …….. دا ايمان وو …. سبحان الله څومره لوى خداى دئ ، څومره عجيب او غريب انسانان يې پيدا کړي دي ، څومره ټينګي او مظبوطي عقيدې يې پيدا کړي ، څومره پر دين مين انسانان يې پيدا کړي . داسي پيښي دي چي نژدې ده چي بيخي به څوک باور پر ونه کړي.
تاسو وګورئ! دابراهيم علیه السلام  څومره زړه سکون او ارام درلودئ چي خپل ماشوم زوى اوخپله مېرمن هاجره رضی الله عنها يې پردې چول بيابان باندي پرېښودل چي نه څه دخوراک سته ، نه ابادي سته اونه کوم انسان سته ، ددې زړه به څه حال وو؟ چي دنهايتي کمزورى په حالت کي يې زوى پيدا کړى دئ بيا يې دالله جل جلاله  په امر په هلاکونکي دښت کي پريږدي؟ بلکي دازړه دارام او سکون په فضا کي دالله جل جلاله  لپاره  هر څه کول.
دبله پلوه هاجرې رضی الله عنها ته وګورئ!څنګه يې الهي امر ته غاړه کښېښوده چي په يوه داسي ځاى کي پاته سي چي هلته نه اوبه سته او نه خوراک او نه بل انسان سته تش په دې خبره يې دزړه ډاډ وو چي دا الهي امر دئ زه به يې قبلوم . ځان يې لوږي ، تندي ، دليوانو خوراک او بيري ته ورکړ، دې ته حقيقي ايمان وايي.
کله چي ابراهيم علیه السلام  دخپلي مېرمني او زوى څخه روان سو نو دبيت الله شريف پر لوري يې حرکت وکړ، کله چي دبيت الله شريفي مقام ته ورسېدئ لاندي دعا يې وويل:
رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ (37)  (سورة ابراهيم:٣٧)
ژباړه : اې زما ربه ! ما خپل اولاد په يوه داسي شېله کي پرېښودئ چي هيڅ کښت پکښي نسته ، ستا دمحترمي بيتې په وړاندي ده ، اې زموږ ربه ! ددې لپاره چي لمونځ برپايه سي نو زړونه دځيني خلګو دلته راجلب کړه او دوى ته  دميوو څخه رزق ورکړه ددې لپاره چي ستا شکر ادا کړي.
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: