د حمزه رض مسلمانېدل | صحابه کرام

په دې توره تیاره ماښام کې چې د ظلم او تیري وریځې هرې خوا ته خپرې وې یوې بریښنا پړک وکړ او د بې وسو او ناتوانو خلکو تیاره لیار یې روښانه کړه ، دا روڼ سهار د عبدالمطلب د زوي حمزة رضي الله عنه مسلمانیدل وو نومړي د نبوت په شپږم کال په اخرنۍ برخه کې غالبا د ذوالحجې میاشت کې مسلمان شو.

د مسلمانیدو کیسه یې داسې وه چې ابوجهل یوه ورځ د رسول الله صلي الله علیه وسلم خوا ته هغه وخت ورغي چې نبي صلي الله علیه وسلم د صفا غونډۍ سره ناست وو ویې ربړولو او ټیل را ټیل یې واهه نبي صلي الله علیه وسلم هر څه وزغمل هیڅ ځواب یې ورنه کړ بیا یې په سر په ډبره وواهه ، مبارک سر یې زخمی او وینې ترې روانې شوې، بیا ابوجهل د قریشو غونډې ته چې د کعبې تر څنګ ناست وو ورغي.

د عبد الله بن جدعان یوې ونځې چې د صفا غونډۍ د پاسه له خپل کور څخه دا ژړوونکې صحنه لیدلې وه کله چې حمزه له ښکار څخه چې د ښکار لینده یې په لاس کې وه راغي ، نو وینځې ورته د ابوجهل د ظلم او تیري کیسه وکړه ،حمزه چې د قریشو تر ټولو زړور پیاوړي او قوي ځوان وو د خپل وراره له وهلو خورا په قهر او ملا یې وتړله چې همدا اوس پورته او په ابو جهل برید وکړي ،همغه وو چې منډه یې واخیسته او جومات ته ولاړ او د ابوجهل دسر سره ودرید او ورته یې وویل : اي  ډارنه ته یې چې زما وراره ته بد رد وایې او له دې خبر نه یې چې ما یې دین منلي دي ؟ او بیا یې پرې د لیندۍ وار وکړ او ډیر بد یې زخمی کړ هغه و چې د بنې مخزوم ځینو ځوانانو غږ کړ چې الۍ ابوجهل یې وواهه او د بني هاشمو ځینو ځوانانو غږ کړ چې الۍ دحمزة ملاتړ وکړي همدا زور او زوږ وو چې ابوجهل وویل چې ابوعماره پریږدئ باک یې نه شته ځکه ما یې وراره ډیر کنځلي وو.

دحضرت حمزة رضي الله عنه د اسلام منلو دعوه لومړي ځل له دې کبله وه چې د خپل وراره سپکاوۍ یې نه شو زغملاي ، خوبیا یې الله جل جلا له سینه پراخه د اسلام په کړئ یې منګولې ښخې او مسلمانان پرې خورا زیات پیاوړي شول .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب