د اېکوسېستم ډولونه

د اېکوسېستم ډولونه:

آيا د پسه د استوګنې د چاپېريال په باره کې مو فکر کړی دی؟ ولې دا حيوان نشي کولی د اوبو په چاپېريال کې ژوند وکړي؟ مختلف اېکوسېستمونه د ژونديو موجوداتو د مختلفو نوعو د اوسېدلو چاپېريال دی.مثًلا:دپسه د بدن جوړښت داسې جوړ شوی دی چې له واښه لرونکي وچ چاپېريال سره یې توافق حاصل کړی دی. بدن یې د فلسونو په عوض په وړيو پوښل شوی دی، د اوبو د حيواناتو پرخلاف د برانشونو په ځای سږي لري او د هغو نباتاتو څخه چې د اوسېدلو په چاپېريال کې یې شنه کېږي، تغذيه کوي.
د اځکوسېستم ډولونه په لاندې ډول ترڅړېنې لاندې نيسو:

د وچې اېکوسېستم:

داسې فکر وکړي چې تاسو په يو وچ، ګرم او له خاورو ډک چاپېريال کې ياست. په يوه خواکې اغزي لرونکي بوټي )ځوزان( او په بله خواکې د ډبرو دپاسه چرمښکۍ وينئ. آيا ويلی شئ چې تاسو په څه ډول چاپېريال کې ياست؟
ښايي ستاسو ځواب به داوي چې په دښته کې يو. دښتې د ژونديو او غير ژونديو موجوداتو د لرلو له پلوه له نورو چاپېريالونو سره توپير کوي. د دې ډول چاپېريال په غير ژونديو اجزاوو کې خاوره، اوبه او خاص اقليم شامل دی. اقليم د اوبو او هوا خاص حالت دی چې تر اوږدې مودې پورې دوام کوي. د دښتې چاپېريال په ژونديو اجزاوو کې خاص حيوانات او نباتات شامل دي. د يو خاص اقليم لرونکې مشخصه سيمې چې حيوانات او نباتات په هغې کې ژوند کوي، د بايوم (Biome) په نامه يادېږي. د بېلګې په توګه: د نورستان او کونړونو د ځنګلونو په بايوم کې د هغې سيمې خاېص ونې، لکه: څړېۍ )بلوط(، ارچه، پسته او نور موجود دي. د وچې په اځکوسېستم کې ځن/لونه، واښه، دښتې او نور شامل دي.

سمندري اېکوسېستم

دځمکېدسطحې ې برخه اوبو نيولې ده ځکه د ځمکې پر سطحه د سمندرونو اوقيانوسونه شتون ددي مطلب شاهد دي. د اېکالوژۍ پوهانو دغه اېکوسېستمونه د سمندري اېکوسېستمونو په نامه ياد کړي دي. ددې ډول اېکوسېستمونو ژوندۍ او غيرژوندۍ اجزا هم بېلابېلې دي. د بېلګې په توګه: غيرژوندۍ اجزا یې اوبه، د اوبو د تودوخې درجه، د اوبو ژوروالی او د اوبو داخل ته د لمر د رڼا د تېرځدو اندازې څخه عبارت دي. ټول حيوانات او نباتات په مختلفو بڼو او اندازې سره د سمندرونو او اوقيانوسونو دننه کې ژوند کوي لکه د ځمکې د کرې لوی حيوان، د اوبو نهن, (Blue Whale) او ډځر کوچني ژوندي موجودات پلانکټونه (Planktons) پکې شامل دي. دا ټول د سمندري اځکوسېستم ژوندۍ اجزاوې دي. هغه پلانکټونونه چې د لامبو وهوونکو الجيانو له جملې څخه دي. د ضيايي ترکيب د عملیې په سرته رسولو سره هم اتوتروف دي او هم یې د بحري اځکوسېستم دننه د توليدوونکو په حيث د خوراکي زنځير لومړنۍ کړۍ جوړه کځړده. په لاندې شکلونو کې ليدل کېږي.

هرڅومره چې د سمندرو له مخ څخه د اوبو د ژوروالي په طرف لاړ شو،. د تودوخې درجه کمېږي، نو د اوبو د مخ د تودوخې درجه نسبت ژورو برخو ته ګرمه وي، همدارنګه هغه اوبه، چې د استوا کرښې ته نږدې وي، د قطبونو د اوبو په نسبت زياتې تودې وي. د تودوخې درجه د ژونديو موجوداتو په نوعيت زياته اغېزه لري، د بېلګې په توګه: هغه کبان چې قطبينو ته په نږدې اوبو کې ژوند کوي، له سړو اوبو سره یې توافق کړی دی. په داسې حال کې چې د تودو سيمو حيوانات د ژوند د دوام لپاره ګرم چاپېريال ته اړتيا لري. په کومه اندازه چې د تودوخې درجه د اوبو د ژونديو موجوداتو په ژوند تاثير

اچوي، ژوروالی او د لمر شعاع هم تاثير لري. هغه ژوندي موجودات چې د سمندرونو په غاړو (سواحلونو) او سمندرونو ته نږدې ژوند کوي، توافق یې کړی دی چې د اوبو له څپو سره ټکر وکړي او هم له ازادې هوا څخه ګټه واخلي. هرڅومره چې د سواحلو له لورې څخه د اوبو په لورې وړاندې لاړشو، د اوبو ژوروالی زياتېږي. څرن/ه چې د لمر پوره وړان/ې په دې برخه ل/ېږي، اوبه تودې وي، نو د نباتاتو، کبانو، کشپانو او د ډولفين نوعې پکې ليدل کيږي. دې سيمې څخه وروسته د اوبو ژوروالی زياتېږي. په دې سيمه کې چې د

Oceanic Zone په نامه يادېږي، د اوبو په سطحه پلانکټونه، نهن/ان د کبانو ډولونه او کوسه کبان ليدل کېږي. له سمندر لاندې (ژوره) برخه داسې ځای دی

چې هلته هي& ډول د لمر رڼا يا وړانګې نه رسېږي. همدارنګه ډځر يخه وي حيوانات لکه: کبان، چينجي او چنګاښ په دې ځای کې پيداکېږي چې د اوبو له ژوروالي او تيارې سره یې توافق حاصل کړی دی. دا ژوندي موجودات خپل خواړه له هغو موادو څخه اخلي چې د اوبو له مخ

څخه د اوبو ژورو برخو ته راغلې وي.

د تازه اوبو اېکوسېستم

چينه، او سيند له کومو عمده شيانو څخه جوړ شوی وي؟ چينې، جهيلونه او سيند له اوبو څخه تشکيل شوی دی چې دا ټول د تازه اوبو د اېکوسېستمونو مثالونه دي. باران، واورې او ږلۍ په ورځدلو او د غرونو د سرونو د واورو او يخ په ويلې کېدلو سره کوچني لښتي (ويالې) جوړېږي چې د غرونو د لمنو په لورې جريان پيداکوي. منځته راغلي لښتي يا ويالې سره يوځای کېږي، لویې ويالې جوړوي. له څو لويو ويالو په يوځاې کېدو سره سيند جوړېږي. چينې چې تر ځمکې لاندې د اوبو زځرمې دي، د ځمکې سطحې ته لار پيداکوي. يعنې د ځمکې لاندې د اوبو زځرمې چې د

ځمکې سطحې ته لار پيداکوي چينې منځته راځي. پورته ذکر شوي ټول شيان د خوږو اوبو اېکوسېستم جوړوي. اوبه ډبرې، خاوري، شګې چې د اوبو دت, په مخ کې واقع وي، د تازه

اوبو د اځکوسېستم غير ژوندۍ اجزا دي. هغه نباتات چې د اوبو د جريان دواړو خواوو ته واقع وي، همدارن/ه الجي، د ډبرو پرمخ خزې د اوبو په دننه کې کوچني ژوندي موجودات، کبان، حشرات، چونګښې، حلزونونه او نور دا ټول د تازه يا خوږو اوبو د اځکوسېستم د ژونديو اجزاوو له ډلې څخه دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب