اسلام مشاهیرنړۍ په دې ورځ

د اسلامي نړۍ وفات شوي څېرې په ۲۰۱۱ م کې

د اسلامي نړۍ وتلي اشخاص چې په ۲۰۱۱ م کال کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې

د يويشتمې پيړۍ د دوهمې لسيزې د لومړي کال په توګه ۲۰۱۱م کال د سترو سياسي، اقتصادي، طبيعي او بشري پيښو شاهد وو. د ډيرو هيوادونو سياسي واکمنان چې له لسيزو راهيسې د خپلو ولسونو پر برخليک غريدلي وو، له واکه ګوښه کړی شول. د پانګوال نظام ستنې ولړزيدې. طبيعي پيښو د تل په څير د انسان پر-ځان-غره عقل وننګاوو. د نړۍ د انسانانو شمير له اوو ميلياردو تنو واوښت او د فکر، او سياست په ډګر کې د رغنده يا نارغنده نقش لوبوونکو له نړۍ  سره مخه ښه وکړه.

د بيوزلۍ، بې وسۍ او نهيلۍ هغه لمبې چې د تونس د سيدي بوزيدي ښار اوسيدونکي، محمد بوعزيزي، له تن څخه د ۲۰۱۰م کال د دسمبر په ۱۷مه پورته شوې، د ډيرو زورواکانو تر ماڼيو ورسيدې، او د ډيرو نهيلو ولسونو په زړونو کې يې هيلې راتاندې کړې. د تونس د زين العابدين بن علي، د مصر د حسني مبارک او د ليبيا د معمر القذافي په څير مستبدې بيړۍ د ولسي پاڅون په څپو کې ډوبې شوې. د يمن د عبدالله صالح او د سوريې د بشار الاسد په څير زورواکانو د خپل سياسي ځنکدن پر درشل پښې کيښودې. د ځمکې له پلوه د افريقا تر ټولو لوی هيواد، مسلمان سودان، د خپلو د ساده ګۍ او د پرديو د چالاکۍ په پايله کې تجزيه شو. فلسطين هماغسې د زورواک صليب، چالاک هيکل او ويده هلال د ګډې پروژې، اسرائيلي رژيم، په کرغيړنو لاسونو کې پاتې شو. له مسلمان عراق څخه له څه د پاسه اته کلن ځناورتوب، وژنو، شوکو، غلاګانو او جګړو وروسته ډير امريکايي پوځونه ووتل، مګر پرته له دې چې د خپلو کړنو په هکله ځواب ووايي يا ځواب ويلو ته اړ کړل شي. افغانستان د د بوش له خوا پيل شوې صليبي جګړې لومړۍ لسيزه په داسې حال کې بشپړه او پر يوولسم کال پښه کيښوده چې د لويې جرګې په نوم راټولو کړی شويو جرګه مارانو په رسمي ډول پر امريکا د خپلواکۍ پلورلو ته چمتووالی وښود.

د امريکا او اروپا ستر اقتصادونه له ژور کړکيچ سره مخ شول. په جاپان کې د ۲۰۱۱م کال د مارچ د يوولسمې نيټې زلزلې يو وار بيا له خدايه بې پروا انسانيت ته د الهي زور يوه کوچنۍ بيلګه وښوده. د صوماليې  وچکالۍ د لس ګونو زرو انسانانو په وږي کولو سره انساني او مسلمان ضمير په ازموينې کې واچاوو. هلته چې ځينې مسلمانان له لوږې او تندې هره شيبه د مرګ په انتظار پراته وو، او نورو مسلمانانو په مزو او چړچو کې شپې تيرولې. د نړۍ اووه ميلياردم انسان د ملګرو ملتونو د ټولنې د سرمُنشي، بانکي مون، په وينا له تناقضاتو ډکې داسې يوې نړۍ ته سترګې وغړولې چې يو خوا د خوراکونو انبارونه پراته دي، او بل خوا ميليونونه له لوږې ځوريږي؛ يو خوا ځينې په مزو چړچو کې ژوند تيروي او بل خوا اکثريت د بيوزلۍ شپې او ورځې تيروي.

نجم الدين اربکان
د ايمان، سياست او علمي نبوغ ګډ شخصيت
استاذ نجم الدين اربکان د درېيم اسلامي خلافت، عثماني خلافت، له رسمي سقوط څخه يوازې دوه نيم کاله وروسته د ۱۹۲۶م کال د اکتوبر په ۲۹مه نيټه د تُرکيې په سينوب ښارکې، چې د تورې بحيرې پر تر ټولو شمالي ساحل پروت دی، نړۍ ته سترګې وغړولې. نسب يې سلجوقي اميرانو ته رسيږي چې د تُرکيې په تاريخ کې د “بني أجولري” په نوم ياديږي. نيکه يې د هغوی د ماليې وروستی وزير او د سلطان عبد الحميد الثاني له نږدې کسانو څخه وو. پلار يې د شريعت او قانون استاذ وو. کورنۍ يې د ناظر زاده يا د وزير د زوی په نوم شهرت درلود.

له دوهمي ښوونځی څخه په ۱۹۴۳م کال کې فارغ شو او د استانبول په انجينرۍ پوهنځي کې شامل شو. د ميخانيکي انجينرۍ پوهنځي د لومړۍ دورې فارغينو په ډله کې په ۱۹۴۸م کې فارغ شو او په هماغه پوهنځي کې بيرته وګومارل شو. په ۱۹۵۱م کال کې د نورو زده کړو له پاره المان ته لاړ. په ۱۹۵۶م کال کې يې د المان له أخن پوهنتون څخه د انجنونو په انجينرۍ کې دکتورا تر لاسه کړه. په المان کې د درس پر مهال يې د موټرو په توليدځای کې د څيړونکو انجينرانو د مشر په توګه دنده تر سره کوله او له خپلې ډلې سره يو ځای يې د ټانکونو داسې ماشين جوړ کړ چې په هر ډول تيلو چليږي.

استاذ له درسي مودې وروسته بيرته هيواد ته راستون شو. په المان کې د ده د پاتې کيدو ټولې هڅې يې رد کړې، او استانبول پوهنتون ته راوګرځيد. هلته يې د خپل علمي نبوغ له برکته د مرستيال استاذ درجه تر لاسه کړه. په دې وخت کې نوموړی ۲۷ کلن، او په تُرکيې کې د عمر له پلوه تر ټولو کشر مرستيال استاذ وو. بيا په ماشينونو کې د تخصص په برخې کې استاذ شو، او په دې وخت کې لا ۲۹ کلن شوی نه وو.

له خپلو درې سوو ملګرو سره په ګډه يې د ډيزلي ماشينونو توليدځای جوړ کړ چې په ۱۹۶۰م کال کې يې عملاً په توليد پيل وکړ او تر دې مهاله ادامه لري. له ۲۲ نورو انجينرانو ملګرو سره په ګډه يې لومړنی تُرکي موټر جوړ کړ.

په داسې حال کې چې نوره تُرکيه په لويديز رنګ، رنګ شوې وه، دی له هماغه پيله د دين په رنګ، رنګ وو. د شپيتمو کلونو په لسيزې کې يې په لوړو سوداګريزو او اقتصادي منصبونو دنده تر سره کړه او د تُرکيې د ملي اقتصاد په پياوړتيا کې يې ستر نقش ولوباوو.

له قونيې څخه، چې د ترکيې د تاريخ په اوږدو کې د اسلام مورچل وو، په ولسي جرګې کې د استاځي په توګه وټاکل شو. د ولسي جرګې د وکيل او د سوداګريزو ټولنو د رياست له پراخو اړيکو څخه په ګټې اخيستنې يې په ۱۹۷۰م کې د نقشبنديه طريقې؛ چې استاذ اربکان هم د همدغې طريقې له يوه شيخ، زاهد کوتکو سره تصوفي اړيکې درلودې؛ او نورسي حرکت د ائتلاف په مرسته لومړنی اسلامي سياسي ګوند جوړ کړ. دا ګوند چې په ۱۹۲۴م کال کې واک ته د سيکولر اتاتورک له رسيدو راهيسې لومړنی اسلامي ګوند وو، د سيکولريزم پر مخ لومړنی کلک وار وو.

استاذ اربکان د دې ګوند هويت، چې د ځينو مراجعو پر بنا ملي نجات نوميده، په څرګند ډول اعلان کړ او ويې ويل: “زمونږ اُمت د ايمان او اسلام اُمت دی. ماسونيانو او کمونستانو د خپلو پرله پسې هلو ځلو له لارې د دې اُمت د ويجاړولو او فاسدولو هڅه کړې او په دې برخې کې تر ډيره بريده بريالي شوي هم دي ځکه چې لارښوونه او رسنۍ د دوی په لاسونو کې دي، سوداګري د دوی په لاسونو کې ده، او اقتصاد د دوی په واک کې دی. د دې طوفان پر وړاندې مونږ ته بله لاره نه شته، مګر دا چې په ګډه، د يو موټي او يوه زړه په توګه کار وکړو څو ترکيه خپل پخواني حالت ته راوګرځوو او خپل وياړلی تاريخ له خپل حال سره، چې ځلانده يې غواړو، ونښلوو”. دا کلمې په ولاړ ډنډ کې د غټې تيګې د اچولو په معنی وې چې ډير ويده مسلمانان يې راويښ کړل.

نهه مياشتې لا نه وې تيرې چې د پوځ د مشر په خوله يې ګوند منحل کړی شو، ټولې شتمنۍ يې مصادره کړی شوې، دا ځکه چې د دوی په وينا يې له سيکولر اساسي قانون څخه سرغړونه کړې، د سيکولريزم د له مينځه وړلو له پاره، په تُرکيې کې د اسلامي حکومت د رامينځ ته کولو له پاره او د اتاتورک د اصولو پر ضد کار کوي.

لنډه دا چې پر ګوند يې هر ډول بنديزونه ولګيدل داسې چې هيڅ غړی يې نه شي کولی د پنځو کلونو له پاره په بل ګوند کې کار وکړي، بل ګوند جوړ کړي او يا ځان په ټاکنو کې د نوماند په توګه ونوموي، که څه هم چې د خپلواک نوماند په توګه وي. استاذ اربکان د هيواد پريښودلو ته اړ شو (د ۱۹۷۰م کال پای). په ۱۹۷۲م کې بيرته راوګرځيد او د نورو هغو مسلمانو شخصيتونو په نومونو يې ملي بشپړتيا ګوند جوړ کړ چې د محکمې حکم پرې د پلي کيدو وړ نه وو. خپله رسمي ورځپاڼه، ملي ګازيټ، يې خپره کړه چې تر ننه خپرونې لري.

په ۱۹۷۳م کال کې د سياسي جرمونو عمومي بخښنه اعلان شوه چې استاذ اربکان هم پکې شامل وو. د دې له برکته د ملي سلامت (ملي بشپړتيا ګوند) مشر شو او په ټاکنو کې يې ۴۸ چوکۍ تر لاسه کړي. په ۱۹۷۴م کال کې يې د اتاتورک له خوا جوړ شوي ګوند، د خلکو جمهوري ګوند، سره ائتلاف وکړ او په دې برخې کې د اتاتورک د ګوند او عدالت ګوند له اختلاف څخه ګټه واخيسته.

سلامت ګوند د داخلې، عدليې، سوداګرۍ، ګمرکاتو، کرنې، صنعت او نور وزارتونه تر لاسه کړل او استاذ اربکان د مرستيال لومړي وزير چوکۍ تر لاسه کړه. د ترکيې ولسي جرګې ته يې د ماسونيت د بندولو مسوده وړاندې کړه، له عربي نړۍ سره د اړيکو په پياوړتيا کې يې ونډه واخيسته او په ډاګيزه يې د فلسطيني ولس په تائيد او د صهيونيزم په خلاف دريځ ونيوه. همدارنګه يې د وخت د بهرنيو چارو له وزير، خير الدين ارکمان، څخه د اسرائيلي سياستونو د تائيدوونکي دريځ له کبله د ولسي جرګې باور بيرته واخيست.

له نهو مياشتو وروسته د سيکولر فشارونو له کبله دا ائتلافي حکومت استعفا ته اړ شو مګر د پخوانيو چوکيو په ساتلو سره يې د سليمان ديميريل له مشرۍ لاندې عدالت ګوند سره بيا حکومت جوړ کړ.

له هيواده بهر ته د لومړي وزير له تګ څخه په ګټې اخيستنې يې د خپل سياسي ژوند يو له تر ټولو مهم ګام واخيست او هغه دا چې تُرکي پوځ يې په ۱۹۷۴م کال کې د قبرص ټاپو د شمالي درېمي برخې نيولو ته وليږه ځکه چې په قبرص کې يوناني نفوذ زيات شوی وو.

د ۱۹۷۷م کال ټاکنو له پاره ترکي سيکولرانو او ملتيانو چمتووالی ونيو او په ولسي جرګې کې د اسلامپالو برخه يوازې ۲۴ چوکيو ته راټيټه شوه. په ۱۹۸۰م کال کې يې ولسي جرګې ته له صهيوني کيان سره د اړيکو د پرې کولو قانوني مسوده وړاندې کړه. د ۱۹۸۰م کال د سپتمبر په ۶مه د القدس نړيوالې ورځې په مناسبت په قونيه ښار کې نيم ميليوني مظاهره پر لار واچوله.

همدا مظاهره د سيکولرانو پر زړه و نه ځايېده او د اسلامپالنې له کبله يې له خپلو نورو د سر سړيو سره يو ځای زندان ته وليږه. له درې کلونو وروسته له بنده راووت. په اساسي قانون کې راغلو تعديلاتو څخه په ګټې اخيستنې يې په ۱۹۸۳م کې د ملي ښيګڼې ګوند جوړ کړ. په ټاکنو کې يې ګډون وکړ مګر ايله يې يونيم فيصد چوکۍ تر لاسه کړې. د ۱۹۹۶م کال په ټاکنو کې د ۱۸۵ چوکيو په ګټلو سره د ترکيې د ولسي جرګې تر ټولو ستر ګوند وګرځيد.

د تانسو چيلر تر مشرۍ لاندې، سيخې لارې، ګوند سره يې ائتلاف وکړ. له اسلامي نړۍ سره د پرانستې تګلارې خپلولو هڅه يې وکړه او خپله دوره يې ليبيا او ايران ته په سفر پيل کړه. د اتو سترو اسلامي هيوادونو (ترکيه، ايران، پاکستان، اندونيزيا، مصر، نيجيريا، بنګله ديش، ماليزيا) ټولنه يې جوړه کړه. د استانبول په هغه ميدان کې يې، چې د اتاتورک تر ټولو ستر بُت پکې جوړ شوی وو د ستر مسجد جوړولو هوډ څرګند کړ. همدارنګه يې د انقرې په شانکايا سيمه کې چې د سيکولريزم رسمي دفترونه پکې پراته دي، د يوه بل مسجد جوړول اعلان کړل.

سيکولران دا وار هم غلي نه شول، بلکې د عسکري انقلاب د پر لار اچولو طرحه يې جوړه کړه. د استاذ اربکان حکومت د انقلاب له عملي کيدو وړاندې په ۱۹۹۷م کال کې استعفا ورکړه. د سيکولر محکمې له خوا يې د ښيګڼې ګوند منحل کړی شو او دی او نور د سر سړي يې د پنځو کلونو له پاره له سياسي کار څخه منع کړل.

د خپل يوه مرستيال، اسماعيل الپ تکين، تر مشرۍ لاندې يې فضيلت ګوند جوړ کړ، هغه ډير ژر د رجای قوتان د انتخابولو په موخه د ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه (۱۹۹۸م).

په ۲۰۰۱م کال کې يې دا ګوند هم منحل کړل شو، او د رجای قوتان تر مشرۍ لاندې يې سعادت ګوند جوړ کړ. په دغه وخت کې د ده د شاګرد او د استانبول د ښاروال رجب طيب اردوګان تر مشرۍ لاندې عدالت او پرمختګ ګوند جوړ شو چې د ۲۰۰۲م کال په ټاکنو کې يې د ولسي جرګې له ۵۵۰ چوکيو څخه ۳۶۳ چوکۍ تر لاسه کړې او سعادت ګوند يوازې ۱۰٪ چوکۍ تر لاسه کړې. مګر دی بيا هم د سيکولرانو له کينې خوندي پاتې نه شو او په ۲۰۰۳م کال کې ۷۷ کلن اربکان په دوه کلونو بند محکوم کړی شو.

د موټر جوړونې وتلی انجينر، متعهد او ملتزم مسلمان، د سياست د ډګر ځيرک او صبرناک مشر، او د اسلامي قضاياوو ستر مدافع، استاذ نجم الدين اربکان بالآخره د ۲۰۱۱م کال د فرورۍ په ۲۷مه نيټه د اجل بلونکي ته لاس په نامه ودريد او له دې تيريدونکې نړۍ څخه يې د تلپاتې نړۍ په لور سفر وکړ.

د مرحوم اربکان په ژوند کې د اسلامي لارې د بلونکو، او په ځانګړې توګه اسلامي حرکتونو له پاره د اوږده پلان، زغم، صبر، ځيرکتيا او تيريدنې ډير درسونه پراته دي. کله چې له نوموړي څخه په يوې تلويزوني مرکې کې پوښتنه وشوه چې ولې يې د علمي نبوغ له مجال څخه سياست ته مخه کړه، ځواب يې ورکړ چې: ما ته الله تعالی د ډيرو علمي خدمتونو وس راکړ چې خپل هيواد او ټولې نړۍ ته مې وړاندې کړل. بيا يې را ته د ټول امت د خدمت له پاره د سياسي کار او جهار تر ټولو غوره لاره راوښوده. هر څوک کولی شي چې پوهنتوني دکتورا تر لاسه کړي، بلکې د نوبل جايزه وګټي، خو که دی په تنګۍ، اخلاقي کړکيچ او خباثت کې ژوند کوي، دا جايزې ده ته څه ګټه رسوي؟ حقيقي کار او جهاد د امت او هيواد د خدمت تر ټولو غوره لاره ده.


استاد برهان الدین ربانی
افغانستان د جهاد مهمه څيره
استاد ربانی په ۱۹۴۰ م کال  د افغانستان د بدخشان په ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانستې وې ، ابتدایي زده کړې یې هم په خپله پلرنۍ سیمه کې ترسره کړې وې چې وروسته د کابل د ابوحنیفه مدرسې ته راغی او له دغه ځایه تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته شامل شو، له فراغت نه وروسته په همدغه پوهنځي کې د استاد په توګه وټاکل شو او په ۱۳۴۷ ل کال کی یی د مصر د الأزهرپوهنتون څخه د اسلامي فلسفې په رشته کې ماستري ترلاسه کړه.

پروفیسور برهان الدین رباني د داوودخان د حکومت پرمهال په پوهنتون کې د نورو په دین مینو او با احساسه استادانو او محصلینو سره په ګډه د کمونستي او الحادي فعالیتونو خلاف مبارزه پیل کړه چې وروسته د نظام سره په کشمکش واوښته او نوموړی اړ شو چې هیواد پریږدي او پاکستان ته ولاړ شي.

استاد رباني د کمونستي کودتا نه وروسته او پر هیواد د شوروي له یرغل سره د سره ښکیلاک خلاف د جهاد بیرغ اوچت کړ او د جمعیت اسلامي په نوم جهادي ګوند مشري یې کوله چې د نوموړي د مرګ تر مهاله يې هم مشرپاتی شوی و.
نوموړي په ۱۳۷۱ ل کال کې د مجاهدینو له بریالیتوب نه وروسته په هیواد کې د یوې دورې لپاره د ولسمشرۍ واګې په لاس کې ونیوې چې دغه دوره د جګړو او کشمکشونو نه ډکه دوره وه. په ۱۳۷۵ ل کال کې چې کله طالبانو کابل ونیو، دی خپل ټاټوبي بدخشان کې میشت شو.

استاد رباني په کال ۱۳۸۱ کې د لنډې مودې د حکومت نه وروسته د چارو واګې دبن دپریکړې په اساس رسما نوي جمهور رئیس حامد کرزي ته وسپارلې  او د کال ۱۳۸۴ څخه یوه دوره په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو وکیل هم پاتې شو.
هغه د ولسمشر کرزي د سیاسي اپوزیسیون د مشر په توګه هم کار وکړ خو پدې وروستي یوه کال کې د دولت لخوا د جوړې شوې د سولې عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو چې رول یې د مخالفینو له خوا د نیوکو لاندې و.

بالاخره د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د مياشتې په ۲۰ مه نیټه د ماښام په شپږو بجو د افغانستان جهادی شخصیت او پیژندلی څېره ، پخوانی ولسمشر او د سولې عالي شورا رئیس استاد برهان الدین رباني وروسته له هغه چې د ایران هیواد ته له سفر نه راوګرځید، د کابل وزیر اکبرخان سیمې کې د خپل کور دننه په یوه وژونکي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دکتور عبد الحميد الغزالي
د اسلامي اقتصاد پلار
عبد الحميد حسن الغزالي د ۱۹۳۷م کال د فرورۍ په ۲۳مه په مصر کې وزيږيد. د ابتدايې زده کوونکی وو چې له اخوان سره يې بلدتيا پيدا شوه. د اخوان د مجلس شورا د غړيتوب او سياسي څانګې د مسؤليت او د اخوان د مرشد عام د سياسي سلاکار تر کچې ورسيد.

د عبدالناصر، سادات او مبارک د واکمنيو په وخت کې د اخوان المسلمين د غړيتوب له کبله درې وارې (۱۹۵۴م، ۱۹۷۱م، ۱۹۹۶م) ونيول شو، په وروستي وار کې په درې کلن بند محکوم شو.

د بيلابيلو بنديزونو تر څنګ له ۱۹۹۹م کال راهيسې ۱۴ وارې د قاهرې په هوايي ډګر کې له بهرني سفر څخه راګرځول شوی.

په قاهرې پوهنتون کې د استاذ په توګه دندې تر څنګ يې د اسلامي اقتصاد په ډګر کې د لاندې په ګډون بيلابيلې دندې تر سره کړي: د ۱۴۱۱هـ او ۱۴۱۵هـ تر مينځ د جدې د اسلامي بانک د اسلامي څيړنو او روزنې د مرکز مديريت؛ د قاهرې د پانګونې او پرمختيا د نړيوال اسلامي بانک د اسلامي اقتصاد د مرکز مديريت (۱۹۸۵- ۱۹۹۰م)؛ د پانګونې او پرمختيا د نړيوال اسلامي بانک د اداري مجلس غړيتوب (۱۹۸۰- ۱۹۹۰م)؛ د نړيوال اسلامي بانک اقتصادي سلاکار (۱۹۸۵ – ۱۹۹۰م)؛ د مصر د اسلامي اقتصاد ټولنې مرستيال؛ د اسلامي بانکونو تر مينځ د څيړنو د همغږۍ د ډلې رياست (۱۹۹۱ – ۱۹۹۵م) او نورې ډيرې دندې.

د اسلامي اقتصاد په ډګر کې يې ډيرې ليکنې کړي، تر دې چې د اسلامي اقتصاد د پلار په نوم ونومول شو. د نوموړي ځينې ليکنې عبارت دي له:

– دراسة جدوى المصرف الإسلامي ۱۹۷۸م؛  الأرباح والفوائد بين التحليل الاقتصادي والحكم الشرعي ۱۹۹۰م؛ حول أساسيات المصرفية الإسلامية ۲۰۰۱م؛ مذكرات في اقتصاديات السكان؛ مقدمة في الاقتصاديات الكلية؛ مقدمة في اقتصاديات النقود والتوازن الكلي؛ أزهى عصور السلام؛ أساسيات الأصول النقدية وصفيًّا وإسلاميًّا مع الإشارة إلى الأزمة العالمية او نورې.

د اسلامي فکر په ډګر کې يې هم له شلو زياتې رسالې او کتابونه ليکلي چې ډير مشهور يې مشروع نهضة الأمة او من فقه الدعوة نومي کتابونه دي. همدارنګه يې د الفکر الاقتصادي عند الامام الشهيد حسن النبا په نوم يو کتاب هم ليکلی.
د اسلامي اقتصاد پلار، دکتور عبد الحميد الغزالي د ۲۰۱۱م کال د جون په ۴مه نيټه د اقتصاد پوه، د پوهنتون استاذ، د اسلام د لارې بلونکي، ليکوال او د اسلام د لارې مجاهد په توګه له ژوند کولو وروسته وفات شو.

شيخ فيصل مولوي
عالم، ليکوال او د اسلام د لارې بلونکی
شيخ فيصل مولوي په ۱۹۴۱م کال کې د لبنان په طرابلس کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د لبنان پوهنتون له حقوقو پوهنځي (۱۹۶۷م)، او د دمشق پوهنتون له شرعياتو پوهنځي (۱۹۶۸م) څخه فارغ شو. د پاريس په سوربون پوهنتون کې يې زده کړې وکړې.

د بيلابيلو حکومتي دندو تر څنګ يې له ۱۹۸۰م څخه تر ۱۹۸۵م پورې پنځه کاله په اروپا کې تير کړل او په فرانسې کې يې اتحاد طلبة المسلمين، او اتحاد المنظمات الاسلامية په اروپا کې تأسيس کړل. همدارنګه يې په اروپا کې د اسلامي څيړنو پوهنځی تأسيس کړ او په انګليستان کې يې په ۱۹۹۷م کې د افتاء او څيړنې اروپايي مجلس په تأسيس کې ونډه واخيسته.

د اسلام لارې ته بلنه يې له ۱۹۵۵م راهيسې په پيل کې د جماعة عباد الرحمن په چوکاټ کې، او بيا له ۱۹۶۴م کال راهيٍسې د لبنان د جماعت اسلامي (اخوان المسلمين) په چوکاټ کې پيل کړه. له ۱۹۹۲م څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د لبنان د جماعت اسلامي د عمومي امير په توګه وټاکل شو.

له مشهورو ليکنو څخه يې: تيسير فقه العبادات- دراسات حول الربا والمصارف والبنوك – موقف الإسلام من الرقّ – أحكام المواريث، دراسة مقارنة – الأسس الشرعية للعلاقات بين المسلمين وغير المسلمين – نظام التأمين وموقف الشريعة منه – نبوّة آدم – المرأة في الإسلام – حكم الدواء إذا دخل فيه الكحول – السلام على أهل الكتاب – المفاهيم الأساسية للدعوة الإسلامية في بلاد الغرب – أثر انهيار قيمة الأوراق النقدية – سلسلة مبادئ التربية الإسلامية للمرحلة الابتدائية (خمسة أجزاء) – سلسلة التربية الإسلامية للمرحلة المتوسطة (أربعة أجزاء) – الجزء الأول من كتاب التربية الإسلامية للمرحلة الثانوية.
په پای کې يې خپل روح د ۲۰۱۱م کال د مې په اتمه نيټه د اويا کلونو په عمر د کايناتو رب ته وسپاره.

د. عبد الحليم عويس
نوميالی تاريخپوه
دکتور عبد الحليم عويس د ۱۹۴۳م کال د جولای په ۱۲مه نيټه په مصر کې زيږيدلی وو. له قاهرې پوهنتون څخه يې د عربي او اسلامي څيړنو په برخې کې ليسانس، په ۱۹۷۷م کال کې د دولة بني حماد في الجزائر د رسالې ليکلو له لارې ماسټري، او په ۱۹۷۸م کال کې د ابن حزم الأندلسي مؤرخاً تر نوم لاندې رسالې په ليکلو سره له قاهرې پوهنتون څخه په اسلامي تاريخ او تمدن کې دکتورا تر لاسه کړه.

په بيلابيلو پوهنتونو کې يې، له دې ډلې څخه د امام محمد بن سعود الاسلامية پوهنتون کې د اسلامي ثقافت، اسلامي تاريخ او تمدن، د عربي نړۍ د لويديځ او اندلس، د اسلامي نړۍ پخواني او اوسني تاريخ، د اسلامي فکر او مذهبونو تاريخ او اسلامي تاريخ د نورو پړاوونو په څير موضوع ګانې تدريس کړي.

د اسلامي تاريخ او تمدن، تاريخي فلسفې، اسلامي فقهې، انساني حقونو، په اسلام کې د ښځې ساتنه او اسلامي اقتصاد په ډګر کې يې ليکنې کړي.

د مصر د اسلامي سوبې، د مصر د اسلامي يون، د اسلامي بشري او مثالي تاريخ د طبيعت، د بديع الزمان نورسي په افکارو کې تاريخي فلسفې، پر انساني تمدن د عربو او مسلمانانو اغيز، د هندي وچې تمدني تاريخ او په افريقا کې د تعليمي ستونزو په برخې کې يې په لسګونو څيړنيز بحثونه ليکلي. د اسلامي تاريخ د دايرة المعارف په ترتيبولو کې يې، چې خوا او شا لس زره مخه حجم لري، له اتو نورو استاذانو سره ونډه اخيستې.

په نظام الأسره في الاسلام کتاب کې يې د مسلمانې کورنۍ ستونزه درمللې. همداراز يې د اسلامي شريعت د تطبيق د څرنګوالي، د مسلمانانو تر مينځ د اجتماعي تکافل، او لويديز فکر، مشروع او مفکرينو په څير موضوع ګانو په هکله ليکنې کړي. لنډه دا چې په بيلابيلو ډګرونو کې له سلو زياتې ليکنې لري.

د اسلامي نړۍ وتلي عالم، استاذ دکتور يوسف قرضاوي يې په هکله څومره ښه ويلي چې: تل به يې حق وينا کوله او په دې برخې کې د ملامتوونکي له ملامتيا څخه نه ويريد، او د دين او امت د خدمت په لارې کې يې د علمي کار، پوهنتوني تدريس، کتاب ليکنې، او ويناوو له لارې هڅه کوله.

نوموړی مؤرخ، عالم او ليکوال د ۶۸ کلونو په عمر د ۲۰۱۱م کال د ديسمبر په ۱۰مه نيټه له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

محمد حسن شمعة
د حماس حرکت بنسټګر
محمد حسن شمعة د اخوان المسلمين له مشرانو، او د اسلامي مقاومت د حرکت، حماس، له اوو بنسټګرو څخه وو. د ۱۹۳۵م کال په ديسمبر کې په فلسطين کې زيږيدلی وو. په ۱۹۴۸م کال کې يې د اسرائيلو له خوا د خپلې سيمې، المجدل، له نيول کيدنې وروسته غزې ښار ته هجرت وکړ، او د مهاجرينو په بيلابيلو ښوونځيو کې يې له ۱۹۵۵م څخه تر ۱۹۹۶م پورې نږدې ۴۱ کاله د استاذ په توګه دنده تر سره کړه. د جهاد، بلنې او سياست د ډګر دې نوميالي د ژوند ځينې مهمې پيښې دا دي:

په غزې کې د مؤسسة المجمع الاسلامي مرستيال رئيس (۱۹۸۵- ۲۰۰۳م)، د دار الأرقم ښوونځيو د مرکزي شورا رئيس (د وفات تر وخته)، د اسلامي پوهنتون د مرکزي شورا غړی (له ۱۹۹۳م څخه تر وفات پورې).

د ښوونځي له وخته د اخوان المسلمين له حرکت سره يو ځای شو تر هغې چې د مصري نظام له خوا پرې بنديز ولګيد. په ۱۹۶۷م کال کې يې له شهيد احمد ياسين سره پيژندګلوي وشوه او له يو شمير نورو وروڼو سره يو ځای يې په ۱۹۶۷م کال کې په غزې کې د اخوان المسلمين د جماعت د بيا فعالولو هڅې پيل کړې. د ۱۹۸۷م کال په ديسمبر کې يې له شيخ احمد ياسين رحمة الله عليه او نورو وروڼو سره يو ځای حرکة المقاومة الاسلامية (حماس) تأسيس کړ. په ۱۹۸۸م کال کې اسرائيلي زندان ته واچول شو او ديارلس مياشتې بند يې تير کړ.

په ۱۹۹۲م کال کې د حماس او اسلامي جهاد له سلګونو مشرانو سره يو ځای مرج الزهور ته تبعيد کړل شو. کله چې حماس حرکت د ټاکنو ډګر ته ننوت، ده يې کلک ملاتړ وکړ او ويې ويل چې حماس جهادي، دعوتي، سياسي حرکت دی او د اسلام په شموليت باور لري.

تل به يې په دې ټينګار کاوو چې د اسرائيلي رژيم له خوا تپل شوې محاصره د حماس ځواک او ولسيتوب لا زياتوي او دا چې د دغه حرکت ستراتيژيک او ابدي دريځ يوازې مقاومت دی او بس. نوموړی د وفات تر وخته د حماس حرکت د مجلس شورا رئيس وو.

نوموړی د ۲۰۱۱م کال د جون په لسمه نيټه له دې نړۍ څخه رخصت شو. د حماس حرکت وياند يې په هکله وويل: حماس يو رباني عالم او داسې اتل مشر له لاسه ورکړ چې خپل وخت او مال يې له فلسطين سره د مرستې په لار کې قربان کړ.

دکتور علي جريشة
د اسلام د لارې بلونکی
علي جريشة په ۱۹۳۵م کال کې په مصر کې وزيږيد. په قاهرې کې يې زده کړې وکړې او له حقوقو پوهنځي څخه فارغ شو. له هماغه لومړيو وختونو څخه د اخوان المسلمين له دعوت سره اشنا شو. نوموړي د قاضي، فقيه، اسلامي مفکر او استاذ په توګه، له دې ډلې څخه د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون کې، دنده تر سره کړه.

د ۱۹۶۵م او ۱۹۷۳م کلونو تر مينځ يې اته کاله په پوځي زندان کې بندي کړل شو، او له هغه ځايه سعودي ته لاړ او هلته يې د اسلامي شريعت د استاذ په توګه کار پيل کړ.

له مهمو ليکنو څخه يې الإعلام والدعوة الإسلامية، الإيمان الحق، المبادئ الخمسة، الاتجاهات الفكرية المعاصرة، أساليب الغزو الفكر للعالم الإسلامي، منهج التفكير الإسلامي، او الأساليب التبشيرية في العصر الحديث.
بالآخره يې د ۲۰۱۱م کال د اپريل په ۲۷مه نيټه د قاضي، فقيه، مفکر، استاذ او د اسلام د لارې بلونکي په توګه ژوند کولو وروسته له دې تيريدونکې نړۍ سره مخه ښه وکړه.

اسامه بن لادن
د القاعده نړيوال تنظيم بنسټګر
اُسامه بن لادن، د ١٩٥٧ زيږديز کال د جولاى پر ٣٠ نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه، رياض، کې زېږېدلى و. پلار يې، محمد بن لادن،  د يمن تبعه و او په ١٩٣٠ زيږديز کال کې يې د سعودي عربستان جِدې ښار ته کډه کړې وه.

اسامه بن لادن د خپلو لومړيو زده کړو له بشپړولو وروسته په جده کې د ساختماني انجينرۍ په برخه کې لوړې زده کړې و کړې،. په ۱۹۸۲ کال کي د سعودي په غوښتنه افغانستان ته وليږل شو چي په هغه وخت کي د روسانو دخوا اشغال شوي ؤ.

په ۱۹۷۸کال کې پر افغانستان د شوروي يرغل پر مهال اسامه بن لادن ډېر مشهور شو. هغه له روسانو سره د افغان مجاهدينو د مبارزې په برخه کې رغنده رول ولوباوه چې زياتې لاسته راوړنې يې هم لرلې.

له مسکو نه د اسامه نفرت يا کرکه وروسته له هغه د واشنګټن په لوري وا وښته چې په ۱۹۹۱ کې د خليج جګړه وشوه او شاوخوا ۳۰۰زره امريکايي ځواکونه چې ښځې هم په کې وې په سعودي عربستان کې چې د مسلمانانو دوه ډېر سپېڅلي ځايونه په کې دي ځای پر ځای شول.

سعودي عربستان په ۱۹۹۴ کال کې له ده نه تابعیت يا د اوسېدو جواز واخيست چې ور پسې سوډان هم همدا کار وکړ او د ۱۹۹۶کال په جنورۍ مېاشت کې اسامه بن لادن بيا افغانستان ته ستون شو.

د ۱۹۹۸ کال په فبروري مېاشت کې هغه يوه فتوا ورکړه او په دغه فتوا کې يې ويلي وو چې د يهوديانو او د امريکايانو د پلويانو وژل د مسلمانانو دنده ده.
اسامه بن لادن له دې وروسته د امريکا لپاره ډېر مهم شو او د هغو کسانو په نوملړ يا لست کې يې نوم راغی چې امريکا يې پر سر له ۲۵ ميليونه ډالرو زياته جايزه اېښې وه.

په افغانستان کې د نوموړي د يو څه وخت تېرېدو څخه وروسته بيا د يولسم سپټمبر پېښې وشوې چې پړه يې اسامه پرغاړه واخیسته.

په دغو بريدونو کې له ۳۰۰۰ کسانو زيات ووژل شول او همدا د امريکا په مشرۍ د طالبانو د رژيم پر وړاندې د عملياتو د پيلولو لامل شو. امريکا په افغانستان کې د اسامه د نيولو يا وژلو لپاره ستر عمليات ترسره کړل خو ناکام شول، ځکه اسامه د امريکا د بريد په لومړيو ورځو کې پاکستان ته اوښتی و، دامريکا استخباراتي شبکو هلته هم د اسامه د پيدا کولو لپاره ډېرې هڅې  وکړې چې بالآخره نوموړی د ۲۰۱۱ کال د می د مياشتې په دوه يمه د ۵۴ کلونو په عمر د پاکستان په ایبټ اباد کې د امريکايي عملياتو په ترڅ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

لیکنه: ډاکتر غنچه ګل ارمان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: