اسلام او بشري حقوق

په نړۍ دجهالت توري لړی خپری وې هرلورته کینه بغض حسد اونفرتونه وو په وړو خبرو لسګونه کاله دښمنۍ کیدی یودبل دوینوتږی اودمالونو يي وږی وو نه نارینه محفوظ وو نه ښځینه ورور دوروردښمن ووپلاردځوۍ او….

لور، خور خو چاپه انسانانو کی هم نه شمیرله تاریخ وګورۍ دچا په کور کی به چی انجلۍ پیدا شوه ژوندۍ به یی خښوله .مذهبونه او دینونه موجود وو خو دومره حدته دتحریف اوبدلون ښکار وو چی اصل یی له منځه تلی وو هرڅوک دخپلی خوښی وو .
هو ! دسلام مبارک دین نه مخکی داټولی خبری موجودی وی الله تعالی دنیا ته دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم په شکل کی رحمت راولیږه نبوت یی ورکړ قرآن یی ورکړ خلکو ته یی خدایی وروپیژانده دتیارو څخه یی خلاص اورڼاته یی راوستل دهرچا حق خوندی شودبشري حقوقو بنسټ یی کیښود مسلمانان يي دیوبل روڼه وګرځول دخپل منځی مینی اومحبت درس یی ورکړ . دالله دلوری ایات نازل شو
انّمَاالمؤمنون اخوت
ژباړه : ټول مومنان سره ورونه دي
اسلام حکم کوی چی جنګونو اوعداوت څخه ځان وژغورۍ یوبل سره مرسته وکړۍ دیوبل ضرورتونه پوره کړۍکه داسیونکړۍ نوتاسی به کامل مړمنان نه یاست محبوب فرمايی
من لم یهتم بامورالمسلمین فلیس منهم

ژباړه : څوک چی دمسلمانانواړتیاوی پوره نه کړي ددوۍ څخه نه دی
اسلام کي دژوند حق :
دکائناتومالک په ناحقه دبل بشروژنه حرامه بولی اوڅوک چی داسی کاروکړی دهغه په اخرت کی جهنم اودنیاکی دمقتول په بدل کی دهنده وژنه ده ترڅودنوروژوند محفوظ شی الله فرمایی
وَلکم فی القصاصِ حیوة  
ژباړه : تاسی لپاره قصاص کی ژوند دی
په کومو هیوادونوکی چی دمرګ په بدل کی قصاص نه وی دوژنوشمیره پکی څومره زیاته وی خوکه یواسلامی عمل حکم عملي شوټولنه دمرګ دګواښ څخه ژغورل کیږی
اسلامی ټولنه کی داموالوتحفظ:
لکه څنګه چی دانسان ژوند قیمتی دی همدغه راز يي مال هم ارزښتناک دی باید ساتنه یی وشی دبل مال دخوراک څخه موقرآن په لاندی الفاظومنعه کوی
ولاتأکلوااموالکم بینکم بالباطل 
ژباړه : خپلومنځوکی مو مالونه په ناحقه مه خورۍ
دحجۍ الوداع په موقع نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپله هراړخیزه خطبه کی دبشری حقونوپه اړه وفرمایل
ای خلکو !ستاسو وینه ستاسومالونه اوستاسوعزتونه په یوبل داسی حرام دی لکه نن ورځ چی پدی ښارکی ددی میاشتی حرمت دی هرمسلمان دبل مسلمان وروردی څه چی پخپله اغوندۍ هغه ته یی هم واغوندۍ څه چی پخپله خورۍ په بل وروریی هم خورۍ ….
داسلام دبشری حقونوپه اړه دامشت نمونه خروار مثالونه ووکه بشری حقونوپه اړه داسلامی اووضعی قوانینوپرتله وشی وبه پوهیږوچی یواځی اسلام دی چی دبشراوټولنی حقونه یی خوندی کړی

 

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب