امير محمد يعقوب خان

امير محمد يعقوب خان

امير محمد يعقوب خان
واکمني فبروري 21, 1879 – اکتوبر 12, 1879
زېږون 1849
مړينه نومبر 15, 1923
مخکنی پاچا امير شېر علي خان
وروستنی پاچا سردار محمد ايوب خان
کورنۍ بارکزي
پلار امير شېر علي خان

اميريعقوب خان:

اميريعقوب خان دشېرعلي خان زوى او داميردوست محمد خان لمسى دى.

خلکو به دغښتلتوب له امله ورته شېربچه ويل.

دشېرعلي خان دلومړنۍ واکمني په پېر کې دهرات دوالي په توګه وټاکل شو.

کله چي شېرعلي خان دعبدالرحمن خان او محمد اعظم خان په لاس ماتې وخوړه،ده ته يې چي په هرات کې و، پناه يوړه.ده خپلي لښکرې ورسره يوځاى کړې اوکندهاريي له محمد سرور بن محمداعظم خان څخه ورته ونيو. شېرعلي خان دده په مرسته کابل ونيو او دوهم ځل پاچا شو.

شېرعلي چي کله پاچا شو، د خپلي مېرمني عائشې چي ده  ته ډېره ګرانه وه، په هڅو يي دهغې له نس څخه پيدا شوي زوى (عبدالله جان) دخپل ځاى ناستي په توګه وټاکه. يعقوب  (٢٥کلن) په دې خفه شو او له کابل څخه وتښتېد، هرات ته ولاړ، فتح خان يې وواژه.وروسته بېرته پېښمانه شو، شېرعلي خان دى په فرېب راووست او په کابل کې يې زنداني کړ.[1]

کله چي له ډيروخبرو،اترووروسته شېرعلي خان او انګرېزانو يو له بل سره وخواړو او شېرعلي خان دمزارشريف په لور په شا کېده، نو يعقوب خان يې له زندانه خلاص او په کابل کې پرېښود. يعقوب خان له اووه کلن بند وروسته دافغانستان دحالاتواوپېښوڅخه بې خبره اوپه رواني ناروغۍ اخته  د انګرېزانو په رحم او کرم کې پاته شو.له بلې خوا ديعقوب خان خسر سردار يحيى خان چي دشېرعلي خان له وېري هند ته تښتېدلى و او هلته انګرېزانو دخپل څارګرپه څېر استعمالاوو، له يعقوب سره اړېکې ونيولې.دى يې تشويق کړ،ترڅو دانګرېزانوواکمني ومني اوښې اړېکي ورسره ټېنګي کړي.[2]

د یعقوب خان اک ته رسیدل:

په ٢١ فروري ١٨٧٩ ز شېرعلي خان وفات شو، خلکو له يعقوب خان سره بيعت وکړ،يعقوب خان دانګرېزانو پلوى يحيى خان دکابل والي اوشېرعلي کندهارى دکندهار والي وټاکه.يعقوب خان دشېرعلي خان دوفات او دخپلي واکمني پيغام ددې کال په فروري کي دهند وايسراى ته واستاوو.(مارچ ١٨٧٩ز)[3]

انګرېزانو په داسي حال کې چي لښکرو يي سرحدات پايمال کړي و،له دې پيغام څخه دسولي مطلب واخيست، هغه شرايط چي شېرعلي خان ته يي ويلي وو، په يعقوب خان وتپل اوخپل لښکر يي په سرحداتو کې ايسار کړ، سرکيوناري يعقوب خان ته پيغام واستاوو تر څو راشي او  په ګندمک کي (دوى په همغه ځاى کي چې تقريباً څلوېښت کاله وړاندي يې  ١٦ زره پوځ له منځه تللى او سريې ټيټ شوى و، ديوې  شرموونکې معاهدې په کولو سره خپل وقار اعاده کول غوښتل) ددواړو خواوو ترمنځ يو تړون وشي.

دګندمک تړون :

اميريعقوب خان د١٨٧٩زکال په مي کې ګندمک ته ورسېد، هلته سرکيوناري،جنرال براون اونورانګرېزي مشران پخوا لا راغلي وو ، دتړون مادې  په ٢٦ مي (١٢٥٧ل) کې په دې توګه لاسليک شوې :

١- ددې قرارداد دلاسليک دورځې څخه ددواړو هيوادونو ترمنځ دايمي سوله او دوستې ټينګېږي.

٢-ددې قرارداد له امضاء څخه وروسته به دافغانستان امير دخپلو اتباعو هغه ډله چي دجنګ په وخت کې دانګرېز له دولت سره مکالمه،مراوده او مکاتبه درلوده ،درسمي فرمان په اثر بښي.

٣- دافغانستان اميرمجبوردى چي وروسته له دې له نورو هيوادونو سره خپل معاملات دانګلستان سره د مذاکرې په اساس او دهغوى په خواهش اجراء کړي ، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هيوادونو سره مستقيم روابط ټېنګ کړي اودانګرېزدولت له مشورې پرته له کوم بل هيواد سره دجګړې اعلان وکړي.ددې شرط په مقابل کې دبرتانيې دولت حاضر دى،نوموړى امير دپرديو دتېريو په مقابل کې دپيسو، وسلو اوعسکرو په وسيله په هر ډول چي دبرتانيې دولت وغواړي حمايه کړي اوهر وخت چي مناسب وبولي مرسته يې وکړي، که دبرتانيې عسکر دکوم ضرورت په وخت کې دامنيت دبرقرارۍ اودخارجي تيري ددفاع په موخه دافغانستان خاورې ته داخلېږي،دسولې او امنيت له برقرارۍ وروسته به فوراً هيواد ته بيرته وګرځي.

٤- ددې لپاره چي ددواړو هيوادونو مناسبت لاټېنګ شي اودافغانستان سرحدونه دپرديو له تېريو څخه وساتل شي دانګرېزدولت لازم بولي،چي خپل دايمي نماينده افغانستان ته واستوي،دغه نمائنده به دخپلي رتبې مطابق يوه ټولګۍ عسکر هم له ځانه سره ولري او هم دبريتانيې هيواد حق لري چي،دضرورت په وخت کې خپل خصوصي نمائندګان له معينوهياتانو سره افغاني سرحداتو ته واستوي،په مقابل کې دافغانستان امير حق لري خپل نمائنده دهند دويسراى دربار يا نورو هندي مقاماتو ته واستوي.

٥- دافغانستان اميردانګرېز دنمائندګانو دمحافظې او ساتنې لپاره او له دې کبله چي دهغو سره شرافتمندانه رويه وشي،ځان مسؤل بولي اودبرتانيې دولت په مقابل کې وعده ورکوي چي هيڅ وخت به دافغانستان په داخلي معاملاتو کې مداخله ونه کړي او دهغو دنمائندګانو احترام به ساتې .

٦- دافغانستان امير له خپلي خوا او نورو سردارانو له خوا تعهد کوي چي له انګرېزي نمائندګانو او نورو وګړو سره چي دتجارت لپاره افغانستان ته راځې،شرافتمندانه معامله وکړي او دهغو په شخصي معاملاتو کې مداخله ونه کړي.

٧- اميرله انګلستان سره تجارتي روابط ټېنګوي او دهيواد تر منځ سړکونه پرانېزي،ترڅو چي دواړه هيوادونه سره آزادانه تجارت وکړي اوهم دواړه هيوادونه اتفاق وکړي، دغه لارې له خطرڅخه محفوظي وساتي.دغه تجارتي معاهده به ددواړو هيوادونو ترمنځ ديوه کال لپاره مرعي الاجرا او دهيوادونو ترمنځ به ازادې وي.

٨-له کورمې څخه ترکابله دتلګراف دسيم دغزولو لګښتونه به دانګريز دولت په غاړه وي او دهغه ساتنه په امير اړه لري.

٩-له دې کبله چي ددواړو هيوادونو تر منځ دوستې برقراره شي اودبرتانيې عسکرله ډاډمني سره دافغانستان دخاوري څخه وځې،دسيالکوټ ولايت او دفوشنګ علاقه دکوږ ک تر غره پوري،دکرم علاقه دجاجي ترسرحدپوري ،مشرقي تر څنډې پوري (هفت چاه) اولنډى کوتل دي انګريزانو ته ورکړل شي.که څه هم ددريوعلاقو(کرم،پشين،سوۍ) واګذري به په دايمې او قطعي توګه نه وي.داسيمې به دهغو اراضيو په نامه (چي امانت سپارل شوي دي) يادې کړو او بيا به مستردې شي.ددغوسيمو ماليه داداري ضروري لګښتونو له ورکړي څخه وروسته افغانستان ته ورکول کېږي او يوازي دهغې اداره او حمايه به په برتانياپوري تعلق لري. برسيره پر دې دبرتانيې دولت به دخيبر او پيچ دتيريدځېو اداره او نظم ونسق چې دپېښور او جلال آباد تر منځ واقع دى ، ددغو سيمو آزادو قبايلو سره دوستانه مناسباتو سره په لاس ولري.

١٠- له دې کبله چي دافغانستان امير وکولاى شي چي خپل اقتدار برقرار کړي او هم پورتني شرايط صادقانه اجراء کړي، دبرتانيې دولت وعده ورکوي چي هغه او دهغه ځاى ناستو ته به دمملکت داصلاح په غرض دکاله شپږلکه کلدارې ورکوي.[4]

اميريعقوب – سرلوئيس کيوناري

له تړون څخه وروسته :

له تړون څخه وروسته سرلوئيس کيوناري له امير يعقوب سره کابل ته راغى،يعقوب خان يواځي تش په نوم واکمن او چارې ټولي دسرلوئيس کيوناري په لاس کې وي.

يعقوب خان چي کابل ته ورسيد،ايوب خان يې دهرات والي وټاکه او له هغه څخه يي غوښتنه وکړه چي يوپلتن عسکر ورته راولېږي،ايوب خان عسکرورولېږل،عسکرو ته په هرات کې ويل شوي وو چي معاش به په کابل کې درته درکړل شي، عسکر چي کله کابل ته ورسيدل له سرلښکر داود شاه خان څخه يې غوښتنه وکړه،ترڅو معاش ورکړي. داودشاه خان ورته وويل:”ستاسوغوښتنې حق دي،خو اوس ټول اختيار له کيوناري سره دى،هغه ته ورشئ او معاش ترې وغواړئ”.

عسکر چي کله دکيوناري کورته چي په بالاحصار کې و، ورسېدل.نو کيوناري ګومان وکړچي ملت پاڅون کړى او عسکرغواړي پر ده حمله وکړي، خپلو ساتندويانو ته يي امر وکړ ترڅو په عسکرو ډزې وکړي،[5]عسکرو هم متقابلي ډزې پيل کړي.يعقوب خان ډېره هڅه وکړه چي ډزې بندي شي، خو عسکرويې خبرو ته غوږ ونه نيو، په پايله کې دسرکيوناري په ګډون دسفارت ١٢٣ غړي[6] او شپږ سوه عسکر [7] ووژل سول.

داخبره سمدستي دهند وايسراى لاردليتن او جنرال رابرتس ته ورسيده،انګرېزانو دجنرال رابرتس په مشري يو پوځ دلوګر له لاري افغانستان ته راوليږو،يعقوب خان چي کله دانګرېز پوځ دحملې څخه خبر شو،ځان يې رابرتس ته ورساوو، خو هغه ورسره په ترېو تندي خبري وکړي او بندي يي کړ.

رابرتس دده په هکله وکښل:”اميرمحمديعقوب خان تقريباً ٣٢ کلن ځوان ده.اخلاقي ځواک يې له لاسه ورکړى، رپانده سترګې يې چاته دنېغ کتلو توان نه لري،په لومړي ځل ليدنه کي مي وانګېرله چي دوه مخى دى،سره له دې مي دهغه درناوى وساته”.[8]

یعقوب خان مړینه:

يعقوب خان د ١٨٧٩ ددسمبر په اوله نېټه له کابل څخه هند ته ولېږدول شو او هملته په ١٩٢٣ ز کال وفات شو.[9]

سرچينې:

[1] – از امير کبير تارهبر کبير، ١٤١ مخ. علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[2] – دافغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، ١٢١ -١٢٢ مخونه. کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.

[3] – افغانستان درقرن ١٩، ٣٢٧ مخ ١ټوک .سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[4] – دافغانستان پرمعاصر تاريخ يوه لنډه کتنه،١٢٥ مخ.

[5] – افغانستان درقرن ١٩، ٣٣٢ مخ .

[6] – دافغانستان پرمعاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، ١٢٦ مخ.

[7] – افغانستان تر وروستي افغانه،٢١٣ مخ١ ټوک . غلام محمد زرملوال،دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٣ ل.

[8] – افغانستان درمسيرتاريخ، ٦١٣ مخ ١ ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[9] – افغانستان تر وروستي افغانه،٢١٦ مخ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب