د اخترونو لمونځ

د اخترونو لمونځ

د دواړو اخترونو (كوچني او لوی) لمونځونه دوه دوه ركعته كول واجب دي. او د دواړو لمونځونو لپاره اذان او اقامت نشته .

د اختر لمونځ د ادا كولو طريقه:

  • تر هرڅه له مخې دې داسې نيت وكړي:
    زه د عيد الاضحى يا عيد الفطر لمونځ سره له هغو شپږو تكبيرونو چې واجب دي په ما باندې پدې امام پسې كوم مخ مې كړى لورې د كعبې ته.
  • بيا دې لاسونه غوږونو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې تر نامه لاندې وتړي او ثناء دې ووايي،
    ثنا: (سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولااله غيرك).
  •  بيا دې لاسونه غوږو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا لومړى تكبير شو ,
  • بيا دې په دوهم ځل (الله اكبر) ووايي او لاسونه دې غوږو ته يوسي او بيا دې ايله پريږدي دا دوهم تكبير شو ,
  • بيا دې په درېيم ځل (الله اكبر ) ووايي او لاسونه دې غوږو ته يوسي او پدې ځل دې لاسونه تر نامه لاندې وتړي دا درېيم تكبير شو ,
  • اوس به نو امام قرائت پيل كړي او د نورو لمونځونو په څير به دا ركعت پوره كړي.
  • كله چې دوهم ركعت پيل شي نو امام به قرائت ووايي او د قرائت له فراغت نه وروسته دې (مخكې تردې چې ركوع ته ولاړ شي) لاسونه غوږو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا لومړى تكبير شو ,
  • بيا دې لاسونه غوږونو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا دوهم تكبير شو,
  • بيا دې په درېيم ځل بيا (الله اكبر) ووايي او لاسونه دې غوږو ته پورته كړي او ايله دې كړي دا درېيم تكبير شو,
  • بيا دې بې له لاس پورته كيدو (الله كبر) ووايي او ركوع ته دې ولاړ شي .
  • بيا دې دغه ركعت هم د نورو عادي ركعتونو په څېر پوره كړي.
  • بيا دې امام خطبه ووايي او خلك دې پټه خوله كيني او خطبه دې واوري، ځكه چې ددې خطبو اوريدل هم واجب دي.
  • په اخترونو كې هم د جمعې په څېر دوه خطبې دي , او امام ته د دواړو خطبو تر منځ ناسته سنت ده.
    والله تعالى اعلم باالصواب
  • eid salat

13592575 1017523841669496 963640692555062046 n.jpg? nc cat=101&ccb=2& nc sid=9267fe& nc eui2=AeEca5obS5MFOq4WFiDfB39ZG0YROfXhVNsbRhE59eFU290LHOYoChyvCdsZOG676EZZrpzmJ63IDhJBZXG9FlFA& nc ohc=bCzmeYYSW2oAX8i8HFd& nc ht=scontent lga3 1

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ