د هګۍ جنګولو حکم څه دی؟

 

 

سوال:-دعیدسعیدپه ورځوکی خلګ هګۍ جنګوی دی خلګودی عمل تــه شریعت په کوم نظرګوری ؟
ځواب :-دخلګودغه عمل دی عیدپه مبارکوشپوکی په ډیرګناهونو اوبــــد بختیومشتمل ده اودی شریعت له نظره داعمل کبیره ګناه ده له دینه علاوه په دی عمل کی دی انسان قیــــمتی وخت عبـــث تیریږی اوپه حدیث شریف کی راغلی چی هرعبث کاحــرام ده اوبـــل داچه په دی عــــمل کی ضایع کول دمال هم راځی اوضــــــایع کول دمال حرام دی الله تعالی ﷻ فـــرمايي چــــی مبزرین یعنی دخپل مال بیځایه مصرف کونکی دشیطانانووروڼه دی اوبل داچــــه پــه دی مذموم عمل کی دډیرشغل له وجی ډیرخلګ فـرض لمنځونه پریږیدی حالنکه چی په قصدلمونځ قضأکول دی بعــــضی علمــــأوپه نــــزد کفرده اوپه حدیث شریف کی راغلې دی چی څوک په قصدلمونځ قضاکړی هغه ته به دوه حقبــــه په جهنــــم کــــی سزا ورکول کیږی ددینه علاوه داعمل یعنی هګۍ جنګول قمارده اوقمارکبـــــیره ګنــــاده الله تعالی ﷻ ورنه مــــنع فرمایلی لکه چی فرمايي انماالخمروالمیسرولانصاب والازلام رجس مــن عمل الشطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون – یعنی شراب اوقماروابت وغـــیره اودی قرعی غیسی داله اعمالودی شیطان نه دی اونجس ده نوپرهیــزورنه وکړی تاسوبه فلاح خلاصوالی پیداکړی . الله تعالی ﷻ په دغه ایات کـــی داخبره واضحه کړه چی قمار شـراب وغیره دانجس دی لهذاهغه جنګیدلې ماتې شوی هګۍ مرداری دی حکماًاوخوړل يي حرام دی بلکی دی سـود تر روپوهم په حرام والې کی زیاتی دی په هدایه ج۱ کتاب الکراهة کی لیــــکی چی قمارکوونکی قاسقان دی شاهدی يي نـــــه قبلیږی دی امام ابویــوسف (رح) اوامام محمد(رح)په نزددغوخلګوتـه سلام وراچـول هـم صحح نـدی .

بالاخیره دغه عمل دیوی ګناه په شکل کی پـــه ډیـــروګنـــاهونومشـــتمل ده بیاخاصکردی عیدپه مبارکوو ورځو کی داسی ناوړه اعـــمال ترســـره کول لالویه ګناه ده ځکه چی په کومووختونــوکی ثـــواب ترنوروورځوزیات وی هلته ګناه هم ترنورووختوزیاته وی حضـرت نبیﷺ ددی ورځوپه هکله داسی فرمايي مامن ایام العمل الصالح احب الی الله من هـــذالایام العشره ای عشرذولحجة مشکوة ص ۱۲۶ یعنی نشته له ورځونه چی نیک عمل الله تعالی ﷻ ته ډیرکی خوښ وی ماسواء له دغوورځودی ذالحجی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب