د لمونځ پنځه وختونه

نویو علمي څېړنو ښودلې چې د مسلمانانو د لمنځونو پنځه واړه وختونه د بدن
لپار ه د سیکالوجي (اروا پوهنې) فعالیت له وختونو سره یوشان دی، په دې
معنا چې په دې سره د ټول بدن د فعالیت چارې تنظیمېږي.

د ډاکټر زهیر رابح په ” په لمانځه شفا غوښتل” نومي کتاب کې راغلي چې:
“کوتیزون چې د انسان په جسم کې د فعالیت هرمون دی، د لمانځه د وخت راتلو
پرمهال تر نورمال حالت ډېر زیاتېږي او ترڅنګ یې د وینې نارمل حالت او په
وجود کې تګ راتګ هم تنظیمېږي.

د سهار (ګهیځ) لمونځ

له دې کبله انسان د سهار له لمانځه وروسته د شپږ او نهو بجو ترمنځ انسان
د لا ډېر فعالیت احساس کوي. همدا لامل دی چې له لمانځه وروسته دا وخت د
کار کولو تر ټولو ښه وخت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي، چې
ترمذي او ابن ماجه او امام احمد یې روایت کړی دی: (( اې زما ربّه، زما
امت ته په وختي کارونو کې برکت واچوه )). ”
همدارنګه، په دې وخت کې په هوا کې د اوزون غاز درجه هم لوړېږي، دغه غاز د
انسان پر عصبي سیستم، ذهني او د عضلاتو پر فعالیت اغېز لري، او سهار
ناوخته بیا برعکس نتیجه لري، داسې چې کورتیزون کمېږي او کچه یې تر وروستۍ
ټيټې درجې رسېږي، انسان د فشار او د ارامۍ اخیستو احساس کوي، دا حالت
انسان ته له وختي ويښېدو پوره اووه ساعته وروسته مخې ته راځي.

د ماسپښين لمونځ

په دې وخت کې د ماسپښين د لمانځه وخت رارسېږي، چې په دې وخت کې د انسان
په زړه کې نرمښت راځي، او جسم – که هر کار کوي – ستړی ستړی ښکاري.
بیا، د ماسپښين له لمانځه وروسته او د مازدیګر له لمانځه وړاندې، مؤمن
انسان د خپل فعالیت او جسمي او ذهني ځواک ترلاسه کولولپاره د خوب شوق
لري، چې په شریعت کې دغه خوب ته “قیلوله”وايي، چې رسول الله صلی الله
علیه وسلم یې په اړه ویلي دي: ((په روژه کې د پشنمي په خوړلو مرسته
وغواړئ، او په قیلوله د شپې له لمانځه (قیام اللیل) سره مرسته وکړئ)).
بل ځای هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ((قیلوله (د غرمې خوب) وکړئ؛
ځکه چې شیطانان دا خوب نه کوي)). علم هم ثابته کړې چې د انسان جسم په عام
ډول پر دغو سختو حالاتو تېرېږي، په جسم کئ یې هغه کیمیايي نشه کوونکي
ماده زیاتېږي، چې د خوب خوا ته یې کش کوي، او جسم د فعالیت په وروستۍ
ټيټه درجه کې وي، کله چې انسان د قیلولې خوب ونه کړي، نو کرۍ ورځ یې
اعصاب ستړي وي، بیا د مازدیګر د لمانځه وخت رسېږي، او په لمانځه سره د
انسان جسم یوځل بیا خپل فعالیت او ځواک مومي او په وینه کې د”ادرینالین”
کچه بیا لوړېږي، د جسم په دندو په تېره بیا د زړه په فعالیت او نشاط کې
زیاتوالی راځي.

د مازدیګر لمونځ

د مازدیګر لمونځ په ځانګړې توګه د ناڅاپي نشاط او فعالیت لپاره د زړه او
جسم په بېرته چمتو کولو کې خاص رول لري. دلته د قرآن کریم ددې ټینګار
معجزه او ګټه رامخې ته کېږي چې د مازدیګر پر لمانځه یې ډېر ټينګار کړی
دی، الله تعالی فرمايي: ” حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ
الْوُسْطَى وَقُومُواْ لِلّهِ قَانِتِينَ ” ] (البقرة 238].
جمهور مفسرین پر دې ولاړ دي چې له الصلاة الوسطی هدف د مازدیګر لمونځ دی،
پر دې سربېره چې د مازدیګر د لمانځه پروخت په جسم کې د ادرینالین هرمون
افرازات ډېرېږي، همدا لامل دی چې طب هم ددغه لمانځه ګټه ثابته کړې ده.

your ads

د ماښام لمونځ

بیا د ماښام لمونځ راځي، او د “کورتیزون” د افرازاتو کچه راټيټېږي، او د
تیارې په خورېدو سره د بدن فعالیت هم په کېدو شي، چې دا کار د ګهیځ تر
لمانځه وروسته برعکس وي.

د ماخوستن لمونځ

د ورځې په دوراني چوکاټ کې د ماخوستن لمونځ وروستی او پنځم لمونځ دی، چې
په لړ کې یې جسم د نشاط او حرکت له حالت څخه خوب ته د پوره لېوالتیا
لپاره سړی ور کش کوي. د مسلمانانو لپاره د ماخوستن د لمانځه ځنډول مستحب
ګڼل شوي، د امام احمد په مسند کې د معاذ بن جبل په روایت راغلي کله چې
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماخوستن په لمانځه کې وځنډېد،
خلکو دا ګمان وکړ چې ګني هغه صلی الله علیه وسلم له کوره نه راوځي، رسول
الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دغه لمونځ وروسته کړئ، یعنې کله چې ښه
تیاره شي، د ماخوستن لمونځ وکړئ، همدې لمانځه پر نورو امتونو تاسې ته
برتري درکړې، ځکه چې تر تاسې مخکې امت دا لمونځ نه کاوه.

دا هم باید هېر نه کړو چې په منظم ډول د میلاتونین افرازات د انسان له
جسمي او عقلي پوخوالي سره ژوره اړیکه لري، او د انسان جسم دې ته هڅوي چې
پر یوه ثابت نظام وچلېږي، له دې کبله وینو چې پر وخت د لمنځونو کول ددې
لامل ګرځي چې انسان خپل ورځني فعالیتونه په بشپړ ډول په پوره فعالیت او
ځواک ترسره کړي، چې په دې سره د انسان د جسم د سیستمونو دندې په تر ټولو
ښه ډول ترسره کېږي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب