اختر په اسلام کښې

د اسلام مبارک دين د خپلو پلويانو لپاره د خوښى او خوشحالى ورځي ټاکلي او و همدي ورځو ته يي خاصي ځانګړتياوي ورکړي او پر خوشحاليو اوخوښيو سربيره يي د ثوابونو او اجرنو خاصي مواقع ګرځولي. او همداغه دوه اخترونه يي په اسلام کښي روا او جايز ګرځولي او له دي نه سيوا يي دريم اختر نه دى جايز کړى لکه: نوروز، کريسميس، مهرجان او داسي نور.

د يوې مياشتي پرهيزګارۍ، عبادت او اطاعت، خيراتونو او زکاتونو، روزمره تندي او لوږي وروسته د مياشتي د ختمېدو سره سم د بلي مياشتي اول سهار ته د کوچني اختر ورځ وايي. هغه اختر چي د تر ټولو مياشتو څخه د بهتريني مياشتي (روژي) خاتمه بلل کيږي.

دا چي الله جل جلاله په ټولو مياشتو کښي روژه سرداره، برکت، مغفرت، او رحمت را وړونکي و بلل نو اختر يي هم له څه نه خالي نه دى. اختر د هر مسلمان لپاره يو حياتي، حقيقي، معنوي، روحي او جسماني ارزښت لري. دا ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي، ټولېدا، ملګرتيا، همدردۍ، يو بل ته د مبارکۍ او د کينې، بغض او دښمنۍ له منځه وړلو ورځ ده.

تر هغه وروسته د ذوالحجې مبارکي لس شپې راغلې او د لوی اختر مبارکي ورځي راغلې چي مسلمانان د حج مبارکه فریضه اداء کوي، دعاګاني کوي، قربانۍ کوي او نور نیک کارونه او عبادات ترسره کوي، یقیناً د نیکبختۍ ځای دی.

د اختر فضيلت

الله جل جلاله د تقوا امر کوي او د قيامت د عذاب سختي بيانوي:

یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ اتَّقُوۡا رَبَّكُمْ ۚ اِنَّ زَلْزَلَۃَ السَّاعَۃِ شَیۡءٌ عَظِیۡمٌ ﴿۱﴾ یَوْمَ تَرَوْنَہَا تَذْہَلُ كُلُّ مُرْضِعَۃٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَ تَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَہَا وَ تَرَی النَّاسَ سُکٰرٰی وَمَا ہُمۡ بِسُکٰرٰی وَلٰکِنَّ عَذَابَ اللہِ شَدِیۡدٌ ﴿۲﴾ سورة الحج ١-٢ ايتونه

ژباړه: اى خلکو! د خپل رب له غضب څخه ځان وژغورئ، حقيقت دا دى چي د قيامت زلزله لوى (هولناک) شى دى. په هغه ورځ چي تاسي هغه ووينئ، حال به دا وي چي هره تى ورکونکې به له خپل تي رودي ماشوم څخه غافله سي، او هره حامله به خپل حمل وغورځوي، او خلک به تا ته بېسده (نشه) ښکاره سي، پداسي حال کښي چي هغوى به نشه نه وي بلکي د الله عذاب به ډير سخت وي.

ددغه ورځي د عذاب او سختۍ څخه د خلاصون لپاره عبادت پکار دى او له دي عذابونو څخه هغه څوک خلاص دى چي زړونه يي ژوندي وي او رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي: و عن ابي امامة رضي الله عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: من قام ليلتی العيدين محتسبا لله لم يمت قلبه يوم تموت القلوب.( سنن ابن ماجه)

ژباړه : د حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي كريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل چي: كوم سړى د دوو اخترو (كوچني اختر او لوى اختر) د شپو د ثواب يقين درلودى روڼي ئې كړې نو د هغه زړه نه مړ كېږي په هغه ورځ چي د نورو خلګو زړونه مړه كېږي.

نو چي د يوي شپي عبادت موږ د قيامت له سختيو ساتي نو بيا خو ددي شپي د روڼولو او عبادت کولو هڅه يو نيک او عظيم کار دى. او دي شپه کښي درود، ذکر، تلاوت، تسبيحات او لمونځونه بايد و کړل شي.

الترغيب او الترهيب د حضرت معاذ رضی الله عنه په روايت يو حديث را نقلوي: و روی عن معاذ بن جبل رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من احيا الليالي الخمس وجبت له الجنة ليلة التروية و ليلة عرفة و ليلة النحر و ليلة الفطر و ليلة النصف من شعبان. (الترغيب والترهيب)

ژباړه: د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي كريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: كوم سړى چي (د ذكر او عبادت په ذريعه) پنځه شپې ژوندۍ كړي (ويښ پاته سي) د هغه له پاره جنت واجب سو هغه پنځه شپې دغه دي، د ذو الحجې د اتمي ورځي شپه، د عرفات شپه، د لوى اختر شپه، د كوچنى اختر شپه .

الله (ج) دي راته ددغه شپو د عبادت حاصلولو توان او طاقت راکړي. امين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب