لمونځ – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

له اوداسه او اذان څخه وروسته د لمانځه ادا‌ء کولو ته وار رسېږي نو بايد لمونځ سم زده او ترسره شي، نو ځکه د هر مهال د لمانځه سم ترسره کول ډېر غوره ګڼل کېږي.

د لمانځه شرطونه

پوښتنه: پلار جانه! هیله کوم ماته هغه شرطونه ووايه کوم چې بايد تر لمانځه مخکې او د لمانځه په وخت کې په پام کې ونيول شي؟

ځواب: ډېر ښه ګرانه زويه! د ښه لمانځه د ترسره کولو لپاره اسلام ځينې شرطونه لري چې په لاندې ډول دي:

اودس، د ځان پاکوالی، د کاليو پاکوالی، د لمونځ د لوستلو د ځای پاکوالی، دعورت پوښول، نيت، د لمانځه د لوستو وخت او د قبلې لورې ته درېدل.

يعنې لمونځ کوونکی بايد جُنب نه وي او اودس هم ولري، ځان، کالي او د لمونځ لوستلو ځای بايد چټل نه وي، عورت یې پوښول شوی وي او د لمانځه وخت رارسېدلی وي، د لمونځ کولو نيت ولري او د قبلې په لورې ودرېږي.

your ads

که څوک په بېړۍ (کښتۍ) یا په الوتکه (طیاره) کې وي، او د لمانځه د قضا کېدو امکان رامنځ ته شي، نو هغه دې لمونځ وکړي، که څه هم د بيړۍ يا الوتکې سمت او جهت تغیر کوي(۱).

که کله چا د قبلې لوری ونه موند او نه يې هم څوک پیدا کړل چې ترې وپوښتي، نو په خپل حدس دې یوه لورې ته ودرېږي، لمونځ دې ترسره کړي که د لمانځه له ترسره کولو وروسته وپوهيد چې لمونځ يې غلط لوری ته ترسره کړی، پروا نه لري، خو که د لمانځه د لوستلو په وخت کې وپوهيد نو خپل لوری دې وګرځوي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب