انبیاء ع

د ابراهیم -ع- لویېدنه په خپل قوم کې څه ډول و؟

د ابراهيم  علیه السلام پرورښت د خپل قوم په منځ کې

ابراهيم علیه السلام  په يوه فاسد چاپيريال کي پرورښت کړى دئ ، دايوه داسي ټولنه وه چي ديوه سرکښه اونا فرمانه انسان يعني نمرود بن کنعان ترواکمنۍ لاندي وه دغه سيمه داقتصاد او امنيت له پلوه ښه وه خو خلګو يې دبت پرستۍ اوشرک په تورو تيارو کي ژوند کاوه . بتان به يې په خپلو لاسو جوړول بيا به يې په خدايانو نيول.
کله چي نمرود واک ته ورسېدئ يعني ددغه سيمي پوره واکمني يې په لاس کي واخيستل نو دخلګو دجهالت څخه يې استفاده وکړه او دوى ته يې خپل ځان خداى معرفي  کړ، دوى يې خپل عبادت کولو  ته  امر کړه ځکه خلګ دحقيقي خداى جل جلاله  په صفاتو باندي خبر نه وه . دا دنمرود لپاره ډېره  ښه زمينه وه چي دخلګو دجهالت څخه ګټه واخلي او ځان خداى معرفي کړي .خلګو  دبتانو عبادت  کاوه ، داسي بتان وه چي نه يې اورېدل کولاى سواى ، نه يې ليدل کولاى سواى ، نه په څه پوهيدل ، نه يې چاته ګټه رسولاى سواى ، نه يې چاته تاوران رسولاى سواى او نه يې دچا څخه تاوان دفعه کولاى سواى ، نمرود تردغه بتانو ښه وو ځکه نمرود ليدل کواى سواى ، اورېدل يې کولاى سواى ، په  تاوان رسولو او خير رسولو کي يې توانايي درلوده ، فکر يې وهلاى سواى ، خبري يې کولاى سواى ، احساس او شعور يې درلودئ نو څنګه دى خداى نه واى بلل سوى؟ داچي خلګ وهغه ډبرو ته عبادت کوي او په خدايانو يې نيولي دي تر هغه خو نمرود ډېر ښه وو چي په خدايۍ نيول سوى واى او خلګو يې عبادت کولاى.
ابراهيم علیه السلام  په داسي ټولنه کي پرورښت کړى دئ مګر الله جل جلاله  ده ته رشد او هدايت ورنصيب کړ، حق لاره يې وروښوده .ابراهيم علیه السلام  په خپل زېرک فکر او صفا نظر باندي معلومه کړه چي الله جل جلاله  يو دئ ، داسي الله جل جلاله  دئ چي نه دده څخه څوک زېږېدلى دئ او نه دى دچا څخه زېږېدلى دئ. دټولو شيانو ساتونکى همدغه الله جل جلاله  دئ او پرټول عالَم باندي مسلط دئ. ابراهيم علیه السلام  دا خبره درک کړه چي دغه بتان چي خلګو جوړ کړى دئ اوبيا يې پرستش کوي  دهيڅ شي توانايي نه لري نه خلګو ته تاوان رسولاى سي او نه ګټه رسولاى سي . له همدې امله يې هڅه پيل کړه څو خپل قوم ددغه ړانده ژوند څخه راوګرځوي او په دې يې پوه کړي چي دغه بتان تاسو دالهي عذاب څخه نه سي ژغورلاى.
دابراهيم علیه السلام  زړه په ايمان  باندي ځلېدئ ، ديقين ، الهي وعدو او اعتماد څخه ډک وو. ابراهيم علیه السلام  پر الله جل جلاله  باندي په غيبو سره پوره باور اوايمان درلودئ ، پردې يې عقيده وه چي دټول جهان اصلي اوحقيقي مالک او خالق الله جل جلاله  دئ او الله جل جلاله  پر هرشي باندي قادر دئ . ددې ترڅنګ ده وپتيل چي دالله جل جلاله  قدرت او تخليق په سترګو وويني او دى وويني چي الله جل جلاله  ترمړيني وروسته ژوند لرونکي مخلوقات څه ډول پيداکوي ؟ همدا وجه وه چي ده دالله جل جلاله  څخه وغوښتل چي اې خدايه ! ته مړي څنګه ژوندي کوې؟ يعني زه خوباور او يقين لرم چي ته مړي ژوندي کولاى سې خو چي ترتيب يې وينم چي پر څه ترتيب باندي دغه ژوندي کېدل رامنځته کيږي؟ الله جل جلاله  ده ته په جواب کي وويل : اولم تؤمن ؟ يعني ايا ته ايمان نه لرې؟ ده په جواب کي ورته وويل :بلي ولکن ليطمئن قلبي . يعني  بېشکه زماټينګ باور دئ چي ته مړي ژوندي کولاى سې خو ددې لپاره چي زړه مي ډاډه سي .
دابراهيم علیه السلام  ټينګ يقين وو چي الله جل جلاله  مړي ژوندي کولاى سي خو دده سترګو ددې تمنا کول او زړه يې غوښته کول چي دالله جل جلاله  دتخليق عمليه په سترګو وويني،  دالهي عجيب قدرت ننداره وکړي، دالله جل جلاله  په تخليق کي دقائق وويني ترڅو زړه يې ډاډه سي او ايمان يې نور زيات او قوي سي.الله جل جلاله  ده ته وويل: څلور داسي مرغان پيدا کړه چي په جوړښت کي يو دبل څخه توپير ولري ښه فکر پکښي وکړه او ترمنځ يې بېلوالى مشاهده کړه بيا يې څلور واړه ووژنه ، غوښي يې کوفته کړه ، بيا دغه غوښي واخله پرڅلور غرونو باندي يې کښېږده او دځان لوري ته يې راوبله . ابراهيم علیه السلام  هم داسي وکړه څلور واړه مرغان يې پيدا کړه ، څلور سره يې مړه او کوفته کړه،بيا يې څلور واړه پرڅلورو غرونو باندي کښېښودل. ابراهيم علیه السلام  چي کله دغه کار ترسره کړ، څلور سره مرغان په ځغاسته ده ته راغلل ، ده ورته کتل غوښي يې سره بېلېدلې ټول ژوندي سول ، بېرته په هغه ډول سوه لکه لومړى چي څه ډول وه.
پاکي ده هغه ذات لره چي کله ديوه شي اراده وکړي نو ورته ووايي : (کن ــ يعني سه! ) (فيکون ــ) يعني هغه شي دسي موجود سي .
الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  ددغه قصې په اړه فرمايي :
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِنْ قَالَ بَلَى وَلَكِنْ لِيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (260)  (سورة بقرة الاية ٢٦٠)
ژباړه :ياده کړه هغه وخت چي ا براهيم علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ماته وښيه ته څنګه مړي ژوندي کوې ؟ الله جل جلاله  ورته وويل : ايا ته ايمان پر دغه موضوع نه لرې؟ ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : هو ايمان لرم مګر ددې لپاره چي زړه مي اطمنان پيدا کړي . الله جل جلاله  ورته وويل : څلور مرغان واخله يو دبله يې سره کوفته کړه بيا ددغه کوفته سوو غوښه پر هر غره باندي يوه برخه کښېږده ، بيا يې راوبوله تاته به په منډه راسي او پوه سه چي الله جل جلاله  زيات غالب او دحکمت څښتن دئ.
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: