چين غواړي په سپوږمۍ کې نظامي اډه جوړه کړي

په فضا کې د نويو اکتشافاتو او د سيارو د لټون په موخه د نړۍ هېوادونه اوس په دې لګيا دي ، چې ډېرې پيسې په نظامي بېړيو او هغو تجهيزاتو ولګوي چې نورو سيارو او فضا ته پکې ور ورسېدلی شي او هلته څېړنې وکړي.

د ډېلي مېل د راپور له مخې د چين هېواد فضايي مقاماتو اعلان کړی دی، چې په پلان کې لري چې تر ۲۰۵۰ زېږدي کال پورې په سپوږمۍ کې يوه نظامي – فضايي اډه جوړه کړي.

د چيني کارپوهانو د خبر له مخې دوی په نظر کې لري ، چې دا اډه به يوازې او يوازې د فضايي څېړنو اود فضا د اعماقو د کشف په موخه وکارول شي.

داسې ویل کېږي، چې چين غواړي په نړۍ کې د لومړنې هېواد په توګه په سپوږمۍ کې نظامي – څېړنيزه اډه جوړه کړي.

په اوس وخت کې چين د فضايي پلانونو او پروګرامونو لپاره ډېره بودجه ځانګړې کړې ده، او فضايي چاروته یې د خپل هېواد په کارونو کې لومړيتوب ورکړی دی، او تېرې ورځې فضا ته دبېړۍ توغول او د سپوږمۍ په ځمکه کېناستل یې لومړنۍ هڅه وه.

د چين دولت تر راتلونکو ۱۵ کلونو پورې مريخ ته د چينايي څېړونکو ورختل يقيني کوي. او په دې سره پلان لري چې په نړۍ کې د لومړنی او قدرتمند ترين هېواد په توګه په فضا کې هم را څرګند شي.

دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا…!!!

– نور احمد عایل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب