د غرونو دندې | قرآن علمي اعجاز

او پر ځمکه مو غرونه ودرول چې له خوزیدواواضطرابه پاتې شی.  (الانبيا ۳۱).
دغه آیت وایی چې غرونه دځمکې له لړزیدو څخه مخنیو ی کوی چې داموضوع اوس اوس په جیولوژی علم کې پیژندل شوی ده. پوهانوموندلې چې هرغر دخپل جګوالی لس پنځلس برابره ريښې په ځمګه کې دننه لری. یعنې چې غر لکه یوه میخ غوندی دننه ځمکه کې ننوتې دی. دبېلګې په ډول دیوریست څوکه چې څه ناڅه ۹ کیلومتره دځمکې پرسردی ۱۲۵ کیلومتره په ځمکه کې دننه ریښه لری.

غرونه دځمکې پوښ دخوځښتونو اوټکرونو په پایله کی مینځته راغلی . کله چې دوه صفحې یوله بل سره ټکر وکړی ځواکمنه صفحه به ښکته لاړه شی اوبله به پورته راشی اوپه دی توګه غرونه اودځمکې لوړې غونډې جوړوی. ښکتنې پوړ به دځمکې لاندې ځی اویوه بیخلنه ریښه به غرونو  لپاره جوړوی. نو هرڅومره چې دځمکې یوه برخه اوچته اولوړه وی په همغې کچې به دځمکې پوښ په هغه برخه کې پریړ وی اوبیخلن به دپوښ یا Mantle په مینځ کې به مخکې تللی وی. پروفيسر سياويدا دنړې وتلی جيولوجست وایی: ” د وچې دغرونو اود سمندرونو د غرونو په مینځ کې توپیر د دوی د مواد په  مینځ کې دې. خو دواړه داسې ريښې لری چی دوی استواره ساتی. “.

آیا ځمکه مو مهد یا بستره اوغرونه مو میخونه(موږی) جوړنه کړل. (النبا ۶-۷).
اوغرونه مو ستنې (النازعات ۳۲).
“ارسها” يعني ریښه لرونکی، ثابت اوټکوهل شوی. غرونه دځمکې په پوښ کې غزول شوی اودځمکۍ لاندی کرښې یو له بله سره تړی. دځمکې دمخ په تثبیت سره غرونه دپوړونو له ښویدو اوپه Magmaباندې  دصفحو له تویدو څخه مخنیوی کوی. عينا لکه دلرګیو  تختې اوکندې چې یو پر بل میخ شوی وی. دغرونو په واسطه دغې د تثبیت عملیی ته په ساینس کې   Isostasy  وایی.  ايزوستازى عبارت دی د پوښ د پوړ دقوی توازان پورته خواته اودځمکې دقشرلاندې لورته.  هغه ډول چې غرونه دډبرو د ورستېدو، دخاروی دکمېدو اودکنګل دویلې کیدو له کبله کوچنی کیږی په همدغه ډول کولای شی دکنګلځایونو دجوړیدو، اوغورځونکو چاودونو اودخاورو دټولیدو له کبله ستر شی.

بناپردې کله چې غرونه سپک شی دموجودې قوې له لارې په مایعاتو کې پورته خواته ټیله کیږی اوپه هغه صورت کې چې غردروند شی دثقل قوی له لارې دپوښ دپوړ لورته ښکته ځی. نن پوهیږو چې دځمکې د مخې ډبرین پوړدچاودو له کبله د لامبووهنکوصفحو په څیر داوبلنې لاوا په مخ قرارلری. ځکه چې ځمکه په ډیرې چټکتیا سره په خپل محور راڅرخی که چیری غرونه دثبات لامل نه وی دغه صفحې به تل دځای دبدلیدو په حال کې وای.  په دې صورت کې به دځمکې په سر خاوره نه ټولیده او خاورې اواوبو به له یو بله سره تراکم نه کولای ، نباتات به نه راشنه کیدل . لارې اوکورونه به نه شوای جوړیدلای. لنډه داچې ځمکه به دژوندانه لپاره ناممکنه وای.
د الله (ج) په مهربانی سره غرونه لکه دموږیو په څیرعمل کوی اوترډیره بریده دځمکې دسطحی دخوځښتونو څخه م خنیوی کوی. اودغه دلوړې پوهې بیلګه سلګونه کاله مخکې په قرآن کې بیان شوی ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب