د آدم (ع ) ژوندلیک

په دِ کی شک نشته چی آدم(ع)د نړۍ دټولوخلکولمړنی سترنیکه کڼل کیږی،چی دټول بشریت پلار ورته ویل کیږی،چی پاک خدای په خپل لاس له خاورو څخه جوړکړی،اوبیرته یی خاروته ورګرځولی ده، ( انا لله وانا الیه راجعون)
دآدم (ع) نوم په قرآن کریم کی پنځه ویښت 25 واری یاد شوی ده، چی په هروارکی یی الهی قدرت په ډیرلوی عظمت سره ښکاریږی.

   کله چی پاک الله وغوښتل چی آدم (ع) له خاورو څخه جوړ کړی،نوملایکوته یی وویل چی زه په ځمکه باندی بادار-  خلیفه – پیداکوم، هغوی په ډیره حیرانی سره ورته ووتل: ته هغه ددی لپاره پکښی پیداکوی چی په ځمکه بدکارونه – فساد – او وینی تویول وکړی، په داسی حال کی چی موږ ستادمهربانی یاده ونه اوپه پاکی سره تسلیم یاستو، پاک الله ورته وویل هغه شی چی زه پری پوهیږم تاسوپه هغه باندی نه پوهیږی،

   دآدم(َع) د جوړولو لپاره پاک الله جبریل ته امر وکړ، چی ځمکی ته ورشی اوله هغی څخه خاورې راواخلی خوکله چی جبریل ځمکی  ته راغی هغی ورته وویل چی خدای ته وګوره له ماڅخه خاری مه اخله، جبریل دهغی زاری ومنلی بیرته خپل رب ته وروګرځیده، پاک الله ورته وویل چی ولی بیرته تش لاسونه راغلی، جبریل وویل: ستاپه نوم باندی یی زاری راته وکړی، بیا پاک الله میکایل ته وویل چی ورشه خاوری ورنه راوړه، کله چی هغه هم ځمکی ته راغی هغی له میکایل څخه هم دخدای په نوم خلاصون او خدای ته تیښته وغوښتله، میکایل هم هغه پریښودله ،اوبیرته خپل خدای ته وروګرځیده ،بیا ورسته پاک الله عزایل ورولیږه چی خاوری ورڅخه راواخلی،خودې ورستی ته چی ځمکی هرڅومره زاری وکړلی اودخدای په نوم باندی یی له هغه څخه خلاصون وتیښته وغوښتله هغه ته دځمکې زاری ونه منل شوی،لاسونه یی ورتیر کړل له هغی څخه یی خاوری راواخستلی، دلوی څښتن مخی ته یی راوړلی ، پاک الله ورته وویل: چی ولی تا دځمکی زاری ونه منلی، هغه ورته وویل چی ستا د امر په ځای کیدل دهغی له زاریو څخه راته ښه او لوی ښکاره شو، نوځکه می دهغی زاری ونه  منلی، پاک الله چی دهغه  زیګوالی او زړه سختی ولیده ورته ویی ویل چی ته به دآدم(ع) او دهغه داولادي دارواګانو- ارواح – اخستونکی یی.

کله چی خاوره تیاره شوله ،لمده شوله، خټه ورڅخه جوړه شوله، اوپخه شوله، بیانو لوی الله په خپل قدرت سره آدم(ع) ورڅخه په ښکلی صورت جوړکړ، چي دې ده  دجوړیدلو مثال به نورو کاینانوکي نه لیدل کیده.
پاک الله(ج) چي آدم(ع)  په خپل لاس – قدرت- باندی جوړ کړ، ترڅو چي دخادی ورکړي عقل له الري به نورو مخلوقاتو باندي امریت وکړي او ترهر څه نه بروي ، که څه هم شیطان وي ، داځکه چي د آدم(ع)ترپیدایشت نه مخکي به شیطان خپل ځان ترنورو مخلوقاتو لوي او په هرڅه باندي به بر ګاڼه .

کله چي دآړم (ع) هیکل تیار شو، نو بیا الله(ج) څلویښت کاله دهغه جوړه شوې  څیره دکودړی – کودې – غوندی دځمکی پر مخ باندی پریښودله ،چی منځ تش بدون له اروا – روح – څخه په ځمکه باندي پروت وه،ملایکی به پری تللی اوراتللی، خوکله به چی شیطان پری تیریده ،دهغه له پراته بد ن څخه به بیریده ،اوپه خپله پوښه به یی دهغه بدن ته لغته ورکوله، چی په وهلو سره به له هغه څخه دکودې اواز پورته کیده، چی دپاک خدای قدرت به پکشی ښکاره کیده( خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ) (14)

 ورسته بیا پاک الله(ج) اروا ـ روح ـ ته وپرمایل چه دآدم (ع) په بد ن کی ورننوزې ،کله چي اروا دهغه بدن ته ورننوتله  ورخطا شوله ،په داخل دجسم کي په بیرې سره والوتله او دآدم (ع) په سر کی د پرنجیدلو –عطس – په ډول ښکاره شو له، چی ملایکو ورته وویل وُوایه –الحمد لله – چی موږ درته وُوایو – یرحمک الله – خدای د پرتا باندی مهربانی وکړې، کله یي چي وویل الحمد لله ،پاک الله ورته وویل په تاباندي زما رحمت ومهرباني شه،    بیایی اروا سترګو ته ورسیدله ،لوڅی یی کړې ګوری چی دجنت میوې ورته ښکا ریږې او ملا یکی ورته سجدی کوی، دخوشحالي احساس وشعور ورسره پیداشو، کله چی یی اروا نس – ګیډی ـــ ته ورسید ه دآرزوګانو دپوره کولو ا حساس پکښی راپیداشو، هڅه یی وکړه چی د جنت میوُو پو سی ور وپاڅی مخکی له دې نه چی اروا یی پښو ته ورسیږې.پاک الله(ج) وایي چي : (خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ.. ) الانبیاء(37)

وایی چی ادم (ع) دجمعی – اودَ نی ــ په ورځ پیداشوې،  په هغی کی جنت ته ور ننوتلی ده او په هغی کی له هغه څخه را وتلی ده،نوځکه دجمعي ورځ تر نورو ورځو مبارکه ګڼل کیږي.

آدم (ع) ته لمړنی نبی ویل کیږی، چی رسول نه ورته ویل کیږی ځکه هغه لمړنی انسان وه ،نو چا ته به په الهی رسالت وهدایت سره راغلی وای.
کله چی دآدم(ع)  پیدا یښت و جوړښت سرته ورسیدل ،نو پاک الله ملایکو ته امر وکړ چی هغه ته سر ټیټنه او سو جدی وکړی،ټولو دخدای امر پر ځای کړلو ،یوازی ابلیس سر غړ ونه وکړله ،دا ځکه  چي هغه خو یو له ملا یکو څخه نه ده، هغه ته –الجان – وایي چي له خورا سره سوزونکي اورڅخه الله(ج) ترآدم(ع )  مخکي پیداکړي، او بل دا چي خپل ځان یي په آدم(ع ) باندي بر او ترهغه څخه یي لوی ګاڼه ( وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ) (27) .الحجرات.
عبدالله بن عمر وایي چي الله(ج) پیری -الجن- دوه زره کاله مخکي تر آدم(ع) څخه بیداکړي، ځو پیریانو په ځمکه کي لوي فساد او خونړي جګړي او ویني تویول پیل کړل،په پایله کي الله(ج) دوی ته دملایکو لښکر راوُ استاوو، او دوي یي   اودوي یي د – البحور – جزیرو ته وشړل.

کله چي پاک الله(ج) له ابلیس څخه پُښتنه وکړه : چی ولې د سرغړونه وکړه؟ او ولي دزما نوي مخلوق ته سوجده وُنکړه؟ هغه د دې په ځاې چی توبه وباسې اوله خدای نه بخشنه وغواړی، او په خپله بي ادبي باندي پیښمانه شي، بدون له شرمه یي  په نیغه سره الله(ج) ته ځواب ورکړ، چی زه د له اور څخه پیدا کړی یم، او هغه دله خاورو پیداکړی، نو څنګه زما سر هغه ته ټیټ شی دا چی زه دهغه په سر باندی بلیږم ، پاک الله(ج) ورته وویل: چی ستا له سرغړونې اوکافري څخه  نورنوستا لپاره زما په جنت کي ځاي نشته  له جنت څخه وزه بهر کیږه،  زما  غو سه په تا با ندی ولګیدله او ته به زما له مهربانۍ نه  شړل شوې ګڼل کیږی،  ځاي به د دوزخ وي، او عذاب به دجحیم وي.
کله چی شیطان ځان دپاک الله له مهربانی نه شړل شوی ولید، او خپله پایله یي تل ترتله په اورکي سوزول شو، او دخدای دښمنی یی د آدم (ع) دجو ړښت په سر واخستله،نورنو په آدم(ع) باندي ډیرغوسه ناک شو، اوپه د فکر کی شو چی له آدم (ع) نه خپل وار او انتقام هرو مرو باید واخلي.                                                                                            هغه وه چی له خدای څخه یی غو ښتنه وکړله،چی ما آدم (ع) او دهغه له او لادی سره په نړي کي ملګری کړه، زما دسوګند وي چي ستا دجنت او دحق ود خلاصون په لاره کي به ورته ناس یم، او کږو لاروته به یي تر هغه پوري راکاږم،ترڅو چي ستا له سمي او مستقیمي لاري څخه یي وباسم، زه به دوی دقیا مت تر ورځی پوري بدولارو ته را کاږم  چی ستا دوزغ پری ډک کړم،  (لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ) (16)  پاک خدای ورته وویل چی ستا مطلب ومنل شو، خو زه به هغوی ته خپل هدا یت ولار ښوونه کوم ، اوپیغمبران به ورلیږم ، چی ستا لاس به په هغوی بر نشی، یوازی هغه کسان کوم چی ستا تابعت کوی اوستا په خبرو با ندی غو لیږی.
له همدی ځا یه شیطان د آدم (ع) په غولولو پو سی  بډې را پورته کړې ، سره له دې چی  پاک الله آدم (ع) وُ ویل: چی ته او ستا ښځه  تا سو دواړه په جنت کی اوسیږی ، او هر څه چی وغواړی وُیی خوری ، خو یوازی دغی یوی ونې ته مه ور نږدې کیږې . (1)
______________________________
1/ وایي چي هغه د غنمو ونه اوڅانکي ، یا دانګورو او یا دتین ونه ده .

    آدم (ع) او حوا په جنت کی خو شحال وُ په ارام شولو ، خو شیطان دا هڅه کوله چی دوی په بلا باندی اخته کړی، هغه وه چی آدم (ع)ته ور په غوږ شو،په دوستانه خوږو خبرو کی یی ورته وُویل: که غواړی چی دتل لپاره په جنت کی په ابدی ډول سره پاتی شې ، نوهرومرو با ید له هغی ونی څخه کومه چی پاک الله ور څخه منع کړی یی لږ څه وخوری، خو آدم (ع) به دهغه له خبرو څخه ډډه کوله ،او د خدای بی امری به یی نه خو ښوله،شیطان په دې پو شو چی هغه ژر تر ژرنشې غولولی ،نو هغه وه چی حوا ته ور په څنګی شو، ورته وُیی ویل چی ولی خداې ستاسو له هغی ونی څخه محروم کړی یاست چی دهغی ساری دجنت په نورو میوُو کی نشته، که  زما خبره تاسو دخپلی ګټی له پاره اورۍ، او دتل له پاره په جنت کی پاتی شی، نو راځی د هغی مزه وګوری، چی څو مره خوند وره ده ، حوا دهغه په خبرو باندی وغولیدله ، او دآدم (ع) په قناعت ورکولو پو سې ور پا څیدله، وایی که میړونه غرونه دی خو ښځې اړه مونه دې، هغې دشیطان په ملګرتیا وکولی شول چی له آدم (ع)  سره له هغی ونی څخه خوړاه وخورې کومه چی پاک الله هغوی ور څخه منع کړی وه .
کله چی آدم(ع) او حواد خدای بی امر ې وکړله ، او دشیطان خبره یی ومنله ،او له  مَنِې- منع – شوې ونی څخه یی څکه وکړ له ، نور نو دوې ته  په جنت کې ځاې پاتی نشو، دجنت جامی وکالی وکپړی چي دلاس دګوتو دنوکانو څیره او شکل یي درلودو رڅخه وُ وِستلې شوېې،دوي دواړه لوڅ بر بنډ پاتی شول، او دشرم ځایونه به یی په پا ڼو پټول ، تر هغې پورې چې خمکي ته راکوز شول ، او دځان لپاره یي جا می پیدا کړې، بل دا چی د هغوی په ګیډه کی نا پاکی را پیدا شو له ،چی په جنت کی ورته ځای نشته ، هغه وه چی پاک الله په هغوی باندی امر وکړ چی له جنت نه وُوزې او ځمکی ته کوز شې او دقیامت تر ورځی پکښې پاتی شې .

  ابلیس په خپل سو ګند کی بر یالی شو چی د خدای په مخکی یی کړی وه ،او ویلی وه چی:     (..  لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ ) 16 الا عراف.
خو زموږ ستر نیکه دخدای هغه خبره نه وه په یاد چی  ورته ویلی یي وه – شیطان ستا او ستا دښځې دښمن ده ګورې چی له جنت څخه مو وُ نه باسې چی ډیري سختی به وُوِنی (فَقُلْنَا يَا آَدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى)طه/117
کله چی آدم وحوا  له جنت نه را ووتل په ډیره پیښمانۍ او ږړا سره به یی ویل 🙁 قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) لاعراف /23
زموږ خدایه موږ په خپلو ځانوباندې ظلم کړې که چیرې ته راته بخښنه ونکړې او مهربانې راباندې ونکړې نو موږ به له زیانمنو پا ګلا نو څخه یو .
داچی آدم (ع) په جنت کی څومره وخت مشت شو په پوره ډول سره پوهیدل نشته  یوازی یو حد یث له ابن عباس – ض – چی الحاکم په خپل المستدرک کی راوړی ده وایی چی آد م (ع) په جنت کی یوازې د مازدیګر دلما نځه اود لمر د ډوبیدو ترمنځ نه ډیر ندې او سید لی.
الحدیث:  ما اسکن آدم (َ ع) الجنه الا ما بین صلاه العصر الی غروب الشمس  .

 له ابي هریره – ض – چی رسول (ص) به ویل:- ښه ورځ کومه چي لمرپکښي راختلي ده هغه دجمي ورځ ده، په هغي کي آدم پیداشو، په هغي کي جنت ته ورننوت، اوپه هغي کي له جنت څخه راوُوت.
الحدیث: خیریوم طلعت فیه الشمس یوم الجمعه – فیه خلق آدم، وفیه ادخل الجنه ، وفیه اخرج منها. دمسلم روایت
کله چی آدم (ع ) وحوا ځمکی ته را کوز شول، ځنی آثارو کي راغلي چي ادم(ع) په –هند- کي او حوا په –جده/ عربستان- کي راکوزشوي چي ترډیر وخت ورسته دواړه سره یو ځاي شوي دي، او ځني نور لکه ابن عباس وایي چي دآدم (ع) دسردجوړیدو خاوره له کعبي څخه او دشااو ګیدي خاوره یي له هند څخه او دلاسونو خاوره یي له ختیځ څخه او دخپویاپوخو خاوره یي له لودیځ څخه اخستل شوې دي،او ځني نورعلماء په داډول خبري کي شکمن دي ،خدای پوه شه.

په هرحال دوي چي ځمکي ته راکوزشول، ډیر خفه وه اوحیران پاتي وه چي څه وکړي ،او کوم خوالاړشي ..ابن عباس وایي:- کله چي آدم(ع) دکعبي شریفي په توره تیږه باندي راکوزشو، خپلي اوښکي به یی پري پاکولې، دی زیا توي کله چي له جنت څخه آدم(ع) راووت ،ترهغه پوری یي سترګي وچي نشوي ترڅوچي بیرته جنت ته وروګرځیده .
ځني نورلکه ابن عطاء وایي چي ادم(ع) به ویل چي موږ په جنت کی د ازادګانوڅخه وه، په ګناه باندي ابلیس غلامان او بندیان تر ځمکي پوري راوستلو،نو زموږ لپاره په نړي کي خوښي نشته،مګرغم وژړا به ترهغي پوري وي ترڅوچي دغلامي په کورکي پاتي یو، اوترهغي  پوري چي بیرته هغه کورته وروګرځو کوم چي له هغه څخه غلامان را و تلي یو.

الطبراني په خپل کتاب کي الکبیر له عبدالله بن عمر څخه روایت کوي چي : کله آدم(ع) له جنت څخه راکوزشو،پاک الله ورته وویل چي زه به تاله په ځمکه کي – کعبه – وګرځوم چي ته ددوعااو عبادت کولو لپاره په هغي باندي را تاویږي لکه څنګه چي ترعرش عظیم به را تاویدلي، او پکښی لمونځ به کوي لکه څنګه به دچي په عرش عظیم کي لمونځ کاوه.
پا ک الله په خپل جوړ شوي مخلوق باندي ډیر مهربان وه، د ټولو شیانو نومونه به یي ورته بیان کول، او دږوند په لارو چارو کی به یی ورسره مرسته وښودنه کوله ،او حوا چي مانایي ژوند ده دهغه له پوښتۍ څخه یي را پیدا او دهغه دژوند ملګري یي وګرځوله، چی له همدی ځایه د بشریت کار وان پیل شو او ورځ په ورځ په ډیریدو شو..
کوم شې چی ثابت ده هغه داچی حوا به په هروارکی غبرګلونی زیږیدله، او په هر وار به   (ځوی ولور) ورڅخه را پیداکید ل ،وایی چی حوا شل نسونه زیږ دلی ده او به هر نس کی یي ځوې ولور راوړې دې، چی داولادو شمیر یی څلویښتو تنو ته رسیده ، چی دا د انسانی ټولنو لمړنی کورنی بلل کیږې، چی په یو ځان باندی پیل شوله ،او دنړی لوې ټو لنی ور څخه جوړی شولې:(  يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) (1)
هغه مخلوق چی پاک الله په خپلو لاسونو- قدرت – باندی جوړ کړ ، اروایی پکښی پو اوږوند یی پکشې وُ چلا وه ،ملا یکی یی ورته په سجدو کړی ،او شیطان یی ورته دښمن کړ ،او له جنت څخه یی ځمکی ته را کوز کړ، تر څو چی په خوزو او ترخو کی یی از موینه وکړی ، هغه وخت پری راغی چی له دنیانه یی پکښې سترګی پټې کړلی اود هغه چا لیدلو ته ورغې کوم چی له خاورو څخه یی جوکړی وه او بیرته یی خاور ته ورو ګرزاوه ،

  ابن کعب – ض – وایي چي په مدینه منوره کي مي له له یوه شیخ – ملا – واوریدل چي رسول(ص) به ویل-په دمانا – :   = کله چي آدم (ع) ته مرګ راغی ، خپلو زامنو ته یي وویل: اي زما زامنو ماته دجنت دمیوو اشتیا راځي، زامن یي لاړه چي دخپل پلار غوښتنه چیرته ولټوي،په لاره کي ملایکي ورسره مخامخ شولي، په لاسونوکي یي کفنونه، میتیان، بیلونه چاريګاني او کوم شیان چي دمړي لپاره په کارکیږي نیولي وه،او دآدم(ع) زامنوته یي وُویل: تاسو څه شي لټوي ؟ او څه غواړي؟او چیرته یي لټوي؟ دآدم(ع) زامنو وویل چي پلار مو ناروغ ده، او دجنت دمیوو اشتیا لري،  ملایکو ورته وویل چي راځي پلار موتیرشو،کله چي دوي په ګډه کورته را نږدي شول، حوا پوه شوه چي  دا دمرګ سپایان دي،نو په چیغو او ژړا آدم(ع) ته ورترغاړي شوله،آدم(ع) ورته وویل چي بیرته شه ، زه له تانه مخکي راغلي یم، ما او زما دلوي څښتن ملایکي یوازي سره پریده، ملایکو دې ده اروا واخستله،  ده لره يي غسل ورکړو،  په کفن یي کړو، خوشبویي یي پري وشندلي،قبر یي روته جوړ کړو، لمونځ یي پري وکړو، په ګورکي یي ټیټ خاوري یي پري راواړولي ،او دلحد نښه یي پري ودروله، او ویي ویل چي اِي دآدم (ع) زامنو داستاسو لاره ده.
خو دخښولو په ځاي کي یي اختلاف ده ، مګر کوم شي چي عالمانوته ښکاره ومشهورده هغه دا چي په هندوستان کي په هغه غره کي خښ شوي کوم چي په هغه باندی له جنت څخه راکوز شوي وه، او ځني نور وایي چي په مکه کي دابي قبیس په غره کي خښ شو ي ده، په حقیقت باندي خداي پوه شه.    ( لکل اجل کتاب )
صدق الله العظیم

استاد علی خان صافي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب