په کومه طريقه خوب وکړم؟

ګرانو محترمومسلمانانو وروڼو او خویندو اسلام داسی یومکمل دین دی چی هر څه یی په ځان کی رانغښتی رسو ل الله علیه افضل الصلاة والسلام هیخ داسی یو شی ندی پریښی چی مونږ ته یی لا ر ښوونه په کی نه وي کړي .

زما دغه لاندینی لیکنه د خوب دا ادبو په باره کی ده چی څه په دی ډ ول دی :

۱ : وختی ويده کیدل :
که چیرته یو کس واده لری او بچی یې وي نو د هغو سره ناسته تر یو وخته مستحب ده خو دومره هم باید نا وخته نکړی چی د سهار لمونځ قضا کړی .
ګه په ځير سره وګورو نو نن سبا اکثره ځوانان تر ناوخته کینی او هسی په لهو او لعب و خت تیروی چی ددی له لامله اکثره ځوانان د سهار لمونځ نکوی پرته دیو څو نه چی الله پری خپل رحم کړی وی او داسی ډير احادیٍث دی چی د لمونځ بیا ن په کی را غلی او قصدا نه کووونکی یی کافر ګڼلی لکه حدیث  :
من ترک الصلاة عمدا فقد کفر : چا چی لمونځ قصدی پریښوده بیشکه هغه کا فر شو یا د مسلم دا روایت چی (إن بين الرجل وبين الشرك والكفر ترك الصلاة : چی د سړی د شرک او کفر ترمنځ فرق په لمانځه پریښودو کی ده .
نو الله مو دی وسا تی .

۲ : په اودس ویده کیدل .
عن برا ء بن عازب رضی الله عنه قال : قال رسول الله علیه وسلم : ( اذا آ تیت مضجعک فتوضا وضوء ک للصلاة ، ثم اضطجع علی شقکالایمن ) رواه البخاری ومسلم .
دبراء بن عازب نه روایت دی چی رسول الله علیه الصلاة والسلام ویلی : کله چی د ملاستی ځای ته ځی نو دا سی اودس وکړه لکه دلمانځه لپآره یی چی کوی او بیا په خپل ښی اړخ ویده ښه .

۳ : د اور یا رڼا بندول .
د جابر رضی الله عنه نه روایت دی چی رسول الله علیه وسلم ویلی چی : چی کله د شپی ویده کیږی نو اور یا رڼا بنده کړی . دا حدیث بخاری کی را غلی .
او ابن عرنة را وبت دی چی رسو الله علیه وسلم فرمایلی چی : کله او ده کیږی نو اور بل مه پریږدﺉ. دبخاری او مسلم روایت .

امام قر طبی وایی :
که چیرته یو کس ځان ته وی په کور کې نو اور یا رڼا دې بندوی ځکه چی انسان عاجز دی او کیدای شی دا پوه نشی او څه شی اور وا خلی او که چیرته په یوه کوټه کی ډير کسان ويده کیږی نو بیا دی هم رڼا بندوی ځکه په چا به ښه لګیږی او په چا بده او بله خبره دا ده چی انسان نه پو هیږی چی په خوب کی څنګه حر کات کوی کیدای شی داسی یو حرکت وکړی چی هغه پری و شرمیږی  . فتح الباری .

۴ : دروازه بندول .
د جابر رضالله عنه نه را واینت دی چی رسول اله علیه وسلم فرمایلی :
د خدای نوم یاد کړﺉ او دروازې بندې کړې ځکه شیطان بندی دروازی نشي خلاصولی . مسلم
ابن دقیق رحمه الله فر مایی : ددروازی په بندولو کی دنیوی او دینی مصلحتونه دی ځکه د مال نفس ساتنه د غلو او فاسدو خلکو نه دنیوی مصلحت دی او ددی خبری نه یی چی شیطان بندی دروازی نشی خلاصولی مراد اختلاط دی یعنې شیطان لرې وی . فتح الباری .

۵ : په ښی خوا ويه کیدل :
عن البراء بن عازب -رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( اذا اتيت مضجعك فتوضا وضوءك للصلاة، ثم اضطجع على شقك الايمن ) رواه البخاري ومسلم .

د برا ء بن عازب رضی الله عنه نه را وايت دی چی رسول الله علیه وسلم فرما يلي دی:
کله چی خپل ځای ته دخوب لپآره ځي نو داسی او دس وکړه لکه لمونځ ته یی چی کوی او بیا په خپل ښی اړخ ویده شه .
په ښی اړخ خوب ډير فواید لری :
ځکه څوک چی په ښی خوا ویده کیږی هغه پّه خوب کی ډير بیدار وی او بله دا چی زړه په چپه خوا کی دی کله چی انسان په چپه خوا ویده شی نو د ځان بو ج یی پّ زړه را ځي چی دا کله کله ډير خطرناک هم ثابیتیږی .
او  ابن جوزی وایی : چی اکثره طبیبان په ښی خوا دخوب کولو تو صیه کوی . فتح الباری .

۶ : په مخ ویده کیدل :
عن طخفة الغفاري انه كان من اصحاب الصفة، قال: بينا انا نائم في المسجد من آخر الليل، اتاني آت وانا نائم على بطني، فحركني برجله فقال: ( قم هذه ضجعة يبغضها الله ) . فرفعت راسي فاذا بالنبي صلى الله عليه وسلم قائم على رأسي رواه البخاري في الأدب المفرد وصححه الألباني .

ظفخة الغفاري چی دا اصحابو صفة نه وو وایی : يوه شپه ویده وم او د شپی اخری وخت وه یو کس را غی او زه په مخ ویده وم ( پړ مخی ) نو پخپله پخه یی وخو ځولم او ویی ویل چه : دا قسم ویده کیدل دالله بدی را ځي ، نو سر می او چت کړ نو رسو ل الله علیه افضل الصلاة والسلام می ولیده چی زما سره ته ولاړ وه .

ليكوال: ميوند ننګيال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب