دغه پنځه لارښوونې په ګرمۍ او اوږدو ورځو کې درته روژه نیول اسانه کوي

 تر هرڅه وړاندې باید دا ومنو چې روژه د اسلام درېیمه بنا او نیول یې پر مسلمانانو فرض دي. کېدای شي ډېر په دې اند وي، څومره چې په روژه کې پر انسان سختي تېره شي، ثواب او اجر به یې زیات وي. موږ دلته پر دې موضوع خبرې نه کوو. ځکه روژه د خدای لپاره نیول کېږي او خدای پاک په خپله فرمایلي، چې د روژې اجر او ثواب زه خپله ورکوم ځکه د روژې د اجر او ثواب ورکول، له ما پرته د بل چا د وس خبره نه ده.

روژه نیول په ګرمۍ او اوږدو ورځو کې یوه څه سخته ده. نو د دې لپاره چې له پشلمي تر روژه ماتي پورې د عبادت او نورو ورځنیو چارو لپاره یو څه انرژي ولرو نو باید داسې خواړه وخوړل شي، چې وکولی شي تر یوې کچې پورې پرې مو د بدن انرژي پوره وي.

له موږ سره اوسئ تر څو له هغو پنځو لار ښوونو سره بلد شئ، چې د ګرمۍ په دې اوږدو ورځو کې درته روژه نیول یو څه اسانه کوي:

۱- طبعي خواړه وخورئ

طبیعي او سالم خواړه وخورئ او له هغو خوړو څخه ډډه وکړئ، چې پک شوي او بسته بندي شوي وي، مانا دا چې په بازار کې چې کوم تیار خواړه پلورل کېږي، له خوړو یې ډډه وکړئ، ځکه دا ډول خواړه یوازې د کار د اسانتیا لپاره پک شوي، چې ګڼې بدې پایلې له ځان سره لري. د دې ډول خوړو تر ټولو بده ځانګړنه دا ده چې له غیر سالمو غوړو، زیاتو قندي موادو او نورو داسې کېمیاوي موادو څخه په کې ګټه اخیستل کېږي تر څو خواړه ډېر عمر کړي او ژر خراب نه شي.

دا ډول خواړه د تر ټولو کمې انرژۍ در لودونکي دي. که تاسو په پشلمي کې داسې خواړه وخورئ، چې د بدن د اړتیا وړ انرژي مو پوره نه کړي، نو کېدای شي د ورځې په اوږدو کې ځینو ستونزو، لکه تنده، لوږه، سر ګنګسۍ او ان بې هوښۍ سره مخ شئ.

د روژې په مبارکه میاشت کې باید د دې ډول خوړو له خوړلو پوره ډډه وشي او پر ځای سالم او طبیعي خواړه او دغه راز له تازه میوو څخه کار واخیستل شي.

که تاسو له باز څخه تیار پاخه شوي او پک شوي خواړه واخلئ او ویې خورئ، ژر د مړښت احساس کوئ، ځکه په دې ډول خوړو کې په زیاته کچه غوړ او خواږه مواد کارول شوي، چې حس کېږي نه خو د ژر مړښت لامل کېږي.

۲- د سپینو خوړو له خوړو ډډه وکړئ

سپین خواړه لکه: سپینه ډوډۍ، سپینې وریجې او نور…که څه هم د سپکو خوړو په ډله کې راځي چې پاس مو ورته اشاره وکړه، خو دلته یې په ځانګړې ډول یادونه کوو.

سپینه ډوډۍ له سپینو اوړو څخه جوړېږي، چې اصلي مواد یا د غنمو پوست کې چې لوړ غذایي ارزښت لري له منځه تللی وي. دغه څه په وریجو کې هم صدق کوي. په غلو دانو کې له هغو ګټه واخلئ چې رنګ یې یو څه قهويي وي. د دې ډول خوړو بیه یو څه ارزانه او ګټه یې ډېره وي.

۳- له داسې خوړو څخه ګټه واخلئ، چې د بدن مایعات مو پوره کړي

د ګرمۍ په موسم، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت، کې بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي. د اوبو همدا کمښت ښايي انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.

د بدن د اړتیا وړ اوبو د پوره کولو لپاره باید د روژه ماتي او پېشلمي پر مهال په زیاته اندازه اوبه او اوبه لرونکي خواړه وخوړل شي. د ځینو ناروغیو د مخنیوي لپاره مېوې، سابه، اوبه، شیدې او نور هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه اوبه لري وکاروئ.

داسې خواړه وخورئ چې په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه اوبه ولري؛ ځینې خواړه لکه، هندواڼه او سلاد د بدن د اړتیا وړ اوبو په پوره کولو کې ډېره مرسته کوي.

د روژه ماتي پر مهال په یو ځل اووه یا اته ګیلاسه اوبه څښل هېڅ کومه ګټه نه لري؛ کوښښ وکړئ په وقفه یې ډول یا هر ساعت یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ. روژه پر خرما او دوو ګیلاسو اوبو سره ماته کړئ. کله چې تراوېح او یا نورو عبادتونه کوئ، نو یو بوتل اوبه له ځان سره ولرئ. د داسې خوړو له خوړلو ډډه وکړئ چې زیاته مالګه لري، ځکه د زیاتې مالګې خوړل د تندې لامل کېږي.

۴- سره کړي خواړه مه خورئ

کېدای شي د سرو کړو خوړو خوند یو څه ښه وي، خو ښه ده چې د روژې په میاشت کې د دې ډول خوړو له خوړلو ډډه وکړئ. ځکه په سرو کړو خوړو کې د غوړیو کچه زیاته وي، هضم یې سخت او ډېرو مایعاتو ته اړتیا لري، چې په پایله کې ستاسو د تندې لامل کېږي.

۵- هغه خواړه کم کړئ چې په ترکیب کې کاربوهایدرېت لري

ښه ده چې په روژه کې د هغو خوړو خوړل یو څه کم کړئ، چې په ترکیب کې یې کاربوهایدرېت زیات وي، لکه کچالو اوریجې او نور… کاربوهایدرېتونه په بدن کې د قندو د تولید لامل کېږي، چې تنده ورسره زیاتېږي. خو که بیا یې هم له کارولو پرته بله لار نه وي، نو ښه ده چې په څنګ کې ور سره مېوې او سبزۍ هم وکاروئ، تر څو یو معادل غذایي رېژیم مو انتخاب کړی وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب